گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ملا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل نوی کیسی او نوی نخرې !
د ملا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل نوی کیسی او نوی نخرې !

د ملا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل نوی کیسی او نوی نخرې !

مولانا فضل الرحمن چی په خټه پښتون اود پاکستان په سیاست او جوړښت کی د مذهبی دنامتو سیاستوال ارواښاد مولانا مفتی محمود زوی او ځای ناستی شمیرل کیږی له هم هغه ورځی چی پلار یی اروا ښاد مفتی محمود د پاکستان له نظرئی سره پر ظاهری مخالفت برسیره د دخیبر پښتونخوا د اعلی وزارت پر ګدۍ کیناست نوددغه نظرئی سره دمخالفت ډنډوره یی هم بند کړه او د نظریه پاکستان یو وفادار سپاهی پاته شو. دا حقیقت د لمر په څیربربنډ دی چی د پاکستان د جوړښت ټول پلوی  ځواکونه که مذهبی وی او یا هم سیاسی که کیڼ اړخه وی او یا هم ښی اړخه د پاکستان په سیاسی مغرضانه جوړښت کی ونډه لری نوځکه خو ویلای شو چی مولانا فضل الرحمن د پاکستان د جمیعت العلمأ د ګوند مشر لکه څنګه چی د هغه مرحوم پلار مفتی محمود د نظریه پاکستان دیوه وفادار سپاهی په توګه دنده ترسره کړی ده نوځکه خو مولانا فضل الرحمن هم د همدغه لاری یو عظیم الشانه لاروی بللی شی .لنډه داچی نوموړی مولانا فضل الرحمن هم له افغانستان سره چال چلند د پاکستان د ژور لید پر بنسټ ترسره کړ .خو هیڅوګ نه پوهیږی چی دمولانا صاب تازه کیسی اونکلونه ولی رابرسیره کوی ځکه هغه د پاکستان دسیند ایالت د کراچی په ښارکی دزرګونو پلویانو په مینځ کی پرپوځ اودهغه په قول استبلشمنت باندی دنیوکو په ترځ کی وویل چی : 

   باجـــوه صاحــــب ( دپاکستان پوځ پخوانی مشرمتقاعد جنرال  قمر جاوید باجوه ) به موږ ته ویل چه موږ پرپولو اوسرحدونو میلیاردونه ډالر لګولی دی نه څوګ افغانستان ته تلی شی او نه هم راتلای شی نو له پاکستان څخه له شلوتردیرشو زرو پروسله سنبال  ځلمیان د امریکی خلاف په افغانستان کی د امریکا پروړاندی جګړه کوله د اسلامی امارت ترڅنګ په جګړه کی څرنګه په شهادت رسیدلی او څنګه هلته رسیدلی دی ؟اونن هغه پوله چیرته ده ؟ اوس هیڅ شانی سرحد نه تر سترګو کیږی اومیلیاردونه ډالر مو پرڅه لګولی دی ؟ نن په افغانستان کی چی د امارت اسلامی حکومت حاکم دی هغه د پاکستانی ځلمیو وسله والو دهڅو پایله ده نو ځکه خو  زه د پاکستان د پولو د ساتونکو پوځیانو څخه پوښتنه کوم چی دغه وسله وال ځلمیان څنګه پاکستان ته پر وسلو سنبال راستانه شول ؟ ددی معنا داده چی نه خو ته د هیواد د ملکی سلامتی په فکر کی یی او نه هم ستاسو کړنلاره ! تاسو دامریکا پر اصولو عمل کوی . په داسی حال کی چی د نړی لپاره د امریکا اصول دادی چی هلته ترهګری ده او انسانی حقوق ترپښو لاندی دی او موږ باید هلته پوځیان ولیږو . نوپه دی توګه پر ټوله نړی په ځانګړی توګه اسلامی هیوادونو باندی امریکه د پوځیانو د لیږدولواو د خپل حضور د مشروعیت  لپاره د ترهګرو ډلو را مینځ ته کول ضروری ګڼی . نو وایو چی تر کومه به اولسونوته دوکه اوفریب ورکوی .اود امریکا دمتحده ایالاتو دوهمه پالیسی داسلامی نړی لپاره د هیوادونو پر کوچنی کولو ولاړه ده ….لکه څرنګه چی ټولو ته جوته ده مولانا فضل الرحمن اوارواښاد پلار یی مولانا مفتی محمود چی د پاکستان د جمیعت العلمأ مشرؤ  له هغو کسانو ګڼل کیدل چی د نظریه پاکستان سره یی مخالفت پر شخصی ګټو څرخیده نو ځکه خو په لومړی سر کی د نظریه پاکستان پر بنسټ د پاکستان هیواد د را مینځ ته کیدلو په مهال ددغه نظرئی مخالف ګڼل کیده خو کله چی د پاکستان د څلورو ایالتونو څخه د سرحدی ایالت پښتونخوا د لومړی وزیر پر کرسی کیناست نو یی له دغه نظریی سره مخالفت یوه غیر ضروری مسأله ګڼله . نوځکه خو مولانا فضل الرحمن د خپل پلار وارث او ځای ناستې تل د پاکستان د جوړیدو د استراتیژیکو موخو سره دوه ګونی چلند کړی دی لکه چی یوځل یی له BBC  سره په خپله مرکه د افغانستان طالبانو جهاد یو سپیڅلی جهاد باله اوپه پاکستان کی یی پر خبرو اترو ټینګارکاوه     
     
کله چی د BBCتکړه خبریال ښاغلی ایمل پسرلی له هغه څخه ؤپوښتل چی : کوم جنګ چی په افغانستان کی طالبان کوی هغه جائز دی ؟ مولانا فضل الرحمن عرف ملا ډیزل داسی ځواب ورکړ : هغه دطالبانو لخوا جائز دی په دغه لحاظ سره چی هغه دفاعی دی ! ایمل پسرلی : آیا د تاسو لپاره هم هغه جائز دی ؟ ملا فضل الرحمن وویل چی هو زموږ لخوا هم جائز دی . ملافضل الرحمن وویل چی هو زموږ لخواهم جائزدی .ایمل پسرلی : مخکی تاسو وویل چی په افغانستان کی چی جنګ کوی هغه په حقه ده په پاکستان کی چی طالبان جنګ کی یا سرخوږی جوړوی دوی په حق دی که څنګه ؟ مولانا فضل الزحمن داسی ځواب ورکړ : په پاکستان کی تمام مذهبی جمعاتونه ، علمای کرام په دی متفق دی چی په پاکستان کی مسلح جنګ موږ نه غواړو . لهذا په پاکستان کی چی هرڅوګ مسلح جنګ کوی موږ یی نه تائیده ؤ لکین داده چی د مسألی جل په مذاکراتو کی غواړو د طاقت په استعمال کی نه ! ایمل پسرلی : طالبان هم مذهبی خلک دی داسی نه دی چی سیکولر دی دوی هم پر مذهب او دین باور لرونکی خلق دی نو دوی چی څه شی کوی نو دوی به هم فکر پری کړی وی کنه ؟ ملانا فضل الرحمن په ځواب کی وایی چی دوی به پری کړی وی کنه زه خوداسی نه وایم چی دوی به پری نه وی کړی ؟ ایمل پسرلی تری پوښتنه کوی چی آیا ددوی دا کار جائز دی که نا جائز ؟ ما درته وویل چی موږ یی په افغانستان کی تائید ؤو خو په پاکستان کی تمام مذهبی جماعتونه ، تمام علمای کرام ، تمام مدارس په دی متفق دی چی په پاکستان کی مسلح جنګ موږ نه غواړو ایمل پسرلی : په افغانستان کی هم ټول ګوندونه ټول علمأ ، ټول د مدارسو علمأ هغوی دغه جنګ نه تائیدوی که دغه دلیل

وی خو هلته همدا خبره ده . ملا فضل الرحمن په ډیره لوړه خو کمزوری منطق ولاړه روحیه وویل چی په افغانستان کی خو با قاعده دهغوی حکومت ړنګ کړ شوی دی ، دهغوی حکومت چی ملت هم منلی ؤ ، هغه حکومت پاکستان هم منلی ؤ ، سعودی هم منلی ؤ ، اماراتو هم منلی ؤ په بین الاقوامی طور باندی رسمی او غیر رسمی په دواړو حیثیتونو باندی ، په امریکا کی دهغوی نمائنده ناست ؤ ، په یوروپ (اروپا )کی د هغوی نمائنده ګان ناست ؤ دنیا ټولو تسلیم کړل چی داد افغانستان حکمرانان دی نو جائز حکومت وی چی ته هغه ته جائز ووایی او بیا له هغی وروسته ورته ووایی چی اوس ته نه یی نوبیا خو هغوی ته ددفاع حق شته کنه ! ایمل پسرلی وویل امریکا خو نه ؤ منلی که له طالبانو مو منظور ؤ نو هغه خو یوازی سعودی پاکستان او اماراتو منلی ؤ .دښاغلی ایمل پسرلی په دغه سوالیه ځواب سره ملانا فضل الرحمن عرف ملا ډیزل په غصه شو او وی ویل : ما منلی ؤ که نه ؟ بس خلاصه خبره ده زما پر تا څه کاردی چی تا منلی دی کنه ؟ خو پاکستان منلی دی بس خلاصه شوه خبره !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا