گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسپټمبر یوولسمه دتاریخ ترټولو ستره دسیسه که یوتریخ واقیعت ؟
دسپټمبر یوولسمه دتاریخ ترټولو ستره دسیسه که یوتریخ واقیعت ؟

دسپټمبر یوولسمه دتاریخ ترټولو ستره دسیسه که یوتریخ واقیعت ؟

اکثریت خپلواکو شنونکي او د نظر خاوندي په دې اړه سره یوه خوله دي  چي پر واشنګټن او نیویارک ترورستي بریدونه د نفت خیزه هیوادونو د  اشغالولو په موخه د امریکا له لوري ډیزاین شوی داخلي طرحه وه  ، دوی د سپټمبرد یوولسمې له پېښې وروسته مظلوم نمایې په خپله اجنډا کې شامله کړه  او له ترهګرۍ سره د مبارزې توغ  یې او چت کړ او په دې تکتیک سره یې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ځواکمن هېوادونه له ځانه سره ملګري او پر افغانستان یې یرغل وکړ، د القاعدې اوطالبانو دله منځه وړلوپه پلمه يې ډیروحشیانه  بريدونه پیل کړل اود ناټو په ګډون زرګونه پوځيان یې زموږ په هیواد کې ځای پرځاى کړل .

د ۲۰۰۶ کال د جون په میاشت کې برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل ولیکل: د امریکايي پوهنتون ۷۵ تنو استادان د خپلو څیړنو په ترڅ کې په دې باور دي چې یوازې دوې مسافر وړونکې الوتکې نشي کولی چي د نړیوال سوداګریز مرکز دوه څلي را ونړوي  د دې څېړنې پر بنسټ یو مستند فلم هم جوړ شو خو هیڅ کله  په امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو کې یې د خپرېدا اجازه تر لاسه نه کړه . په دې مستند فلم کې، د پوهنتون 75 تنو پروفیسوران چی ځانونه د ” سپتمبر ۱۱ رښتینی پوهان ” بولی ویلی چی هغه حقائیق او شواهد چی دوی خپلو څیړنو کی تر لاسه کړی دی بی له شکه دتاریخ ستره دسیسه ده . امریکا ددی ستری دسیسی پړه پر بی دفاع افغانانو واچوله . په دموکراتیک لباس کی یی یو داسی مزدور حکومت تشکیل کړ چی غړو یی له ډالرو ، زرهی موټرو او بهرنیو هیوادونو ته له لیږلو او قومی تعصبونو پرته بل هیڅ څه فکر نه کاوو.ټول هغه مسلکی روزل شوی او با تجربه منصبداران ُ ملکی باتجربه مأمورین یی د اداری او اخلاقی فساد او بی لاریتوب اسباب او امکانات یی ورته برابر کړل او په دی سره یی شل کاله زموږ هیواد اشغال او زموږ ناتوانه ؤلس یی د پرمختللیو بمونو په اور کباب کړل                                       

د۲۰۰۱ کال مخکی نړیوالو امریکا بل ډول پیژندله او نړی والو خیال کاوه چی امریکا یو نا ماتیدونکی ځواک دی ، دنړی مالک او ارباب دی او ځینو هیوادونو خو آن دخدایی منصب ورکړی ؤو ، هرچا دا فکر کاوه چی هیڅوګ به داجرئت ونه کړی چی امریکا ته ورنږدی او یا کاږه ورته  وګوری که امریکا کوم هیواد ته غوسه شی هغه هیواد به دځمکی له نقشی محوه کړی . دا دامریکی په اړه د افکارو یوه برخه وه . او امریکا دخلکو په ذهنونو کی داډول ځای نیولۍ ؤو. د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ۱۱ می څخه وروسته د امریکا حیثیت په بښپړه توګه ټکنۍ شو او دامریکا اصلی څیره نړیوالو ته څرګنده شوه همدا راز د سپتمبر یوولسمی نړی والو ته دا هم ثابته کړه چی امریکا نه یوه قوی نه ماتیدونکی کلا ده او نه هم په هغه هیواد کی قوی امنیت موجود دی ، هلته هم پراخ امکانات شته چی که یو څوګ وغواړی په آسانی سره د امریکا ( دنړی زبر ځواک ) خاوری ته  داخلیدای شی . څو مسافر وړونکی الوتکی تښتولی شی او دامریکا په زړه کی څو مهم ځایونه په نښه کولای شی او په زرګونو انسانان پری وژلی شی . نه یوازی د سپتمبر یوولسمی د امریکا حیثیت داغداره کړ بلکه په افغانستان کی د امریکی نظامی پانګونه ، دزرګونو سرتیرو وژل کیدل ، ټپی کیدل ، په روانی ناروغیو آخته کیدل او بالاخیره په افغانستان کی نظامی اوسیاسی ماته یو بل شرم دی چی له ویتنام وروسته دامریکا په تاریخ کی د امریکایانو لپاره پیغور شو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا