هیڅوګ نه پوهیږی چی ملا حمد الله فطرت چی ځان د طالبانو د ویاند مرستیال بولی هغه مهال چی د یوی تلویزیونی پردی پرمخ په داسی حال کی تصویر یی نه ښکاره کیده یوازی د هغه غږاوریدل کیده د طالبانو د امیرالمؤمنین د هغه فرمان یادونه یی کوله چی ګنی د متقاعدینو لپاره ځانګړی محکمی جوړیږی؟ ښاغلی ملا حمدالله فطرت د خپلو څرګندونو په ترځ کی وویل چی دمتقاعدینو د تقاعد د حقوقو په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین حفظ الله تعالی فرمان په آتو مادو کی توشیح شوی چی ددی فرمان له مخی به ستره محکمه د تقاعد د حقوقو د قضیو د حل لپاره اختصاصی محکمی جوړوی تر څو دغه قضیی په قانونی ډول وڅیړل شی ترټولو مسخره خبره چی د ملا حمدالله فطرت په څرګندونو کی ښکاره شوه داده چی ګنی متقاعدین به د خپل تقاعد د اثبات لپاره محکمی ته عریضه او درخواست کوی او ددی فرمان له مخی اختصاصی محکمه به له بررسی وروسته متقاعد څخه قانونی دلائل غواړی او اړوندی اداری او وزارتونه مکلف دی چی د متقاعدینو په هکله اسناد او سوانح د اختصاصی محکمی سره شریک کړی . همداسی ددغه مجهول فرمان نور آته بندونه .
کتونکی او سیاسی مبصرین دغه شانی فرمانونه یاخو د طالبانو په دولتی سیستم باندی پر ناپوهی دلالت کوی چی کیدای شی دغه مسأله د طالبانی تفکر څخه چی پر علم او معاصره تکنالوژی باور نه لری او ټوله ریشه یی دخرافاتو اود اسلام د حقیقی بڼی څخه په لیری والی خړوبیږی بل لوری ته د افغانستان په ګډه جغرافیا کی ټول اوسیدونکو په وړاندی داسی د خنده وړ انګیرنه رامینځ ته کیږی چی ګنی له دی وروسته به کله چی د خپلو ثابت شویو حقوقی مسائلو په اړوند چارواکو ته مراجعه کوی نو دوی به تر هغی کړیږی او ربړیږی ترڅوچی د طالبانود مشر له لوری دیوی ځانګړی محکمی ددائریدو لپاره د یوه مجهول او مبهم فرمان د صادریدو ترخی شیبی تیروی . واقیعت دادی چی په افغانستان کی په سلګونه زرو وګړو چی دخپل عمر زیاته برخه یی په ډیره کمه تنخواه هغه هم داسی چی دتقاعد په نوم یی هم هره میاشت یوه معینه اندازه پیسی له خپلی ثابتی تنخواه څخه د یوی راتلونکی په موخه د پس اندازپه څیر ذخیره کولی او اوس چی هم هغه وخت رارسیدلی دی او دغه په زرګونه وګړی د خپل تقاعدغوښتنه کوی دهغوی په وړاندی د محکمودجوړیدود فرمان صادرول یوه لویه رسوائی ګڼلای شی . 
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید