گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په بامیانو کی دخلیفه صاب نوی منترونه اودمخالفینو ځوابونه !
په بامیانو کی دخلیفه صاب نوی منترونه اودمخالفینو ځوابونه !

په بامیانو کی دخلیفه صاب نوی منترونه اودمخالفینو ځوابونه !

هیڅوګ نه پوهیږی چی دحقانی شبکی بنسټ ایښودونکی او د پاکستان د پخوانی عزل کړای شوی لومړی وزیر عمران خان د مرشدی میرمنی بشری بیګم د طریقت او تصؤف د “سیأ”سی مذهب  سینه چاک مرید خلیفه سراج الدین حقانی د کومو موخو د سرته رسولو په غرض د شمالی او مرکزی ولایاتو په دوره تللی دی ؟ خو کله چی د خلیفه صاحب اوښ بامیانو ته چی پکی هزاره غیرتمند قوم د کالونو ، کالونو را پدی خوا ژوند کوی او د افغانستان د ساتلو په لاره کی یی د نورو قومونو اومذهبونو ترڅنګ زیاتی قربانې او سرښندنی ورکړی دی  ورسید

نو دهغه ځای د هزاره قوم د نجیب اولس په مینځ کی یی افغانستان د ټول اولس ګډ کور ؤ باله اوهم هغه غونډه یی چی هلته ورته راوستل شوی ؤ ددغه کورد امن بیلګه وشمیرله نو ځکه خویی ټولو له هیواده تښتیدلیو مشرانو او کشرانو ته په افغانستان کی د ګډژوند په موخه هیواد ته دبیا راګرځیدو بلنه ورکړه او د هزاره دغیرتمند قوم له مشرانوهریوه کریم خلیلی او محمد محقق یی  چی نن سبا له هیواده دباندی شپی سباکوی ځانګړی غوښتنه وکړه چی دوی هم باید افغانستان ته راستانه شی اوستاسو په څیر دهیواد په ابادولو کی فعاله برخه واخلی .دښځینه پیری بشری بیګم سینه چاک مرید خلیفه سراج الدین حقانی دخپلو خبروپه ترځ کی وویل : د بامیانو ولایت یقینأ چی د افغانستان مسلمانانو ، دافغان مسلمان اولس لپاره د یوه ملی وحدت سمبول دی ….قدرمن تشیع او هزاره اولسونه دوی یوبل امتیاز هم لری زه وایم کوم مخور مشران چی په خارج کی اوسیږی لکه استاذ محقق صاحب ، او کریم خلیلی صاحب موږ ددوی لپاره هم همدا وایو چی داهم بد کار دی رادی شی ، خپل قوم او ملت لری رادی شی او په وطن کی دی ژوند وکړی اودتاسو پرمخ موږ پردوی ته هم غږ کوو چی په دی خپل قوم اوملت کی تاسو ښه ښکارې لکه دا سپین ږیری چی دلته دی ددوی اعزاز دی او قدر یی دی په دوی کی به تاسو نورهم عزتمند شی اوقوم ته به یودامن پیغام ورکړی،دافغانستان وحدت به ټینګ کړۍ ….دتاسو دا پیغامونه به موږ انشأالله هو به هو ، ټکی په ټکی کابینی ته ، مشرتابه ته عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب ته به یی ورسوؤ ….خو خلیفه صاحب وه نه ویل چی د ښونځیو او پوهنتونونو دروازی به  څه وخت د افغان نجونو او میرمنو پرمخ خلاصی شی  چی دیوه هیواد د وګړو  اصلی اړتیا په ګوته کوی  ؟

لا د بامیانوپه ولایت  کی  د خلیفه صاحب خبر ی اووینا پای ته نه وه رسیدلی چی تر ټولو وړاندی محمد محقق چی ځان د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر بولی د خلیفه سراج الدین حقانی د طالبانو د کورنیو چارو وزیر بولی د نوموړی خلیفه بلنه رد کړه او ویی ویل چی د افغانستان ستونزه باید په بنیادی توګه حل او فصل شی . کیدای شی جناب محمد  محقق ته د هغوی د لارښود او سیأ سی پیشوا ارواښاد عبدالعلی مزاری د هغه مهال خبری او وینا چی د خلیفه صاب سراج الدین حقانی د خدابښلی پلارجلال الدین حقانی  سره یی د روغی جوړی د غونډی په مهال   ترسره کړی وې وریادشوی وی چی عبدالعلی مزاری جلال الدین حقانی ته د روغبړ په ترځ کی ویلی ؤ : داچی تاسو مهربانی وکړه او موږ ته مو په راتلو ویاړ را ؤبښه مننه کوم او په ځانګړی توګه له مولوی صاحب حقانی څخه موږ ورته په ځانګړی درناوې قائل یو دا ځکه چی هغه یو مجاهد بولو او څوارلس کاله یی دروسانو په وړاندی جهاد کړیدی . او په دی خاطر هم چی په دی شلودردناکو میاشتو کی یی د کابل  په حکومت  کی ګډون نه دی کړی او جوته ده چی په هره کابینه کی ورته ځانګړی ځای قائل شوی ؤ خو هغه نه ؤ منلې چی دا هم  زموږ لپاره ځانګړی مقام لری . که څه هم شل میاشتی دهیچا لپاره غوره نه وی خو داچی ځان دالله په لاره کی مجاهد بولی او هغه یوازی د خپلوګټو لپاره جهاد نه ؤ کړی کنه نو یوه د وزارت چوکی دیوه کس لپاره کافی ده ترڅو خپل ژوند پری جوړ کړی . خو دا چی د هیواد د برخلیک ټاکل ؤ نو دجهاد څخه یی دشخصی ګټی په توګه استفاده ونه کړه .

که څه هم هغه مذهبی ډیالوګ او ګفتمان چی ښاغلی محمد محقق تری پیروی کوی له طالبانی تفکر سره هیڅ شانی توپیر نلری او نه شی ویلای چی ددغو فکری اصولود  توپیرپه  موخه چی له طالبانو سره یی لری زه نه شی کولای ستاسو سره یوځای شم او دغه د هجرت محیط د ځان لپاره غوره بولم . خو د ښاغلی محمد محقق هم هغه مهال چی د روسی اشغالګرو سره د مقابلی په موخه وسلی ته لاس کړی ؤ ډیر ژر د نړی او سیمی داستخباراتی کړیو په لاس کی ولوید چی وروستنی ګام یی دبن له کنفرانس وروسته چی د سرمایه داری نظام دیوی مافیاېی اجندا له مخی په افغانستان کی د موقت او وروسته  په افغانستان کی د انتقالی اواسلامی جمهوری دولت ښاغلی محمد محقق د هغه نظام  یوه برخه بلل کیدای شوه چی بی له شکه  زیاتره دینی او جهادی مشران چی د طالبی تفکر( دنړیوال پانګوال مافیاېی ) نظام  په پرمختللی بڼه توجیه کاوه  داسی انګیرله چی ګنی وبه کولای شی په افغانستان کی سوله ، آزادی او عدالت رامینځ ته کړی خوله بده مرغه ددوی د ټولو داشان انګیرنه غلطه وه داځکه چی دوی ټولو  سوله ، آزادی اوعدالت د سرمایی په کاڼو تلل او ددی سره سره یی د اوسنی انسان د پرمختګ په موخه یی هیڅ شانی دلاری نقشه نه درلوده او اوس یی هم نه لری .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا