له هم هغه ورځی چی دتره کی صاب په خلقی نظام کی د هیواد د نابغه او د خلکو ستر لارښود د اوم لمبر فرمان له مخی دافغان پیغلو بیه دری سوه افغانی وټاکل شوه او هغه یی په افغانستان کی د خلقی ؤلسواکۍ پر کاڼو اندازه کوله ،
کالونه او لسیزې وروسته د آلمان د نامتو فیلسوف فریدریش هیګل هغه خبره چی ویل یی تاریخ او تاریخی واقیعتونه دوه ځلی تکراریږی یوځل د کمیدی په بڼه او بل ځل په ترژیدی توګه ! نودادی اوس بیا هم هغه تریخ واقیعت په تراژیک او غمیز شکل پر افغانی ټولنه کی را څرګندیږی او که د نور محمد تره کی د بړیڅو لخوا د خلقی ؤلسواکې په بڼه یی خلک او اولس پاڅون ته وهڅاوه او هغو شعارونو داؤښودله چی دوی څومره پر ؤلسواکۍ باور لری ، همدا ډول څه دپاسه دری لسیزی وروسته دمذهبی طالبانو په نوم یوه استخباراتی لښکرد مذهب په مسخ کولو سره داسی څه ویلی دی چی ګنی دیوی میرمنی خاوند باید د نارینه ؤ په جرګه کی ګډون ونه کړی .
دغه په کندهاری لهجه د ځینو نوموتو کسانو او د اسلام د نامتو څیری ام بطار له قوله وایی : هغه سړې چی یوه ښځه لری هغه دی درجالو مجلس ته نه راځی .! همدا شان د یوه بل چا لخوا چی ابن درید یی بولی وایی زه په هغه کلی جهاد اعلانوم چی په ټول کلی کی چا دویمه نه وی کړی یوه ، یوه ښځه ولری ! امام بخاری رحمهم الله وائی چی زه یوه کلی ته ورغلم شپه می پکی وکړه چی په دی ټول کلی کی د ټولو اوسیدونکو یوه ، یوه ښځه وه نوځکه می څلویښت ورځی حافظه له مینځه تللی وه ، او حضرت علی رحمة الله عنه وایی هغه کسان چی ښځه یی یوه دانه وی . هغه ظالمان دی هغه عادلان نه دی !ځکه چی الله ج وائی : فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً که تاسو بیریدی یاست چی عدل نه شی کولای نو بیانو یوه کوی نوعدم دعدل څه شی دی؟ ظلم دی . یعنی دا دیوی واله چی دی دا ګرده ظالمان دی . نو دظالمه سره مه کینۍ . ابن سینا وائی د سړی چی ښځه یی یوه دانه وی د هغی به عمر ډیر لنډ وی او لقمان حکیم صاحب وائی په طبیبانو کی د سړی که ښځه یوه دانه وه ځنګنونه به یی هم درد کوی ، سر به یی هم درد کوی ، ملا به یی هم درد کوی ….دا دلقمان حکیم صاحب خبری ډیری زه وایم په ما کی ډیری پیدا شوی دی . نودا خو په دی کی هیڅ شک نشته دا واقیعات دی ماسوا دبعضی انبیاؤ چی دوه ښځی یی نه وی کړی . لکه یحی علیه السلام ، عیسی علیه السلام او په ټولو انبیاؤ کی یو دانه نبی ؤ چی یوه دانه ښځه یی کړی وه لکه بابا ! هغه خو نو بله ښځه نه درلوده ګرده یی لوڼی وی ! نور نو داسی نبی نشته چی دوی ، دری ، لس ، سل ، زر دانی ماینی ګانی به یی نه درلودی . ……
تاسو د کندهار د باتورو خلکو پر لهجه د یوه کندهاری پایلوچ داسی چا خبری واوریدی چی د خپلو جنسی غرائزو د پوره کیدو په خاطر یی پاک قرآن او د الله ج سپیڅلی دین په لاس کی آخیستی دی او په دغه شان اوتو بو تو په سر شوی دی . شاید زیاتو ته به داخبره څرګنده نه وی او دا پوښتنه به ورته ضرور پیدا کیږی چی څنګه په همدغه سیمه پوری تړلی نورمحمد تره کی هغه مهال چی د واک پر ګدې پښی ټینګوی د اومه ګڼې فرمان له مخی د خلقی ؤلسواکې د ټینګښت په موخه د اسی فرمان اوباسی چی د کودتا ساتونکو ته د جنسی غرائزو د آسانی ارضأ په لاره کی دیوه لاره پاکؤونکی رول ولوبوی .
دحیرانتیا وړخو داده چی د طالبانو په اوسنی استخباراتی واکمنی کی زیاتره امنیتی او دفاعی ځواکونه د نورمحمد تره کی د وخت پاتی کسان دی . چی د پخوانې آګسا د لوی ریاست یو لوړ پوړی غړی عبدالحکیم ګوندی او ملګریی یی په داسی حال کی د طالبی رژیم د چارواکو لخوا ورته هرکلی کیږی چی له ملا امیرخان متقی سره په کتنه کی د خپلو خبرو په ترځ کی متقی صاب ته داسی مشوره ور کوی چی ګنی د ټول شمول حکومت وړاندیزد پردیولخوا وړاندی کیږی پام مو وی چی هغه طرحه او یاهم طرحی ونه منئ . وایی چی : داځل موږ د ټول شموله حکومت په فکر کی نه یو تاسو چی سل ځله هم ټول شموله جوړ کړی که دا اوس هم ټول ایسته کړی او نور خلک راولې مګر هغه نور خلک به هم دوی نه منی ! تر هغه به یی نه منی ترڅو چی یوه داسی ډله پکی رانه شی او داسی ډلی پکی را نه شی چی هغه دیوبل مخالف وی او دنظام په داخل کی یوبل په جنجال آخته وی د امیر اطاعت نه وی بل شی نه وی . نو ټول شموله حکومت دافغانستان بربادی ده ! موږ د ټولو په خدمت کی حکومت غواړو زه دیو افغان په حیث داسی حکومت غواړم چی زما په خدمت کی وی . چی زه یی خپل وبولم .پروا نه کوی ته دکوم قوم خلک راولی ؟ په قومونو باندی یی ویشی ؟ پر ژبو یی ویشې ؟ پر مذاهبو یی ویشی ؟
په منطقو یی ویشی پرڅه شی یی ویشی؟ دا یوتاریخی هیواد دی موږ داسی شی نه شوځینی جوړولای ! نوڅنګه چی روان یاست ، ډیر ښه روان یاست ! یو امیر لرې الله دی حفظ وکړی ،خپله چی متحد واؤسی نو کامیابه یاست !ستاسو دغه د ملی یووالی پروسه یا دملی وحدت د تأمین پروسه چی تاسو اوس شروع کړیده دا د ملی پخلاینی پروسه دا په پای کی کوم ځای ته رسیږی ؟ دا دلوی احمد شاه بابا او د شیر سرخ لوی جرګی ته رسیږی .، اوبیا به انشأ الله موږ اوتاسی ، ستاسی په برکت ، ستاسو په هلوځلو او ددی ټولو افغانانو په هلو ځلو دیوه داسی نظام برخمن شو چی کالونه به اوږدیږی .!نوموږ مو شخصأ سل فیصده ملاتړ کوو . بی چون وچرا مو ملاتړ کوو او درسره ولاړ یو حتی لکه حاجی صاحب چی وویل څه چی مو له وسه پوره وی د افغانستان د نجات په خاطر د وطن دبقأ او بریالیتوب په خاطر موږ درسره ولاړ یو . د جناب حکیم خان ګوندی چی دهیواد په ټولو استخباراتی حلقو له آګسا څخه تر ما فیائی جمهوریته یی پردیو ته دیوه مخلص جاسوس په توګه د افغانستان د بیوزلی اولس له وژنو دریغ نه دی کړی دا انګیری چی دطالبانودغه شانی دښمن دوستان ددوی د زوال لپاره ترټولومخالفینو په پرتله ډیر مؤثر دی نو بی ځایه نه ده چی ویل کیږی طالبان د تیرحکومت یوه تکاملی او تراژدیکه مرحله بللی شی .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید