گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان او پرپاکستان دبی پیلوټه الوتکو یا ډرون دبریدډرامه!
طالبان او پرپاکستان دبی پیلوټه الوتکو یا ډرون دبریدډرامه!

طالبان او پرپاکستان دبی پیلوټه الوتکو یا ډرون دبریدډرامه!

لا تراوسه یی دهغو اظهاراتو په باب چی له مسکو څخه در اګرځیدو په مهال یی له خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو سره تر سره کړی وی چی ګنی نور به دپاکستان هوائی ځواک پر افغانستان بمبارې نه کوی او ددی ور آخوا یی کله چی همدی ملا یعقوب ابن ملا عمر مجاهد په یوه پوځی غونډه کی خبری کولی نو یی وویل چی نن زموږ اوستاسو پر سر ډرون ګرځی زموږ او ستاسو فضا  اشغال ده زه هم په
سترګو ورته ګورم اوته هم ورته ګوری وزیران، قوماندانان ، انجینران ټول آسمان ته ګوری هیڅ یی په وس نه پوره ! خو کله چی ډیر ژر د پاکستان پوځ جنګی  الوتکو یو ځل بیا پرافغانستان برید وکړ نو ملا یعقوب ابن عمر مجاهد د څو ورځو په تیریدوداسی یوه ډنډوره جوړه او دانټرنیټ پر مخ خپره کړه چی  ګنی د طالبانو ددفاع وزارت چی طالبان یی داسلامی امارت ددفاع وزارت بولی تېره شپه، د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزارت هوايي ځواک، د الله تعالی په فضل، د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ولایتونو کې د داعش پر پټنځایونو باندې یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړل. د راپورونو له مخې، دا ځایونه د …د ځینو دښمنو استخباراتي کړیو په ملاتړ، د افغانستان پر وړاندې د بریدونو پلان او همغږي کولو لپاره کارول شوي وو، او پخوا یې د څو وژونکو بریدونو پلان او پیل کولو لپاره د عملیاتي اډو په توګه کار کاوه.په دې بریدونو کې د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې ځایونه په نښه شوي،او همدارنګه د بلوچستان ولایت د چاغي ولسوالۍ د شکر آب ځنګل ګردي سیمه،
چیرې چې د داعش وسله والو او نورو دښمنو عناصرو لخوا کارول شوي ګډ تاسیسات په بریالیتوب سره په نښه شوي.سربیره پردې، د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ایجنسۍ په قمبر خیل سیمه کې د داعش-خراسان یوه تاسیسات، چې د ډلې ډیری مهم مشران یې ډیری وخت هلته راتلل، هم په بریالیتوب سره په نښه شوي……..خودپاکستان د اطلاعاتواو خپرونو وزارت دیوی اعلامیی په صادرولو دا ډول تبلیغات ددرواغو پروپاګند ؤبلل او ددی ترڅنګ یی د هغو ساده ډرونو تصویرونه هم خپاره کړل چی ګنی دطالبانو ددفاع د وزارت په امردهغه هیواد پرسرحدی سیمو را پریوتی اودطالبانو په قول یی مرګ ژوبله رامینځ ته کړی ده        .
بل لورته د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت دیوی اعلامیی په خپرولو دطالبانو دا ادعا چی ګنی دوی د پاکستان پرسرحدی سیمو هوائی برید تر سره کړی دی هغه ځایونه یی په نښه کړی دی چی له هغو به پر افغانستان دداعش له لوری بریدونه کیدل .دروغ بللی دی  پاکستانی چارواکو چی زیاتره یی پوځیان او ځانونه د پاکستان اصلی ساتونکی بولی په دغه اعلامیه کی زیاته کړی ده چی داعش او ملګری یی په افغانستان کی روزل کیږی او پاکستان ته رالیږل کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا