کله چې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ملي واک انځور ته ګورو، نو بګرام د یوه اوږده درد او د يوې ځوروونکې غميزې یادونه تازه کوي. دوه لسيزې وړاندي دغه هوايي ډګر یوازې د امریکايي پوځ د الوتکو د کيناستو او پاڅېدو ځای نه و، بلکې څلور لسیزې وړاندې د شوروي يرغلګر ځواک د ستون شاهد او د يو بل نړیوال تسلط او د یوې بلې پردۍ نظرياتي فلسفې د تپلو هڅه هم وه. د ۲۰۰۱ کال وروسته، بګرام په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د ستراتیژيکو عملیاتو مرکز و، چې له هغه ځایه نه یوازې بمونه غورځېدل، بلکې سیاسي فیصلې، د افغانانو بندي کول، محاکمې، او حتی د ولسونو تقدیرونه هم پکې بدليدل البته د بګرام یوه بله صحنه هم شته. یوه انځور کې ډونلډ ټرمپ، د امریکا د پخواني ولسمشر په توګه، له خپلو جنرالانو سره د دغه هوايي ډګر په منځ کې راڅرګنديږي او ولسمشر غني شاته د امريکايي ځواکونو په صف کې درول کيږی. دغه ځوروونکي انځور یوازې یو عکس نه وو، بلکې د افغان مشرتابه د بېواکه واکمني او د سمبولیک واک یوه خړه، خو ژوره سناريو وه. له همدغه ځايه، بګرام د افغان ملت لپاره د اعتماد، درناوي او ملي واک د څرنګوالي یو ځوروونکي سمبول پاتې شوی دى.ډونلډ ټرمپ لا هم بګرام نه هېروي. هغه دغه هوايي ډګر د خپلې تګلارې او امپراتورانه سیاست یوه مهمه برخه ګڼي. بګرام د هغه لپاره د خپلو استعماري موخو او د امریکا د نړيوال تسلط نښه وه. هغه بګرام ته د نظامي، استخباراتي او جیوپولیتیکي ارزښتونو له زاویې نه، بلکې د خپل «ځواکمن حضور» له هندارې څخه ګوري. دغه هوايي ډګر د هغه لخوا د خپلې ځواکمنتیا نندارې د وړاندې کولو یو مهم ستیج وه، او همغه «ستيج» دی چې ټرمپ يې د ترلاسه کولو خوبونه ويني.په همدغه حساسه سناریو کې، افغانستان باید بګرام یوازې د یوه پخواني درد یا د حاکميت د تحقیر د یاد په توګه ونه ګڼي. برعکس، دغه حساس موقعیت کولای شي د یوه نوي، متوازن او خپلواک سیاست بنسټ وي.
بګرام له جیوپوليټیک پلوه د درېو لویو ځواکمنو هیوادونو چین، روس، او ایران – څنګ ته موقعیت لري، د امريکا لپاره ستراتيژيکه اړتیا او د سیمې د ټولو ستراتیژيکو تګلارو د مطالعې لپاره یو مهم مرکز ګرزېدلای شي. که افغانستان وغواړي، دا ځای د بهرنیو د تصمیم له میز څخه نه، بلکې د خپل هیواد د پریکړې یوه بنسټيزه څنډه جوړېدلای شي.افغان مشرتابه ته پکار ده چې بګرام د خپل ملي حیثیت د ترمیم لپاره وکاروي، نه د نورو د سيمه ييز تلسط او امپراتورانه غرور د احیا لپاره. دغه هوايي ډګر ته باید د تیرو اشغالونو د دورو په آئینه کې نه، بلکې د خپل هېواد لپاره د ستراتیژيکو فرصتونو په هنداره وکتل شي. که ټرمپ یا بل هر پردى ځواکمن غواړي بګرام د خپل نفوذ مرکز وګرزوي، خو افغان حاکميت باید دغه مرکز د خپل سیاسي استقلال لپاره، د متوازنې همکارى، او د ملي ګټو د محور جوړونې لپاره وکاروي.بګرام، د افغان تاریخ په حافظه کې یوازې یو نظامي مرکز نه، بلکې د ناوړه پېښو یوه ژوره غمیزه ده. ده غمیزه، که له تعصب پرته تعبیر شي، ممکن د یوه هوښیار ملت لپاره د تفکر، سمون او خپلواک سیاست یوه نوې دروازه پرانیزي. تر څو بګرام یوازې د دردونو یاد نه، بلکې د عبرت ستر کتاب شي. خدای دې نه کړي، چې بګرام بیا د پردي وحشت تمثیل وګرځي؛ بلکې دا دې زموږ د ملي شعور د بیدارۍ نښه شي، نه د تکرار شوېو دردونو عکس.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید