گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په نـــړیــــواله تــــوګه دســـوله کــــولــــو تعـــــمیرته اړتیـــــا
په نـــړیــــواله تــــوګه دســـوله کــــولــــو تعـــــمیرته اړتیـــــا

په نـــړیــــواله تــــوګه دســـوله کــــولــــو تعـــــمیرته اړتیـــــا

په نړیواله توګه د سوله کولو اړتیا نن سبا له هر وخت څخه زیاته محسوس کیږي. په محلي او نړیواله سطحه له سولې او امن څخه د برخمن کیدو لپاره د سوله ییزو وړتیاوو تعمیرول اړین دي. ددې کار لپاره د سوله ییزو پانګو او منابعو وده او له یو بل سره یو ځای کول د سولې او امن په تعمیر کې بنسټیز رول لري. ددې لپاره  چې سوله ییز ژوند عام شي د یوه عام  نړیوال لرلید او هغه ته د رسیدو لپاره د جمعي تعهد پیاوړتیا او جمعي کار کول اړین دی. په اوسني وخت کې موږ نړیوال له یو بل سره په داسې اړیکو کې سره تړل شوي یو چې  له یو بل څخه مو جلاتوب ناشونی ښکاري. اقتصادي، سیاسی، بشري اوپه خاصه توګه ارتباطي تکنالوژي د اوسنۍ زمانې انسانان له یو بل سره په داسې توګه سره تړلي دي چې: –  ورځ تر بلې د یوه وجود په توګه د یو ځای کیدو په لوري ټیل وهل کیږي. له دې سره سره له یوې خوا د سوله ییز نودیتوب او یوځای کیدو ارزښتونه لکه: د مشترک انسانیت درناوي او اکرام ، له یو بل سره مینه ، همدلي، همپالنه ، د مرستندويي احساسات او اړتیاووو ته رسیدنه … او نور، د ماده پرستي، خود خواهي ، حرص او په نورو دغلبې ، جګړه ماري او زورګیري سره تقابلي وضعیت لري. په همداسې یوه حالت کې په پورته توګه دواړه متقابل وضعیتونه موږ ته راښيي چې:  له یوې خوا د سوله ییز ژوند لپاره د سوله کولو او د امن  پراختیا ته ډیره اړتیا ده  – له بلې خوا د سوله ییز ژوند او امن د تامین په مخکې لوی خنډونه او ګواښونه فعال دي. له دې کبله په همداسې یوه وضعیت کې د نړیوال امنیت او سوکالی د تامین لپاره د سوله کولو وړتیاوو تعمیر ته  ډیره اړتیا لیدله کیږي.  هغه ارزښتونه چې د انسانانو اصلي منشاء ، خلقت او له هغه سره سم د زوند او مشترک روح ، د یوالي تفکر او هغه ته ارزښت ورکول دي او په مقابل کې د مادي پرستي ، خود خواهي او نفاق د ټولو شکلونو چې د انسانانو تر منځ د جدايي او تشدد لور ته هڅوونې پالي او ناوړه تخریبي پایلې را منځته کوي

پام را ګرزول اړین دي.ددې کار لپاره د جګړه ییزو او په نورو باندې د تسلط او په منابعو باندې کنترول…د ناوړه باورنو او ناوړه فکري نمونو بدلون ته اړتیا ده. دا اړینه ده چې د تعصب ، تشدد ، نفاق او زورواکي فکري او باوري نمونې او کړنې په سوله ییزو تعمیري فکري ، باوري نمونو باندې بدلون ومومي . دلیل یې دادی چې له یوې خوا د انسانانو نږدیوالی او له بلې خوا د جګړو، تشدد ، زورواکي او تخریبونو وضعیت ته کتنه د ټولو ژوند ، اړیکو او چاپیریال خوندیتوب ته خطر را منځته کوي. له دې کبله د ټولو انسانانو د جمعي بقاء لپاره د ټولو انسانانو په ذهنیتونو کې د سوله ییزو فکري او باوري نمونو تعمیر او تعمیم ته اړتیا ده.موږ هر یو ددې مسولیت لرو چې د ځان او نورو لپاره د امن او سلامتي د وسعت او پراختیا لپاره لاس پکار شو. د همدې کار لپاره پخپلو ذهنونو او عمل کې د امن او سلامتي د باورونو،  ارزښتونو ، ټولنیزو جوړښتونو او نمونو تعمیرته پاملرنه وکړو.موږ ټول د دوو مهمو بالقوه فرصتونو او خطرونو ترمنځ ژوند کوو. مثلا: له یوې خوا د یو شمیر محدودو کړیو چې په نورو د غلبې ، زورواکي او د ولسونو په منابعو د کنترول کړنې اوآجنداوې لري او له بلې خوا میلیونونه ولسونه دي چې د امن ، سلامتي او له عدالت او انصاف څخه د برخمن کیدو اړتیا لري – د یوبل په مقابل کې موقعیت لري. موږ ته اړینه ده چې پوه شو دغه دوه  متقابلې قوې له یو بل سره څنګه عمل کوي؟که په نړیواله سطحه هغه محدود شمیر خلک او کړۍ چې اقتدار او صلاحیتونه لري سره لاسونه یو کړي او د خپلو ولسونو په سرنوشت لوبې وکړي – پایلې به یې څنګه وي؟  که په نړیواله سطحه ولسونه د خپلو اړتیاوو ، حقوقو عدالت او انصاف لپاره خپل غږ او منطق سره همغږی کړي پایلې به یې څنګه وي؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا