گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خلیل حقانی ووژل شو !
خلیل حقانی ووژل شو !

خلیل حقانی ووژل شو !

ویل کیږی چی د طالبانو او حقانی شبکی یو مخور چارواکی چی خلیل الرحمن حقانی نومیده او په خټه ځدراڼ اود مجاهدینو د یوه لوی قوماندان مولوی جلال الدین حقانی ورور ګڼل کیده نن د طالبانو د کډوالو چارو په وزارت کی دیوی چاودنی په پایله کی ووژل شو .خلیل حقانی کله چه طالبانو پر کابل ؤلکه کړی وه نو د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان لخوا ورته د پاکستان په پیښور ښار کی یوه غونډه جوړه شوه او د دوحی د تړون پر خلاف یی د حقانی شبکی جنګیالی وهڅول تر کابل ته ور دننه شی او د تړون پر خلاف د قدرت واکی په لاس کی واخلی نو د خلیل حقانی په مشرې یوه څوسوه کسیزه کاروان سره چی پاکستانی اود حقانی شبکی جنګیالی پکی شامل ؤ پر کابل وردننه شول او سم دلاسه یی د کابل له ښاریانواو د ټول افغانستان له اوسیدونکو له طالبی امارت سره چی هیچا هم په سترګو نه دی لیدلی د یوه غائیبانه بیعت آخستل پیل کړل تردی چی په ډیره مبالغه آمیزه توګه به یی له طالبانو سره د هغه چا دبیعت خبره هم کوله چی د افغانانو خواخوږی او د هیواد څخه ددفاع اهرمونه او څلی ګڼل کیدل    .

داسی راپورونه هم خپاره شوی ؤ چی نوموړی خلیل حقانی د ارګ په مینځ کی له قندهاری ملا عبدالغنی برادر سره هم د واک پر سر لاس او ګریوان شوی ؤ . خو واقیعت دادی چی ملا غنی برادر د پاکستانی او امریکاېی جاسوسی شبکو لخوا ارک ته رالیږل شوی ؤ او خلیل حقانی د حقانی شبکی چی د عمران خان او د پاکستان د نورو استخباراتی سازمانونو له ملاتړڅخه برخمن پر ارګ ماڼۍ د منګولو لګولو هوډ درلود .په هرحال اوس چی په نړی او ځانګړی توګه د امریکا په متحدو ایالاتو کی د اقتصادی ګټو پرمحورځواکونه واک ته په رسیدو دی نو کیدای شی دا ډول وژنی د دطالبانو د واکمنې د راپرزیدو پیل وی ..بل لورته دطالبانو د امارت په نوم پاڼه کی د خلیل الرحمن حقانی وژنه د تل په څیر د خوارجو کار بلل شوی دی او زیاته کړی ده چی الحاج خلیل الرحمن حقاني د الله تعالی د لارې یو ستړی مجاهد و چې ټول عمر یې د الله تعالی له دین څخه د دفاع په لاره کې په جهاد، مهاجرت او ستړیاوو کې تیر کړی و، نوموړی د یوې لوی جهادي کورنۍ غړی و چې د اسلام د دښمنانو لخوا یې په سر ۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه.خو متأسفانه نن د هغو خوارجو لخوا په شهادت ورسید چې ځانونه مسلمان بولي او ما سوا له ځان څخه نور مسلمانان تکفیروي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا