دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی پوهیږی د نواندیشی تربیون تل هڅه کړی ده چی د انسانی اوملی ګټو ته په کتوپه انسانی ټولنه کی دهررازناخوالواوبدمرغیوته په پام کی نیولوسره دوګړود سیاسی بصیرت په راژوندی کولوکی ګډون وکړواوټول وګړی په ځانګړی توګه د فکری مخالفانواوځواکونوپه راژوندی کولو کی رول ولوبوؤ.داځکه چی موږ په دی پوهیږوپاک خدای ج د توحید پربنسټ دانسانانو فطرت پررازرازفکرونواوآندونوایښی دی .اوفکری مخالفت هم په انسانی ژوند کی یوسترنعمت ګڼلای شی ! دا صحیح ده چی د بنیادم په وجود کی د استبداد اوتکبرغریزه تل دیوی ګرځنده پدیدی په توګه باید وکتل شی خو داهم پکار ده چی ددی تر څنګ باید دیوی داسی نړۍ اوپه ځانګړی توګه افغانستان د رامینځ ته کیدواوبنسټ ایښودوپه لټه کی شوچی ټول په افغانستان کی د پیړیو ، پیړیو را په دی خوا اوسیدونکی له مذهبی ، قومی ،قبیلوی ، ژبنی اونوروراز،رازتوپیرونو پرته افغانان پکی ځانونه سوکاله اوخوشحاله وګوری . او داهم په ګوته کړو چی پخوانې او نني غلیم او دښمن ددغه قوم وګړی څنګه او پرکومو حیلو او بهانو د خپل ځان په ګټه په کاروی او ګام پر ګام یی د ملی نابودۍ کندی ته وراوباسی . او داهم دبصیرت پر سترګو وګورو چی د غلیم لخوا کومه مجربه نسخه ده چی زموږ د لرغونی هیواد بچیان ، ډله ، ډله په خپله لومه کی رانیسی . لکه څنګه چی یو امریکایی لیکوال او ټولنپوه په خپل کتاب کی وایی د حالاتو په اړه د هرچا قضاوت د هغه د ژوند د چاپیریال او معلوماتو په تناسب دی چی په نوموړی چاپیریال کی هغه ته رسیدلی وی دا خبره مو د سیاست اوادب د باغی ارواښاد مطیع الله تراب په اړه وکړه چی کیدای شی زموږ لید په ځینو برخو کی دهغه له لید سره توپیر ولری خو ترټولو لوی د سیاسی او ټولنیز بصیرت د پیداکیدو د عامل په هکله ورسره د ګډ داسی لید لوری برخمن یو چی د هیواد او انسانیت دښمنان یی د یوه غشی په توګه پکاروی او د یوی ټولنی وګړی پری روږدی کوی . هغه لید لوری اوعامل چی باید د ټولنی د وګړو ورته په کلکه پام وی هغه نورو ته په داسی حال کی لاس اوږدول دی چی د ټولنی د لومړنیو اړتیاؤ دپوره کولو پرته یو نسل پری مفتخور جوړیږی او ددی ناوړه عامل په وړاندی د خدای بښلی مطیع الله تراب تابیا او پرخپلو مټو بسیا چی په خپله یی د کار په کولو او د لاسونو په تڼاکولو د پردیو مال او ثروت ته لګد ورکړی وه نه یوازی زموږ بلکه په ننی تاریخ کی یولوی مثال جوړیږی او موږ یی هم دی ته وهڅولو چی د هغه د ثروت ، قدرت او شهرت ته د ور شاکولو پیغام ټول ځوان نسل ته ورسوو . نو ځکه خو تاسو ته د هغه راپور یوه لنډه برخه وړاندی کوو چی تکړه خبریال اولیکوال ښاغلی نجیب الله الوخیل د آزادی مشال رادیو لپاره برابر کړی دی او موږ یی له ښاغلی الوخیل او مشال رادیو څخه په مننه تر تاسو دررسؤ و !د افغانستان او سیمی په کچه نامتو شاعر مطیع الله تراب جنازه د جولای پر ۱۵مه د ننګرهار په خوګیاڼو کوزبیار کلي کې خاورو ته وسپارل شوه . هغه د افغانستان پر خاورې او خلکو مین شاعر وو او دا مینه یې په شعرونو کې له ورایه ښکارېده. پښتانه شاعران او لیکوالان وايي، تراب که د خپل قام او وطن سره مینه کړې ده نو په افغانستان او پاکستان کې مېشتو پښتنو ولسونو هم نوموړی خپل ګڼلی، د هغه شاعري یې اورېدلې او خوښه کړې یې ده. د پښتنو فرهنګیانو په وینا په اوس وخت کې هېڅ کوم بل شاعر په دومره اندازه په ولس کې له شهرت څخه برخمن نه وو، لکه تراب چې وو. همدا ده چې د لیکوالو او شاعرانو ترڅنګ عام خلک هم د مطیع الله تراب پر مړینه خپه او په ویر کې دي. تراب چې عمر یې د ۶۰ کالو په شاوخوا کې وو، د جولای پر ۱۴مه د زړه د حملې له وجې له نړۍ سترګې پټې کړې. مطیع الله تراب د خپلی انتقادی او حماسی شاعرې او دشعر د وړاندی کولو د ځانګړی انداز له کبله ډیر مشهور ؤ او دهیواد په کچه لویو مشاعرو او با نډارونو ته بلل کیده دپښتو ژبی وتلی شاعر ښاغلی پیر محمد کاروان دمطیع الله تراب پر مړینه د خفګان شریکولو پر مهال هغه یو انتقادی ، حماسی او ولوله پارؤنکئ شاعر ؤ . او زیاته یی کړه چی خدای پاک دی شاعر ته یو کړنګیدلی غږ ورکړی ؤ چی اوریدونکی او لیدونکی ورڅخه ډیر متأثره کیدل . ویی ویل : الله تعالی دی مرحوم تراب صاحب ؤبښی الله دی په خپله مینه او په خپل رحمت ونازوی . تراب صاحب یو ملنګ خویه مخلص انسان ؤ مینه ناک انسان ؤ په لیدو او مجلس به یی بنیادم خوشحالیدو په خلکو باندی ګران ؤ او شعر یی ډیر د اولسونو خوښ ؤ دده شاعری دخلکو په زړونو کی وه دده په شاعرۍ کی ده خپل احساس او دزړه غږ دا په زغرده بیانیدو .که به یی په شعر کی پر ټولنه یا په یو چا باندی نیوکه وه هغه یی هم د چا خبره نیغ په نیغه کوله . هغه د حمزه بابا قول دی چی وایی : ستا دبڼو خبری نیغی وی تل ، داسی وی تل د پښتنو خبری !نو دتراب صاحب مرحوم هم همدغسی دزړه غږ ؤ خپل احساسات او جذبات یی په څرګنده بیانولپه خلکو خواږه لګیدل شاعری یی په اولسونو کی ډیره مشهوره وه لیدونکو اواوریدونکو به دمرحوم تراب صاحب شعرونه خپرول بیا او په ویدیو ګانو کی به چی کوم شعرونه راغلی ؤ بار بار به نشریدلدده د شعر د اورولو انداز هم ځانګړی ؤ یو کړنګیدلی غږ او یوولوله پاره ؤنکی غږ الله تعالی ورکړی ؤ چی کله به یی په مشاعره کی یا په کومو محفلونو کی خپل شعرآورولو نوداوریدونکو په زړونو کی به خوشحالی او هیجان را پیدا شو او اوریدونکو به ناری پسی وهلی چی دا بیا ؤوایه مرحوم تراب صاحب به هم د اوریدونکو هغه مینه پر ځای کوله شعرونه به یی بار بار اورول نو دمرحوم تراب صاحب مړینه د پښتو ادب لپاره یوه لویه ضائعه ده د پښتو ادب او پښتو شعر د مئیناو لپاره !الله تعالی دی پردوی باندی رحمت وکړی . الله تعالی دی دمرحوم تراب صاحب شاعری دخیال او دزړه غږونه همداسی په اولس کی ژوندی ولری . …ښاغلی پیرمحمد کاروان د خدای بښلی مطیع الله تراب یو شعر هم دکلمه کړ … همدا شان د ارواښاد مطیع الله تراب پر مړینی د لراوبر پښتنو یوشمیر سیاست والو، فرهنګیانو ، روڼاندو او شاعرانو هم خپل تأثر څرګند کړ ی او دهغه د مړینی له کبله یی غم شریکی کړیده لیکوال اوسیاستوال محمد امین فروتن وائی چی د تراب ژوند اوشاعری د ټولو آزادی غوښتونکو پښتنو او افغانانو لپاره یوه بیلګه وه . او ښاغلې فروتن زیاتوی موږ په ټولنه کی ډیر کم شاعران لرو چی دارواښاد تراب په څیردی په ټولنه کی دشته ناخوالو په وړاندی باغی مزاج ولری او هغه دی د دحق په بیانولو کی د هیڅ مقام او قدرت څخه اغیزمن نه شی او زیاتوی چی : دا واقعیت دی چی د خدای بښلی مطیع الله تراب ژوند دټولو بغاوتګرو ، دټولو آزادی غوښتونکو لپاره یوه نمونه وه دده شعر د بغاوت شعر ؤ داسی شعر ؤ چی ډیر کم انسانان د هغی مقصد او هدف ته رسیدای شی . داسی شاعران موږ ډیر کم درلودل او لرو یی ! او تراب صاحب د هغو شاعرانو او رجالو له ډلی ؤ . زه په یقین سره وایم چی په انسانی ټولنو په ځانګړی توګه په افغانی ټولنه کی دداسی رجالو ژوند یو غنیمت دی او مړینه یی هم زموږ او دټولو نسلونو لپاره یوه نمونه او یو سمبول دی . الله ج دی تراب صاحب ؤبښی او الله دی یی مل شی . لیدونکی او لوستونکی کولای شی چی دغه اوږد راپور به یی په همدی پاڼه کی اوریدلی او لوستۍ وی .