گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له قرآنه یو څرک !
له قرآنه یو څرک !

له قرآنه یو څرک !

د «ناس» سورت مکي دی چې (۶) آیتونه یوه رکوع لري، په تلاوت کې (۱۱۴) په نزول کې (۲۱)  سورة دی د «فلق» له سورة څخه وروسته نازل شوی دی. ددې سورة نوم «ناس» د هغه له لومړي آیت څخه اخېستل شوې، چې د «ناس» کلیمه ددې سورة په پنځو آیتونو کې تکرار شوې ده. د دې سورت د نزول د زمانې او ځای په اړه هم لکه څنګه چې مخکې مو د نورو سورتونو په ترڅ کې ورته نغوته کړې،  د نورو ډېرو سورتونو په څېر ددې سورة د نزول په اړه هم د مفسـرینو تر منځ اختلاف دی چې ځېنې دا سورت مکې ګڼي او ځېنې يې مدني ګڼي. او دا اختلاف د هاغو روایتونو پر بنا دی چې ددې سورت د نزول د سبب په اړه نقل شوي دي چې روایتونه يې په مختلفو تفسیرونو کې راغلې دي چون واضح او ثابت نه دي او بیا ذکرول يې اړين نه دي، خو د یوې خبرې یادونه اړینه بولم هغه دا چې ددې سورت د تلاوت د ضرورت په نظر کې نېولو سره د حضـرت رسول اکرم(ص) له لور  په مختلفو وختونو او موقعیتونو کې مختلفو خلکو ته د څیزونو له شره د پالونکي څښتن دُرشل ته د پناه وړلو تلقین شوی دی او په مختلفو مهالونو او مقامونو کې يې بار بار دا سورة هم لکه د مخکیني سورة په څېر د وخت له تقاضا سره سم  تلاوت کړی دی نو هر چا چې هره واقعه نقل کړې، او یا د هر چا له قوله چې هره واقعه روایت شوې دا سورت يې د هماغې زمانې له پېښې او مکان سره سم نازل شوی او اړوند ګڼلی دی. خو سمه او جوته خبره داده چې دا سورة لکه څنګه چې په پیل کې وویل شول مکي دی او له دې سره سره د سورة په مضمون کې له غور کولو سره هم دا محسوسېږي چې دا سورت لکه د مخکیني سورة په څېر د مکې د ابتدايي دور له نازل شوو سورتونو څخه دی. او همدا راز د ډیرو روایتونه له مخې دا سورة او د فلق سورة یو ځای نازل شوي دي او د ډیریو له نظره د فلق سورة مکي دی نو دا سورة هم مکي ګڼل کېږي.موږ سره له دې چې د قرآن په آیتونو کې د ځیرنې او تدبر پر مهال په مختلفو روایتونو او نقلونو کې د ځان ښکېلول، د مهال او ځواک او ژواک پرباد کېدل او تلف کېدل ګڼو، او زموږ له لیده په قرآن کې د ځیرنې او تدبر سمه او بهتره طریقه پخپله د قرآنکریم آیتونو ته مراجعه کول دي او د آیتونو د څېړنې او تفسیر پر مهال د قرآن له نورو اړوندو آیتونو څخه مرسته اخېستنه سمه او اړينه ګڼو، چې دا طریقه د قرآنکریم د تفسیر او څېړنې لپاره تر ټولو غوره او اړینه طریقه ده. خو بېا هم که څوک لېوال وي په دې اړه دې د بېلګې په توګه د «مولانا مودودي» تفهیم القرآن ته مراجعه وکړي، چې نوموړي په دې اړه، ددې سورة اړوند ډېر روایتونه نقل کړي او ورسره جوخت يې خپل نظر هم څرګند کړی دی.

د دوو سورتونو «فلق» او «ناس» هم غږي او د موضوع ورته والی له ډېرو اړخونو څرګند دی. دا سورتونه چې «معوذتین» نومول شوي او قرآن، پالونکي څښتن ته له پناه وړلو سره ختموي. هر دواړه سورتونه د «قُل» له فرمان سره چې رسول اکرم [یا هر وړ مسلمان] ته خطاب دی پیل شوي او له هاغو شرونو څخه د مصئونیت او ژغورنې طریقه څرګندوي، چې د رسالت او هدایت په مسیر او لارلیک کې شتون لري. د مؤمنینو د حفظ او ساتنې یوازینۍ وسیله او له مختلفو انحرافونو او شرک او کفر او نفاق څخه د هغوی د عقیدو او ایمان پاسوال، په دې دوو سورتونو کې پالونکي څښتن [رب] ته آګاهانه پناه وړل معرفي شوي دي. له دې توپیر سره چې د فلق په سورت کې له خارجي شرونو یادونه کوي او د ناس په سورة کې له داخلي شرونو څخه چې ځمکه او بستر يې د انسان په نفس کې دننه ځای لري او له خارجي وسوسو څخه منفعل او اغېزمن کېږي. انسان تل له شیطاني وسوسو سره مخامخ دی، او جن او انس شیطانان هڅه کوي د هغه په قلب او روح کې نفوذ وکړي، په هره کچه چې په علم کې د انسان مقام پورته لاړ شي او موقعیت يې په ټولنه کې دروند او ډېر شي، د شیطان وسوسې زیاتې او شدیدي کېږي، چې هغه له سمې لارې کوږ کړي او له عالِمي فساد سره عالَم پرباد کړي. دا سورة رسول اکرم(ص) او د هغه رښتینو او وړ پلیونانو ته فرمان ورکوي چې د ټولو وسوسه ګرانو له شره خدای تعالی ته پناه یوسي.ددې توضیح چې د ځېنو شرونو سرچینه او بنسټ د انسان له وجوده خارج وي او د سړي له کړنو څخه مستقل او خپلواک پر هغه واردېږي، چې دا ډول شرونه يې د فلق په سورة کې له ورته او متشابه تعبیرونو سره ښوولي دي چې د مختلفو خارجي شرونو لپاره یو مثال او معیار وي: د ټولو هاغو هر څه له شره، چې خدای تعالی خلق کړي او کېدای شي [په نسبي توګه] انسان ته پېښ شي خدای ته پناه وړي [من شر ما خلق]، همدا راز د نغاړونکي، خپرې، مسلطې، یرغلګرې او برلاسې تیاره له شره [وغاسق اذا وقب] چې له هر ډول ظلم او ضلالت څه یو تعبیر دی؛ هغه مهال چې پر سړي برلاسې او غالب شي. او په غوټو کې د ساحرانه پُوکوونکو له شره، چې د خلکو د پرګنو د فریب او فساد لپاره د شرک او جهالت د فرهنګ له تبلیغاتو، مکرونو او تزویرونو څخه یو تمثیل دی [ومن شر النفاثات فی العقد] تر د هاغه حاسد له شره چې پټ او ویده جهالت يې ويښ او څرګند شوی وي [من شر حاسد اذا حسد]. له دې ټولو شرونو څخه کېدی شي «رب الفلق» ته له پناه وړلو سره خپل ځان مصئون او خوندي کړي، چې د تیارو د پردو بېرته کوونکی او د ښکارندو د ودې او نجات د نور او رڼاېي لواړوونکی او څرګندوونکی دی، دا تنګې او تیاره پردې کېدی شي د عالمیانو د [رب] پالونکي څښتن، د هدایت نور ته له توسل سره له منځه یوړلې شي، چې د رڼا راوړونکی او تیارو د پردو څیرې کونکی او بېرته کونکی دی.خو نورې پردې هم شتون لري چې د سړي زړه پوښوي او له دننه د هغه د زړه رڼا ته کیږدۍ وهي. دا داسې یو شر دی چې د انسان له سرکښ او سرغاړي نفسه سر وهي او له دننه هغه بیمار او ناروغوي. دا سمه ده چې انسان فطرتاً سپېڅلی او سالم دی او نشـي کېدی پخپله د شرونو پیلیزه او سرچينه وي، خو داسې پنځول شوی دی چې د خیر او شر دواړو په نسبت اغېز منونکی او قبلوونکی اوسي. پر دې بنا د پټو او ښکاره [من الجنة و الناس] عاملونو او لاملونو د وسوسو او القاء ګانو په مقابل کې خپل ځان بایلي، چې له مختلفو رنګونو، طرحو او تدبیرونو  سره له شا او مخکې پر هغه واردېږي او سینه يې ددې وسوسو په تحریک د حرص او حسد او د ژورو تورو تیارو کندو او غارونو له دوپجنې هوا تنفس کوي او د کینې او دښمنۍ او د ځناورتوب په فضا کې وده کوي:د انسان په ژوند کې پرې ډېر مصیبتونه او شرونه لکه نیز [سیلاو]، زلزله، جکړ، توپان، اورغورځي او نور.. راځي، چې خارجي او عارضي زمینه او ډګر لري. خو کله کله مصیبت او شر د میکروب له لارې د هغه په دننه کې ځاله جوړوي او په وجود کې دننه يې ځای نیولی وي او هلته په پټنځای کې د یرغل د موقع په تمه چمتو او تیار ناست وي، او که د انسان دفاعي ځواک لږ شوی وي، ناروغي يې له پښو غورځوي. د هر دواړو شرونو په مقابل کې، انسان کولی شي خپل ځان وساتي. د هاغو په وړاندې چې خارجي دي کولی شي اسبابونه او وسیلې په کار واچوي او له خپله ځانه مراقبت او ساتنه وکړي. او د هغوی په وړاندې چې داخلي دي کولی شي خپل ژغورندویه دفاعي ځواک تقویه کړي او له قوي او سالم جسم سره د میکروبي القاء شوو زهرجنو توکو په مقابل کې مقاومت کوي.د فلق سورة د لومړنۍ ډلې شرونو د معرفي کولو په مقام کې او د ناس سورة د دویمې ډلې شرونو د معرفي کولو په مقام کې برېښي. هغه څوک چې د الهي هدایت کتاب پای ته رسوي، خپل پالونکي څښتن [ربّ] ته له پناه وړلو سره کولی شي له هر دواړو ډولو شرونه څخه، چې د انسان د هدایت په لارلیک کې شتون لري، خپل ځان مصئون او خوندي کړي.دا سورة چې د قرآن په پای کې ځای لري، له ځانه د مخکیني سورة پر اړیکې سربېره، د قرآن له لومړي سورة [حمد] سره هم یوه ظریفه او غوریالې اړیکه لري، چې د وینا چورلیز يې، په هر دواړو سورتونو کې د خدای تعالی پر ربوبیت، الوهیت او مالکیت څرخي:«بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ….». په دې ترتیب د قرآن کریم پیل او پایله له یوه حقیقته چې خالص «توحید» دی خبره کوي.


ووایه: د خلکو ربّ(۱)  [پالونکي څښتن] [= د هغوی حقیقي ارباب او د اختیار خاوند] ته  پناه وړم ،مَلِكِ النَّاسِ﴿۲﴾[همدا] د خلکو مالک او واکمن ته،(۲[همدا] د خلکو حقیقي معبود [او خدای] ته،(۳)

قُلْ        أَعُوذُ    بِرَبِّ    النَّاسِ   مَلِكِ     النَّاسِ   إِلَهِ       النَّاسِ ووایه         زه پناه وړم      پالونکي څښتن ته        د خلکو پادشاه   د خلکو خدای   د خلکو۱ ـ  دا سمه ده چې ربوبیت [ارباب او د اختیار خاوند توب] د ځواک او قدرت له درې ګونو څوکو څخه یوه ده، خو انسانانو عمدتاً د نورو دوو څوکو نماینده ګان هم د خپل «اربـاب» په توګه نېولي دي؛ قرآن د یهودیانو او مسیحیانو په اړه راوړي دي چې «خپل احبار او رهبان يې د خدای پر ځای «ارباب» نیولي دي» [توبه۳۱(۹:۳۱)].یوسف خپلو دوو زنـداني ملګرو ته وویل: «آیا مختلف اربابان بهتر دي یا پر ټولو مسلط او برلاسی یو خدای ؟» [یوسف۳۹ (۱۲:۳۹)]. د خدای تعالی په فرمان کې د اسلام پیغمبر ته هم د اهل کتاب سره د وحدت لپاره یو له دریو وړاندیز شوو شرطونو همدا، یو د بل ارباب نـه نېول دي [آل عمران۶۴(۳:۶۴)]. هیڅ یو مؤحّد مجاز نه دی پیغمبران او پرښتې خپل ارباب ونیسـي [آل عمران۸۰(۳:۸۰)]. «ربّیون»ـو [یا ربانیّونـو]  خدای تعالی د خپل واقعي ارباب په توګه پېژاند [مائده۴۴(۵:۴۴) او ۶۳(۵:۶۳)]، او پیغمبرانو خپلو پلیونانو او پیروانو ته ویل: تاسو پخپله د آسماني کتاب لـه تعلیم او تدریس سره ربّ پېژندی شئ [آل عمران۷۹(۳:۷۹)]. له فرعون سره د موسی(ع) ټولې محاورې د ربوبیت پر سر وې، نه الوهیت [شعراء۲۳(۲۶:۲۳) تر ۲۸]، او له ابراهیم(ع) سره د نمرود ټوله دښمني او دلیل راوړنه د ربوبیّت په اړه ول « أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ» [بقره۲۵۸(۲:۲۵۸)].آیا [د] هاغه چا [ماجرا] ته دې پاملرنه کړې چې [د تکبَر او ځواک له دریځه] له ابراهیم سره يې د هغه د  پالونکي څښتن په انکار کې محاجّه [او استدلال] وکړ؟ سره له دې چې هغه ته واکمني خدای ورکړې وه! هغه مهال چې ابراهیم وویل: زما پالونکی څښتن هاغه څوک دی چې [پرله پسې] ژوند بښي او [د زوړتیا د قانون مطابق] مړه کوي يې. [نمرود] وویل: زه یم چې ژوندي کوم او مړه کوم! ابراهیم وویل: نو [چې داسې ده] خدای تعالی لمر له ختیزه راخېژوي، نو [که ته د هستۍ چلوونکی او واکمن يې] ته هغه له لوېدیزه راوخېژوه! نو [له دې استدلال سره] هغه چې انکار يې کړی وو [مات او] هک پک شو. او خدای ستمګر خلک [د نېمکرغۍ او بریالیتوب] موخې ته نه رسوي.  د شمېر له لیده د «ربّ» نوم د «الله» له نوم وروسته په یوازې توګه په قرآن کې د خدای تعالی د کارول شوو ټولو نومونو سره [پرته له الله] برابر دی؛ د «ربّ» نوم د رَبَبَ له رېښې [د اختیار خاوند او د اداره کوونکي ارباب په معنا]  ۹۸۰ ځلې، او د رَبَوَ له رېښې [د روزونکي، وده ورکوونکي او اوچتوونکي په معنا] ۲۰ځلې، په ټوله کې ۱۰۰۰ ځلې په قرآن کې تکرار شوی دی، په زړه پورې دا چې د «اللّه» نوم هيڅکله له ضمیر سره نه دی راغلی، خو د ربّ نوم [په ۹۷۰ موردونو کې چې خدای ته نسبت ورکول شوی] په ټوله کې له ضمیر سره یا د مضاف په بڼه راغلی دی. [لکه: رَبِّکُم، رَبِّ السَّمَواتِ وَالْاَرْض] او یوازې دوه ځلې له نورو صفتونو سره په ترکیب کې ذکر شوی دی [ربّ غفور، ربّ رحیم].ربوبیّت، لکه مدیریت، معلمي او مربي ګري دوه اړخیر چار دی او پر یو ډول دوه اړخیزي اړیکې او تبادلې دلالـت کوي، له دې کبله «ربّ» هيڅکله په خپلواکه بڼه له ضمیر یا مضاف پرته په قرآن کې نه دی راغلی. مشـرکین ددې مستقیمې او نېغې اړیکې له نفې کولو سره، واسطو او نورو عواملو ته متوسل کېدل او هغوی يې د خدای په نزد خپل شفیعان ګڼل.۲ ـ ملوکیت د توحید د مثلث له دریو ګوټونو څخه یو ګوټ دی. ددې کلیمې مشتقونه لکه: مَلِک [پادشاه، ټولواک]، مِلک، مُلک، مالک، ملائکه، او …  په ټوله کې ۲۰۶ ځلې په قرآن کې تکرار شوی دی چې د پام وړ شمېر دی، چې د خدای «مالک»ـوالی، د هستۍ د جهان په تصـرف، واکمنۍ او حکم چلَونه کې د هغه ځواک او قدرت څرګندوي. دا جملې چې د آسمانونو او ځمکې مُلک منحصـراً خدای ته اړوند دی [وَ لِلَّهِ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْاَرْضِ – لَهُ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْاَرْضِ] ۲۲ ځلې په قرآن کې راغلي دي. همدا راز ټینګارونه لکه: بِیَدِهِ الْمُلک [ملک د هغه د قدرت په لاس کې دی]، وَلَمْ یَکُنْ لَهُ شَرِیکٌ فِی الْمُلْکِ [د هغه لپاره په مُلک کې شریک نشته] دا ډول مطلقه توانايي او ځواکمني بیانوي. که هم یو چا له ملک څخه کومه برخه او سهم وړی وي او له هغه پر یوې برخې تصـرف او لاسرسی ولري، یو بخشش او لورونه ده چې خدای تعالی موقتاً په لنډمهالې توګه په اختیار کې ورکړې ده: «وَاللَّهُ یُؤْتِی مُلْکَهُ مَنْ یَشَاءُ» [او الله خپل ملک هر چا ته چې وغواړي – «د یو لړ نظامونو مطابق» – ورکوي]. دلته د مُلک معنا همدا واکمني، بولندويي او حکم چلونه ده.په قرآن کې خدای تعالی مَلِک هم نومول شوی دی، چې «د هستۍ د جهان د پادشاه یا ټولواک» مفهوم لري. هغه هم بې نهایت مقتدر مطلق پادشاه [مَلِیکٍ مُقْتَدِر]. خو له کومې چې د تاریخ په اوږدو کې معمولاً پادشاهان په ناحقه واک ته رسېدلي دي، هغه «مَلِکُ الحَقّ» نومول شـوی دی او له کومې چې ډیری وخت سلطانـان او واکمنان له واکه په نـاسمې ګټې اخېستو سره تورن، ناپاک او فاسد ول، خدای تعالی «مَلِکُ القُدُّوس» [بې نهایت پاک او سپېڅلی پادشاه] معرفي شوی دی. نو بې جهته نه دی چې د قرآن آخرین سورة داسې یو پادشاه ته له پناه وړلو سره نېکه پای او حُسن اختتام ومومي.هغه یوازې ملک الناس [د خلکو پادشاه او ټولواک] په دنیا کې نه دی، د جزا ورځ هم د هغه پر حکم او فرمان چلېږي او هغه «مالک یوم الدین» [د جزا د ورځې حکم کوونکی او نیاومن] دی. که په دنیا کې يې په لنډمهالي توګه په انتخاب کې اختیار او اراده موږ ته عنایت کړې او بښلې ده، مطلقه ملوکیت يې په آخرت کې څرګندېږي. «لمن الملک الیوم لله الواحد القهار» [د نن ورځې مالکیت د چا دی؟ د برلاسي واحد خدای]. که څوک د ټولو څیزونو مطلق مالکیت د خدای په انحصار کې وګڼي او د قدرت او ثروت د اربابانو او دنیا پالو پانګوالو د اعتباري مالکیت لپاره اصالت قائل نه وي، د توحیدي مثلث په پېژندنه کې يې مهم ګام اوچت کړی دی.۳ ـ «اِلَه» یو لغت دی چې د هر هغه څه لپاره چې انسان يې د معبود په توګه نیسـي، که هغه حق وي یا باطل وي، استعمالېږي. خو «الله»، له معرفه الف او لام سره «الـه» [معبود]، له واحد خالق څخه یو تعریف دی چې د نمانځنې لپاره یوازینی وړ معبود ګڼل کېږي. د ټولو پیغمبرانو بلنه او د «شرک او توحید» په مبارزه کې اصلي مسئله د «ډېرو خدایانو» په مقابل کې «د یو خدای» تبلیغ دی. په الوهیت کې بله مهمه نکته، جامعیت او له هغه څخه د انحراف ډول ډول والی دی؛ د ځان پالو الهه د هغوی د خپل نفس هوا ده [فرقان۴۳(۲۵:۴۳) او جاثیه۲۳(۴۵:۲۳)]، د یو شمېر کسانو لپاره: خوسکی [طه۸۸(۲۰:۸۸)]، بُت [انبیاء۳۶ (۲۱:۳۶)]، پیغمبران [نحل۵۱(۱۶:۵۱) او مائده۷۳(۵:۷۳)] او نور مختلف ډولـه الهه ګانې وې او دي چې کولی شي د هنر، علم، ورزش په نومیالیو کې او هر هغه څه چې د انسان دزړه څښتن شي او هغه پر ځان مین کړي، څرګند شي. قرآن ددې شرکونو په ستاینه کې ذکر کړی دی: «ځېنې له خلکو د خدای پر ځای ورسره شریکان، ساري او مل نیسـي او هغوی لکه د خدای په څیر خوښوي او مینه ورسره کوي! خو هاغو کسانو چې [رښتینی] ایمان راوړی دی تر ټولو زیاته دوستي له خدای سره لري» [بقره۱۶۵(۲:۱۶۵)].شـري ټولنې هيڅکله له نمانځنې او پالنې خالي نه دي، اصلي ستونزه، په نمانځنه کې شراکت او له توحیده انحراف دی. داسې برېښي چې په خدای پیژندنې، اسلام پېژندنې یا قرآن پېژندنې کې هر راز څېړنه او تحقیق ددې مثلث لـه دقیقې او له ځیر پېژندنې پرته شونی نه دی او هيڅ یو ایمان به ددې مفهومونو معنايي اوېجې ته له تسلیم مخکې د قبلېدو وړ واقع نه شي.۴ – د «خَنّاس» کلیمې د پوهېدو لپاره په قرآن کې له یوازیني بل مورد څخه، چې دا کلیمه په [تکویر۱۵(۸۱:۱۵)] سورة کې راغلې ده، کېدی شي مرسته واخېستل شي: «فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ. الْجَوَارِ الْكُنَّسِ.». د «جوار» کلیمه پر جریان او حرکت درلودلو، او د «کُنَّس» کلیمه پر پوښل شوي او پټ شوي دلالت کوي. ګواکې خنّاس د شیطان له تلپاتې وسوسه ګریو څخه وي چې منشأ او سرچینه يې ناڅرګنده ده او لکه د اعتیاد او روږدیتوب په څېر ځي او راځي او لاس نه اخلي [واللّه اعلم]. د هاغو کسانو حالت چې یو څیز ته وسواس او حساسیت ولري کېدی شي د شیطاني وسوسو د پوهېدو لپاره یو مثال وي.۵ – د وسوسې فعل سربېره پر دې سورة، په دوو نورو سورتونو [اعراف۲۰ (۷:۲۰) او طه۱۲۰(۲۰:۱۲۰)] کې شیطان ته، او د [ق۱۶(۵۰:۱۶)] په سورة کې د انسان نفس ته نسبت ورکړل شوی، چې البته دا هم د شیطان القاء ده نو کېدی شي وسوسه هم د انسان په نفس کې د شیطان سینګارونې او لمسونې او غولوونکې وعدې وګڼل شي چې هغه له توحیدي [مثلث: ربوبیّت، ملوکیّت، او الوهیّت] پناهځای څخه د دنیايي معبودانو، اربابانو او مالکانو لور ته سوق کوي.۶ – د صدر یا صدور اصطلاح، په ټولو۴۴ موردونو کې چې [مستقل یا له ضمیرونو سره] په قرآن کې راغلې ده، مجازي معنا لري او نشـي کېدی د هغه نسبت د سینې قفسې ته ورکړل شي. د انسان صدر، د هغه همدا روحي ظرفیت دی چې د قرآن په تعبیر، [ضیق صدر یا سِعه صدر] تنګ لیدی یا د پراخ لید لرونکی کېږي [انشـراح۱(۹۴:۱)، حجر۹۷(۱۵:۹۷) او نور موردونه]، شفا مومي [توبه۱۴(۹:۱۴)، یونس۵۷(۱۰:۵۷)]، او مرضونه لکه: ویره [حشـر۱۳(۵۹:۱۳)]، کِبر[غافر۵۶(۴۰:۵۶)]، نیاز[حشـر۹(۵۹:۹)]، پټچاري[نمل۷۴ (۲۷:۷۴)، غافر۱۹(۴۰:۱۹)او…]، دښمني[اعراف۴۳(۷:۴۳)] او شيطان پکې ننوځي[ناس۵(۱۱۴:۵)]، خدای تعالی سینې ازمايي [آل عمران۱۵۴(۳:۱۵۴)] او خپل آیتونه په هغې کې ننباسي [عنکبوت۴۹(۲۹:۴۹)] او …. په دې ترڅ کې ۱۲ ځلې په قرآن کې د سینو پر ذات د خدای پر علیم والي ټینګار شوی دی. ۷ ـ د آدمیانو اصلي نوم «ناس» دی، چې یوازې همدا د هغه د نورو نومونو [بنی آدم، بشر، بریّه، انس او انسان] له مجموعې څخه کابو دوه برابره په قرآن کې تکرار شوی دی [کابو ۲۴۳ ځله]، ناس عام عنوان دی، لکه «مردم» په فارسي ژبه کې، یا «قوم» په عربي ژبه کې، یا «خلک او ولس» په پښتو ژبه کې. په قرآن کې ۱۹ ځلې د «یَا أیُّهَا النَّاس» خطاب راغلی دی. یعنې ای خلکو، چې په مجموع کې عرب، عجم، ترک او فارس، افغان او هندي او شرقي او غربي …. ټول رانغاړي. «ناس» له «انسان» [او انس] سره توپیر لري؛ ناس د «نَوَسَ» له رېښې او انسان د «اَنَسَ» له رېښې دی. د نَوَسَ په کلیمه کې نوسان یعنې تحرک او پویايې او خوځښت او غورځنک نغښتی او پټ دی؛ دې موجود له ډېر پخوا [له زرګونو کلونو] راهیسې، غرونه او دښتې او سیندونه او دریابونه وهلي دي او توانېدلي دي، ټولو لویو وچو ته لېږدېدنه او مهاجرت وکړي او له همدې ځیرنې، څېړنې، لټې او هڅې په توسه د ځمکې له اتموسفېره خارج شوی او افلاک ته يې سر رسېدلی دی!خو د انسان [او اِنس] کلیمه له اُنس نېولو سره له یوې کورنۍ ده، اُنس او الفت، احساسات او عواطف او آشنايي ته لېوالتېا او ټولنیز ژوند او پخپلو کې د یو بل شاوخوا ته راټولېدل او خبرې اترې او وینا کول د انسان له ځانګړتېاو دي [احزاب۵۳(۳۳:۵۳)، نور۲۷(۲۴:۲۷)]، د ناس په کلیمه کې، د آدمي ټولنیز هویت او ځانګړتېا او د انسان په کليمه کې، د هغه جسمي او روحي جوړښت او خپلواک فردي شخصیت، مثبت یا منفي، تر نظر لاندې دی. ناس او انسان متقابلې کلیمې لري؛ «ناس» تل د «جِنّه» او انسان تل د «جانّ» په مقابل کې راغلی دی. لکه: «خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ. وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ.» [رحمن۱۴(۵۵:۱۴) او ۱۵]. انسان يې [په کوزه ګرۍ او خاورین لوښو جوړونه کې کارېدونکي] کودړي په څېر له وچې خټې څخه وپنځوه،    او جن يې د اور له ګډولې [او ترکیب] [ = خالصه انرژي – بې لوګي اور].ویل کېږي جانّ د جن جمع دی چې پر یو ډول ناپېژاندۍ، پردېوالي او نامـأنوسوالي دلالت کوي، په زړه پورې دا چې په قرآن کې يې مار او اژدها هم [د موسی د عصا په بدلېدو کې] «جانّ» نومولی چې د هغه له پټ، ناغوښتي او ډاروونکي شتون څخه یو انځور دی. [نمل۱۰(۲۷:۱۰)، قصص۳۱(۲۸:۳۱)]. «انسان» د آدمي د نوع پر ذاتي ځانګړتیاو او «اِنس» د هغه پر فرد دلالت کوي او په قرآن کې د «اِنس» کلیمه ۱۴ ځلې د «جن» [د جان مفرد] په مقابل کې راغلې ده. نـاس خلک دي او جِنّه پر پردیتوب یا ناپېژندل شوو موجوداتو او عواملو دلالت کوي. د پیغمبرانو منکرانو هغوی ساحر، کاهن او مجنون، او د اسلام د پیغمبر هم مهالو مشـرکینو هم هغه جن وهلی او مجنون نوماوه، مقصد يې دا وو چې خبرې يې د خلکو د خبرو له جنسه نه دي، بلکې دیو او دَد او پیری او ناپېژاندو موجوداتو يې په روح کې حلول کړی دی. [مؤمنون۲۵ (۲۳:۲۵) او ۷۰(۲۳:۷۰)، سبا۸ (۳۴:۸)]. خو خدای تعالی ورته ځواب ورکوي: آیا اند نه کوي چې د هغوی په هم کلام ملګري کې هيڅ ګډوډي او بې سدي نشته او هغه له څرګند خبرداروونکي پرته نه دی [اعراف۱۸۴(۷:۱۸۴) او سبا۴۶(۳۴:۴۶)] «أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِهِمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ».په «جِنّه» کلیمه کې د وهمونو او خیالونو پر بنسټ عقېدې او باورونه هم شاملېږي؛ مشـرکینو له همدغو بې بنسټو عقیدو او باورونو سره د خدای اودهاغو ترمنځ چې نمانځل يې [له بتانو نېولي تر طاغوتانو او فرعونانو]، یونسبت ټینګوه او هغوی يې د خدای سېوری، د خدای واسطه، دخدای زوی او ….ګڼل: [صافات۱۵۸(۳۷:۱۵۸)]«وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَـرُونَ». په لنډهتوګه ویلیشو؛«ناس» د«جنّه» په وړاندې، «انس» د «جن» په وړاندې او«انسان»د«جانّ» په مقابل کې دی.                                                                        

مرحوم شریعتي به دا خبره ډېره کولـه چې قرآن له خدای سره شروع کېږي او له «ناس» [خلکو] سره ختمېږي؛ له خدای سره پیل کېږي او له خلکو سره بشپړېږي. دا آسماني کتاب، چې د الله له نوم سره پیل کوي، له داسې یو سورة سره چې هم نوم يې او هم وروستۍ کلیمه يې «ناس» ده، پای ته رسېږي. په دې سورة کې، د هغه له لنډوالي سره سره، پنځه ځلې د ناس کلیمه تکرار شوې ده. دا کلیمه په ټول قرآن کې ۲۴۳ ځلې راغلې چې پنځه ځلې يې په همدې لنډ سورة کې راغلې یعنې په دې سورة کې تر ټولو زیات تمرکز پر خلکو دی. او په زړه پورې دا چې په دې ترتیب د قرآن کریم پای د هغه پیل ته بېرته ستنیږي.قرآن کریم څه ډول پیل شوی دی؟ «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ. الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ. مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ. …».اولوهیت: بسم اللّه؛ ربوبیت: ربّ العالمین؛ مالکیت او ملوکیت: مالک یوم الدین؛ او په دې سورة [ناس] کې څه وايي؟  قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ. مَلِكِ النَّاسِ. إِلَهِ النَّاسِ… قرآن د ربوبیت، اولوهیت او ملوکیت له مثلث سره پیل کېږي او له همدې مثلث سره هم پای ته رسېږي. اصلي پیغام همدا دی. توحید همدا دی. خدای تعالی څه ډول پېژنو؟ آیا یوازې په اللّه کې تم کېږو؟ یا هغه د جهان ربّ او ارباب هم ګڼو او له دې سره مل د هغه ملوکیت ته هم غاړه ږدو؟ مقصد یوازې لفظي او ظاهري اعتراف نه دی، بلکې ددې دریو نومونو معناګانو ته عملي التزام او پر ځان اړين ګڼل دي.قرآن د خدای تعالی له نوم [بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ] سره پیل کېږي او د «ناس» له کلیمې سره ختمیږي. پر دې ترتیب د هدایت د کتاب په یو لور کې، خدای تعالی او په بل لور کې يې خلک شتون لري. نه یوازې د قرآن وروستۍ کلیمه «ناس» ده، بلکې وروستی سورة يې هم، چې له لنډوالي سره يې ۵ ځلې دا کلیمه پکې تکرار شوې، «ناس» ده. که د ناس پر ځای د «هُم» ضمیر کارول شوی وای، مثلاً که ویل شوی وای: «قل اعوذ برب الناس و ملکهم و الههم»، ددې کلیمې په کارونه کې سپما کېدله او جمله ساده کېدله خو هرومرو یو لامل لري چې د ناس کلیمه درې ځلې پکې تکرار شوې ده.  د قرآن په پایاني سورة کې د ناس پر کلیمې دا ډول تمرکز او ټینګار هېښوونکی دی او پوښتنه ولاړوي او نه شي کېدی په سادګۍ ترې تېر شې. د ناس کلیمه ۵ ځلې په دې ډېر لنډ سورة کې ځای لري. دا ډول یو نسبت بې ساري  او ډېر د پاملرنې وړ او د نظر راکښونکی دی. «ناس» څه معنا لري؟ انسان ته، دې په دوو پښو روان موجود ته مختلف نومونه اطلاق شوي دي؛ یو له هغوی «بشر» دی، «بشـر» یعنې د پوټکي مخ، یا پخپله پوټکی. د حیواناتو پوټکی عمدتاً له وړیو او ویښتو سره پوښلی دی خو انسان داسې یو حیوان دی چې پوټکی یا د پوټکي مخ يې ښکاره او صاف دی. له همدې لامله هغه ته «بشـر» وايي. پر دې بنا د ظاهري او خارجي څرګندېدنې او په نظر راتلو له کبله موږ په دې نوم نومول شوي یو. بل نوم مو «بریّه» دی. موږ ته «بریّه» هم ویل کېږي: خَیْرُ الْبَرِیّةِ [بینه۷ (۹۸:۷)]. بریّه یعنې هغه موجود چې لـه عیب او نقص پرته او سپېڅلی پنځول شوی دی. درې نور نومونه هم ورته شته چې یو تر بله ورته والی لري:  «انسان»، «ناس» او «اِنس»؛ او د هغوی په مقابل کې: «جان»، «جنّة» او «جنّ» دي. لومړني درې له دویمو دریو سره په تقابل کي دي او ددې تقابل له ارزونې کېدی شي د هر یو پر معنا په بهتره توګه پوه شو.په قرآن کریم کې، هرمهال چې د سړي ځانګړنې او شخصیت مطرح وي، هغه ته «انسان» ویل کېږي. لکه: «خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ…» [انبیاء۳۷(۲۱:۳۷)] انسان له بیړې پنځول شوی. یا بل ځای فرمايي موږ امانت چې، غرونو د هغې له اوچتولو سر غړاوی وکړ، انسان ته ورکړ «إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ…» [احزاب۷۲ (۳۳:۷۲)]. «په حقیقت کې موږ هغه امانت [= د اختیار لورونه] آسمانونو او ځمکې او غرونو ته وړاندې کړل، خو [ټولو د وجودي ناتوانۍ له لامله] د هغه له لېږد څخه ډډه وکړه او ترې وډار شول او انسان [د ودې په بهیر کې د مخکینۍ بشپړتیا له لامله] هغه پر غاړه واخېست …».یا چې فرمايي انسان داسې، یا انسان هاغسې دی. یعنې د ځانګړنو او صفتونو له حیثه «انسان» دی. خو هر مهال چې د انسان اُنس او عاطفه يې جنبه په نظر کې وي، هغه «اِنس» نوموي، چې د مؤانست د معنا متضمن دی: «…فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا…» [نساء۶(۴:۶)] «هر مهال مو چې په هغوی کې د ودې احساس وکړ…». نور موجودات یو تر بله په اُنس او مؤانست کې نه، بلکې د توحـش په حالت کې ژوند کوي؛ او یوازې انسان دی چې ټولنیز او مدني ژوند لري. قرآن، دې معنا ته په اشاره کې، آدمي ته «اِنس» وايي.دریم نوم «ناس» دی چې ډیری د سړي د تعقل او تفکر قوې ته پاملرنه لري چې هغه ته وده او ارتقا ورکوي، د نورو موجوداتو پر خلاف چې د هغوی تم او راکد حالت هغوی ته د ودې او کمال ډېر لږ امکان ورکوي. انسان عاقل او متفکر، اندیال موجود دی چې د اند او تفکر په ځواک خپله لار مومي او مخکې ځي. نو، درې واړه کلیمې چې وویل شوې یو تر بله مشابهت او ورته والی لري یوه هم د هغه د شخصیت جنبه ده بله د انسانانو تر منځ اُنس او انساني اړیکه ده، او وروستۍ هم د هغه عقلانیت، اند نو تفکر څرګندوی دی.نو د «ناس» په سورة کې د آدمي د تفکر او تعقل له اړخ او جنبې سره سروکار لرو. یعنې داسې موجود چې د تفکر او تعقل خاوند دی او اندنه کوي او درک او موندنه کوي او «انسان» داسې یو موجود دی چې کولی شي پوه شي د هغه ربّ او مَلِک او اله یو دی او هغه اللّه دی. پر دې بنا کوم تثلیث چې په قرآن کې دی د مسیحیت له تثلیث سره يې توپیر دادی چې هغوی هر درې واړه بېل ویني، او اسلام هر درې واړه په یوه واحد حقیقت کې ویني. په قرآن کې په سلګونو موردونو کې دې حقیقت ته اشاره شوې ده. مثلاً وايي موږ موسی د فرعون او هامان او قارون پر لور ولېږه. او توجه لرو چې فرعون د پوځ او نظامي قدرت سیمبول دی، قارون د ثروت سیمبول او هامان د فریب سیمبول؛ د مرحوم شریعتي په تعبیر زور او زر او تزویر؛ یا تیغ او طلا او تسبیح؛ یا مَلِک او مَلأ [د اشرافو ډله] او مُلا؛ یا استعمار او استثمار او استحمار. پوهیږو چې په حج کې درې بُتان [څلي] یا شیطانان دي چې هغوی باید په کاڼو وويشتل شي.داسې بریښي چې درې زمینې او ډګرونه دي چې انسان هم په هغوی کې وده کوي او هم کېدی شي له رشد او ودې پاتې شي یا سقوط وکړي، که انسان دا درې واړه په نظر کې وننیسـي، کېدی شي د اند او عمل له لیده په ژوند کې، ډېرې ټکرې او ډغرې وخوري او ډېر زیانونه به وویني. یو يې قدرت دی، دویم ثروت او درېم هم علم، چې ښايي په ټولیزه توګه هغوی ته عشق وویل شي.خو ولې ناس، او نه انسان یا: آدم، بشـر، بریه، عبد او …؟ لکه څنګه چې مو وویل هره یوه له دې وییونو خپله ځانګړې معنا لري چې د موضوع او د خبرې او سورة د سیاق او سبک په تناسب کارول کېږي او د خدای تعالی پر دې غوره شوي مخلوق له ځانګړي ګوټه لیدنه کېږي. ګواکې له کومې چې د وحشی حیواناتو په مقابل کې د «اُنس» او الفت او ټولنیز ژوند اهل دی، د «انسان» نوم پرې اېښوول شوی دی؛ په اتفاقي توګه ددې کلیمې مشتقونه په قرآن کې د آشنا کېدلو او اړیکو جوړولو په مفهوم کې دي چې همدا «انس» نیول دي. لکه د نور سورة ۲۷ آیة:«…لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا…» [نور۲۷(۲۴:۲۷)] «…په غیر له خپلو کورونو کوم کور ته وارد نه شئ مګر دا چې انس واخلئ [ورسره آشنا شئ] او پر اهل يې سلام وکړئ…». [البته قرآن دا عنوان په عامتره بڼه ددې موجود د جسمي او چلندي – خلقتي – او نوعي ماهیت او فضیلتونو او کمالونو او استعدادونو د ځانګړتیاو له لامله پر هغه ایښی دی]  په قرآن کې د انسان کلیمه د خلقت په زمینه کې د «جان» له کلیمې سره منحصـراً راغلې ده او د انس کلیمه د محسوسوالي او ملموسوالي په زمینه کې له «جن» سره [۱۴ ځلې] او د «ناس» کلیمه د «جنة» له کلیمې سره [۳ځلې]. له کومې چې د «جن» [چې نامحسوس او له نظرونو پټ دی]، پر خلاف انسان ښکاره او د احساس او ادراک وړ دی، «انس» نومول شوی دی، له ۲۲ ځلو څخه چې د «جن» کلیمه په قرآن کې کارول شوې ده ۱۴ ځلې يې د «انس» له کلیمې سره یو له بل تر څنګه ځای نیولی او د «انس» فعل د احساس او ادراک او لیدلو په معنا دی: «…امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ…» [طه۱۰(۲۰:۱۰)] «…دمه شئ! [= لږ تم شئ] ما یو اور احساس کړ [ولید] ، ښايي څه سکروټې ترې راوړم …»   «…إِذْ قَالَ مُوسَى لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ…» [نمل۷(۲۷:۷)] «…[در یاد کړ] هغه مهال چې موسی [د بیدیا په تیاره او سړتیا کې] خپل کهول ته وویل: زه [په رښتیا، نه خیالي] د یو [خوښمن] اور وینم [احساس کوم]، [دلته لږ تم شئ، ځم او] ژر به کوم خبر [د لارې په ټاکنه کې]  راوړم…»«…وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ…» [قصص۲۹(۲۸:۲۹)] «… او [د خپلواک ژوند د تشکیل لپاره] خپلې کورنۍ ته يې د شپې حرکت ورکړ، [د لارې په منځ کې، د بیدیا په تیاره او سړتیا کې] د طور [غره] له لور يې، یو [خوښمن] اور احساس کړ؛ خپلې کورنۍ ته يې وویل: لږ تم شئ، زه یو اور احساسوم، ښايي له هغه تاسو ته کوم خبر راوړم…. » همدا راز لکه څنګه چې مخکې مو ورته نغوته کړې ده؛ له دې لامله چې د بدن پوټکی يې د حیواناتو پر خلاف [چې د هغوی پوټکی د وړيو او ویښتو په منځ کې پټ دي] ښکاره او څرګند دی، «بشـر» نومول شوی دی [بشـره = د بدن پوټکی] په قرآن کې هغه مهال چې د انسان جسم او خارجي بڼه تر نظر لاندې وي همدا لفظ کارول کېږي. او یا چون له عیب او نقص څخه بېل او مبرا پنځول شوی او ذاتاً له ناپاکیو او ناولتوبه سپېڅلی او مبرا دی «بریه» يې نومولی دی.خو په دې اړه چې ولې «ناس» نومول شوی دی، مفسرین او لغتپوهان د هغه د تسميي د وجهې او لغوي ریښې په پیدا کولو کې په زیات اختلاف دوڅار شوي دي. د مجمع البیان مفسر او همدا راز د مجمع البحرین لغتنامې د ناس او انسان دوه کلیمې یو شان ګڼلي دي او اصل يې له «اناس» انګېري چې همزه يې د ډېر استعمال له کبله ساقطه شوې ده. بصـریونو هم دا کلیمه د «انسان» په څېر د «اَنَسَ» له رېښې اخېستلې ګڼلی چې ددې موجود هماغه انس او الفت او آشنا کېدل رسوي. خو کوفیونو د ناس کلیمه د «نَسَیَ» له ریښې ګڼلې چې له «نسیان» سره له یوې کورنۍ ده. په دې صورت کې بـاید د هېرولو او غفلت مفهوم ددې موجود په اړه تر نظر لاندې ونېول شي.خو د «ناس» ریښه يي معنا او د نوم ایښوولو د لامل او د «انس» او «انسان» سره يې د اختلاف د پیژندلو لپاره مطمئن ترینه، خـوندي او ډاډه لار پخپله قرآن او دې کلیمو پورې اړوندو آیتونو کې تدبر دی. له، بل لورې پوهيږو د قرآني کلیمو د پوهیدلو او پېژندلو لپاره یوه له طریقو، د هغوی متضادو او متقابلو یا مترادفو کلیمو ته مراجعه کول دي، مثلاً شکر د کفر په مقابل کې، «بر» د «اثم» پر وړاندې، «تقوی» د «فجور» (یا عدوان) په مقابل کې او … په همدې طریقه وینو چې د «انس» د کلیمې پر وړاندې په ټوله کې [۱۴ځلې] د «جن» کلیمه کارول شوې ده او د «انسان» د کلیمې په مقابل کې د «جان» کلیمه، او همدا راز د «ناس» د کلیمې په مقابل کې «جنّه».داسې برېښي چې که د جن، جانّ او جنّه توپیر ومومو، نو کولی شو له هغه د انس او انسان او ناس تر منځ د توپیر د پېژندنې لپاره د کونجي په توګه استفاده وکړو. دادی د پورتنیو درې ګونو کلیمو کارنځی د هغوی د متقابلو کلیمو سره په قرآن کې تر څېړنې لاندې نیسو. په زړه پورې لا دا چې هره یوه له دې کلیمو یوه له بلې سره پر تقابل سربېره په ځانګړې بڼه هم کارول شوي دي چې کېدی شي له هغوی څخه د کلیمې د لا دقیقې او جوتې معنا د پېژندلو لپار استفاده وشي.۱: جن او انس ـ د جن د کلیمې عمومي او ریښه يي معنا د هغې په ټولو مشتقونو او د کارونې په کارنځایونو کې د هغوی یو ډول پټوالی او مستوروالی دی [لکه: جنین، جنت، مجنون، جنّه او…] دا کلیمه نه یوازې په اسمي حالت کې، بلکې په فعلي حالت کې هم د همدې مفهوم لرونکې ده. لکه ددې آیة په څېر: «…فلما جنّ علیه اللیل…» [… هغه مهال چې شپې پر هغې پټ کړل …]. پر دې بنا د شپې تیاره لکه د پر دې په څېر ده چې څیزونه مستور او مخفي [جن] کوي.په مقابل جهت کې، د «انس» کلیمه هغه مهال چې د فعل په بڼه کارول کېږي، د لیدلو او اورېدلو او احساس او ادراک کولو معنا ورکوي چې په بشپړه توګه د پټوالي، مستور او مخفي توب مخالف دی.لکه: «… إِنِّي آنَسْتُ نَارًا …» [طه۱۰(۲۰:۱۰)] ، [نمل۷(۲۷:۷)]، [قصص۲۹(۲۸:۲۹)]    [… زه یو اور وینم او د هغه احساس کوم…] او یا: «… فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ…»[نساء۶(۴:۶)]. [که په هغوی (صغیرو یتیمانو) کې مو رشد [یا وده] احساس کړه، یعنې د هغوی بلوغ مو د هغوی له خبرو وموند او د هغوی په حرکتونو کې مو ننداره کړ، د هغوی ټول مالونه ورته بېرته مسترد او ورستانه کړئ …]. پر دې ترتیب کولی شو ووايي؛ بني آدم د هغه د ښکاره او څرګندوالي له لامله [د جن پر خلاف] او یا د هغه د پنځګونو حواسو له لامله چې د هغه د احساس او ادراک وسیلې دي، «انس» نومولی.۲. جان او انسان ـ د «جان» کلیمه په دوو آیتونو کې د «انسان» په مقابل کې ځای لري . « خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ وَ خَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ» [رحمن۱۴(۵۵:۱۴) او ۱۵] انسان يې [په کوزه ګرۍ او خاورین لوښو جوړونه کې کارېدونکي] کودړو په څېر له وچې خټې څخه وپنځوه، او جن يې د اور له ګډولې [او ترکیبه] [ = خالصه انرژي – بې لوګي اور]. «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ» [حجر۲۶(۱۵:۲۶) او ۲۷]. او په جوته توګه موږ انسان له بوی ناکې تورې خټې [= لجن] وپنځوه. او جن [= ناپېژندل شوې انرژي/ ابلیس] مو له مخکې [= ستاسو له پنځونې مخکې] له بې لوګي اوره [= خالصې انرژۍ] وپنځوه. او په دریو آیتونو کې د «انس» په مقابل کې چې هر یو خپل خاص مفهوم لري. «لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ » [رحمن۵۶(۵۵:۵۶) او۷۴] په هاغو [باغونو] کې د حیاناکو سترګو والا [= پاک لمني] حضور لري چې مخکې له هغې د هيڅ انس او جن [= آشنا او ناپېژاندي] لاس هغوی ته نه دی رسېدلی؛ ـ «فَيَوْمَئِذٍ لَا يُسْأَلُ عَنْ ذَنْبِهِ إِنْسٌ وَ لَا جَانٌّ» [رحمن۳۹(۵۵:۳۹)] نو په هاغې ورځ کې له هيڅ یو انس او جن څخه د هغې د ګناه پوښتنه نه کېږي.د «انس» معنا مو مخکې وپېژنده، خو د «انسان» معنا له نورو آیتونو څخه چې د «جان» کلیمه په مستقله توګه کارول شوې ده، کولی شو وپېژنو. پوهېږو د «جان» کلیمه په دوو آیتونو کې پر یو ډول وحشتناک، بوږنوړی او سونځ حیوان [«مار»] اطلاق شوی دی «… فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَ لَمْ يُعَقِّبْ …» [ نمل۱۰(۲۷:۱۰) او قصص۳۱(۲۸:۳۱)]. «…نو همدا چې موسی ولیدل [کونټۍ] يې د مار په څېر خوځېږي، مخ پر څټ په تېښته شو او شاته يې هم و نه کتل….» نو د «جان» د کلیمې په مفهوم کې یو ډول نا آشنايي او ډار او وحشت او تېښته او فرار شتون لري، په داسې حال کې چې د انسان کلیمه [د اَنَسَ له ریښې] د انس او الفت او پیوند څرګندونه او تداعي کوي.۳. جنّه او ناس ـ دا دوه کلیمې د «ناس» سورة پر آخرین آیة [من الجنّة و الناس] سربېره، دوه ځلې نور هم په قرآن کې په متقابله بڼه کارول شوي دي: «…لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ».[هود۱۱۹(۱۱:۱۱۹)]، [سجده۱۳(۳۲:۱۳)] «… ددې لپاره چې دوزخ به د جن او انس [=ستاسو له ناپېژاندو او آشنایانو] ټولو [بې لارو شوو] ډک کړم.» خو د «جنّه» کلیمه سربیره پر هاغه چې له لیده پټ موجود ترې پوهېدل کېږي، په ۵ موردونو کې هم د لېونتوب او پرېشانۍ او جنون معنا ورکوي. او دا هاغه تور دی چې کافرانو پر رسول اکرم(ص) لګوه:«أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ…» [مؤمنون۷۰(۲۳:۷۰)] «یا وايي هغه جن وهلی [=لېونی] شوی دی؟ …» ، «…أَمْ بِهِ جِنَّةٌ…» [سبأ۸(۳۴:۸)]«… یا به هم لیونتوب وهلی وي!؟…»، «… مَا بِصَاحِبِهِمْ مِنْ جِنَّةٍ…» [اعراف۱۸۴(۷:۱۸۴)] «…دهغوی په هم ناستي کې د لېونتوب هیڅ اغېز شتون نلري…»، «…مَابِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ…» [سبأ۴۶(۳۴:۴۶)] «… ستاسو همدم ملګری جن وهلی [=باګساری] نه دی…»، «إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ…» [مؤمنون۲۵(۲۳:۲۵)] «هغه له یو جن وهلي سړي پرته نور څه نه دی…».په دې ترتیب کولی شو ووایو چې د «جِنّة» په کلیمه کې یو ډول له حقیقتونو څخه د پټوالي، پرېشانۍ، او باګسارۍ مفهوم نغښتی دی. د لېونتوب او پرېشانۍ د مفهوم مقابله نقطه کې، هوښیاري او عقل او ادراک او اندنه او تدبیر دی. پر دې بنا له «ناس» سره د «جِنّة» تقابل ته له پاملرنې سره پوهېږو چې بني آدم ته له دې لامله «ناس» وايي چې د تفکر او تعقل استعداد لري.لکه څنګه چې ډیریو له لغت پوهانو ویلي د ناس کلیمه که د (نَوَسَ) له رېښې اخېستل شوي وي، [په المعجم المفهرس او د قرآن قاموس کې يې هم په همدې ردیف کې ځای نېولی]، او ددې لغت اصلي مفهوم ، نوسان او تردد او هڅه او تلاش، تحرک او خوځښت دی، د «ناس» سره د «جن» تقابل ته له پاملرنې سره کېدی شي دا ډول نتیجه واخېستل شي [واللّه اعلم] چې آدمي داسې یو موجود دی چې د اند او تفکر او تعقل د ځواک او هاغه استعداد چې د عالم د پالونکي څښتن د «اسماء» د شناخت او پېژندلو لپاره د هغه په بنسټ او خټه کې يې امانت ایښی، هڅه او تلاش او منډې ترړې  څیړنه او پلټنه او پېژندنه پیل کوي او پل په پل، ګام په ګام د اسماء د آګاهۍ او پېژندنې او پالونکي څښتن ته د نژدېوالي پر لور اوچتو علمي پوړونو ته رسېږي. یو ځل بیا دا نکته تر پاملرنې لاندې نیسو چې قرآن د خدای تعالی له نوم (بسم اللّه…) سره پیل کېږي او د ناس له کلیمې سره پای ته رسېږي. ددې کتاب یو لور ته د ټولو ارزښتونو او اسمائو سرچینه برېښي او د هغه بل لور ته د یو موجود هاغه تنده او استعداد دی چې د تفکر او اندنې او تعقل او هڅې، تدبر او تدبیر پر ځواک باید خپل ځان ژوندبښونکي سرچینې ته ورسوي. ددغې لارې د وهلو او د هغې له راز راز خطرونو څخه د بچ کېدو او د ځان د سلامتۍ لپاره، خدای تعالی توصیه کړې چې له ډول ډول شرونو څخه، د هغه د «ربوبیت»، «مالکیت» او «الوهیت» وُرشو او دامان ته پناه یوسو. دادی موږ یو او د هغه پر لور پر لارې یون کوو.بني آدم د یو عمر هڅو او تلاش او تحرک او بې قرارۍ او اضطراب په پایله کې، بالاخره له خپل تفکر او اندنې او تعقل او تدبیر سره په کوم یو پوړ او پناه ځای کې کولی شي سوکالۍ، آرام او قرار ته ورسېږي؟ فرعون چې خپل ځان يې «رب الاعلی» انګېره آیا هغه دا آرامش، سوکالي او هوساینه ساتلی شوه یا «رب الناس»؟ سلطانان او پادشاهان او جباران چې خپل ځانونه د خلکو د مال او ځان مالکان ګڼي، آیا هغوی پناه ورکولی شي یا «ملک الناس»؟ آیا جوړشوي خدایان او بشـري بُتان او «الهه» او اصنام، پیران او قبرونه، بني آدم واقعي او رښتیني مینې او عشق او د زړه سُود، تسل او ډاډ ته رسولی شي یا «الهِ الناس»؟بني آدم له خپله اصله له لېري والي سره په دې نا آشنا او له تېري او داړنې څخه په ډکې تمدن والا دنیا کې، په کوم ځای کې کولی شي انس او الفت واخلي او له چا سره د زړه غم او د بېلتون درد ووايي؟ له احبار او رهبان او د دين او مذهب روحانیونو سره چې د خلکو د «رب» په مقام کې کېني یا «رب الناس»؟ «اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ…» [توبه۳۱(۹:۳۱)]  «هغوی خپل دیني عالمان او راهبان د الله پر ځای [لکه] د [داسې] اربابانو په توګه [چې د مطلقه ولایت لرونکي دي] ونېول….».بني آدم هېروونکی او د «نسیان» اهل دی او «ناس» نومول شوی چې ناشکره او غافل طبیعت يې څرګند شي. خو د خدای تعالی دا غوره مخلوق کوم څیز هیروي؟ آیا خوراک او څښاک هیروي [چې معمولاً نه هیرېږي] یا ورځ او ساعت او میاشتې دومره اهمیت درلودلی دی چې د ځانګړي خصلت په عنوان دې موجود پورې اړه ونیسي؟ یا د عادي نسیان څخه بر او اوچت کوم نسیان د خدای تعالی ددې مغرور مخلوق لمن نیولې ده؟حقیقت دادی چې غافل او ناشکره بنی آدم مهمترین څیز چې تل باید د هغه یادونه وکړي او ذکر يې کړي، هیروي او له یاده يې وباسي، سره له دې چې خدای تعالی د خالق او پنځوونکي په توګه پېژني، خو د هغه په هماغه لومړۍ پنځونه کې خبره لنډوي او خلاصه کوي او د خپل ژوند پر شېبو د هاغه لایزال تدبیر او ربوبیت هیروي. سره ددې چې هغه د آسمانونو او ځمکې مالک ګڼي، خو سر د پادشاهانو او ملوکانو او د قدرت او ځواک او ثروت د اربابانو پر درشل ټیټوي او هغوی د ځان او مال د مالکانو په توګه پېژني …او بالاخره سره له دې چې هغه په خبرو او ادعاګانو کې د ټول عالم او کایناتو خدای ګڼي، خو عملا نور خدایګان او خدایګوټي نمانځي او د هغوی په دروغجنو درشلونو کې د هغوی حمد او ثنا وايي او په غوړه مالۍ يې ستاینه کوي. په دې ترتیب هاغه څه چې هیروي اود «ناس» عنوان ورته اړين کوي، همدا د خپل خالق ربوبیت، ملوکیت او الوهیت يې دی. داسې هېرونه او نسیان چې د پالونکي څښتن له یاده په خالي سینو کې د وسوسو اود جني او انسي خنّاسانو د حضور ځمکه او ډګر دی. نوهمدا لامل دی چې ددې مزمنې او وژونکي بیمارۍ د درمل لپاره باید خپل لومړني فطرت ته ورستون شي او هاغه پالونکي څښتن ته له پناه وړلو سره چې د خلکو رب، ملِک او اِله دی، خپل ځان د هغه د لطف او کرم په ورشو کې وساتي.کوم شر چې د انسان له دننه راولاړېږي، له هاغې اغېزمننې او انفعاله اوچتیږي چې د جن او انس خنّاسانو د وسوسو په مقابل کې يې له ځانه څرګندوي. لکه څنګه چې راز راز میکروبونه زموږ په چاپیریال فضا کې خپاره دي، خو یوازې هاغه مهال ناروغېږو چې د اروايي ستړیا، کمخوبۍ، بد هضمۍ او ددې په څېر د نورو له لامله په ضعف او د دفاعي ځواک په لږوالي اخته شوي اوسو، شیطاني وسوسې او تحریکونه او پارونې او تلقینونه د ټولو لپاره، حتا د خدای تعالی د غوره شوو پیغمبرانو لپاره شتون درلولی، خو هغوی د ایمان او ارادې په ځواک شیطان ته ډګر نه ورکاوه.«وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ…» [حج۵۲(۲۲:۵۲)] او موږ تر تا مخکې هيڅ استازی او نبي داسې نه دی لېږلی، مګر دا چې هر مهال يې د کومې هیلې او ارمان اراده کوله [چې خلک د هدایت په لارلیک کې یو پل مخکې بوزي]، شیطان د هغه په ارمان [= د رسالت موخې] کې [د شک او تردید] القاء اچوله.  داسې ښکاري چې د آدمي په روح کې د شرک او کفر او نفاق د نفوذ او ودې لپاره مساعده او مناسبه ځمکه او ډګر، هماغه انحراف او کوږوالی وي چې ددې سورة په پیل کې د خدای تعالی د ربوبیت، ملوکیت او الوهیت ته د توضیح په ترڅ کې  ورته اشاره شوې ده. په داسې ډول چې د بني آدم د سلامتۍ یا روحي بیمارۍ میزان، سره له دې چې پر «الله» او د هغه پر خالقیت هم معتقد وي، کېدی شي د هماغو دریو بنسټونو: رب، ملک او اله په نسبت د هغوی د انګېرنې او تعبیر یوه تابع وګڼل شي. قرآن په ډېره ښه توګه څرګندوي چې څه ډول انسانان د الله پر ځای نور شریکان خپل «رب»، «ملک» او «اله» نیسـي او د هغوی په دُرشل کې د تسلیم، تعبد او بنده ګۍ سر ټيټوي. چې ښه ساری يې د فرعون آل او پیروان دي.چې د تاریخ د هاغه ستر مستکبر ادعا يې ومنله او باور يې کړه او د هغه تعبد او بنده ګي يې وکړه:
  «فَحَشَـرَ فَنَادَى. فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلی [نازعات۲۳ (۷۹:۲۳) او ۲۴] «فرعون خلک راټول کړل او آواز يې وکړ چې زه ستاسو ستر رب یم».د «ملوکیت» په اړه: «وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْـرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي ….» [زخرف۵۱(۴۳:۵۱)] «او [له بل لورې] فرعون د خپل قوم په منځ کې [له فریبګرو تبلیغاتو سره] چیغه کړه چې: ای زما قومه! آیا د مصـر واکمني [=مالکیت او سلطنت] او دا نهرونه [لـه نیله رابېلې شوې څانګې] چې زما تر اختیار لاندې بهیږي، زما نه دي؟…» «الوهیت» په اړه: «وَ قَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلـَهٍ غَيْرِي…» [قصص۳۸ (۲۸:۳۸)] «فرعون وویل ای د سروالو ډلې، زه لـه خپل ځان پرته تاسو لپاره کوم خدای نه پېژنم…».«قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَـهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ» [شعراء۲۹(۲۶:۲۹)] «ويې ویل که غیر له ما کوم بل خدای ونيسې هرومرو به تا له زندانیانو کړم».کېدی شي پورتني آیتونه ذهن ته داسې یو تصور القاء کړي چې فرعون د خدايي او خالقیت ادعا کوله، په داسې حال چې په هیڅ ډول داسې نه ده او مقصد يې د خلکو له «رب» یا «اله» څخه په پورتنیو آیتونو کې، هماغه څیز دی چې ددې کلیمو له لغوي معنا څخه راوځي، یعنې زه ستاسو سرور او د اختیار خاوند او ارباب او ستاسو لوی يم او باید زما په نسبت د میني، زړه بایلنې او د زړه راضي والي حالت ولرئ. اصلاً پر فرعون د درباریانو نیوکه په دې کې وه چې ولې دې موسی او د هغه قوم آزاد پرېښی چې په هیواد کې فساد وکړي او تا او ستا خدای نالیدلي ونیسـي.  «وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ…» [اعراف۱۲۷(۷:۱۲۷)] «او د فرعون د قوم سروالو وویل: آیا موسی او قوم يې [د هغوی  غورځنګ ته له پاملرنې پرته] پرېږدې چې په دې هیواد کې فساد [=دحاکم نظم پر خلاف؛ عمل] وکړي او [موسی] تا او خدایان دې پرېږدي؟ …» لـه دې خبرې معلومیږي چې فرعون پخپله د یوه الهه نمانځونکی وو او خلکو فرعون، «اله» د خالق په معنا نه پېژاند او یوازې د هغه د حکمونو او امرونو پلیونان ول، د هغه د فکري خط په نسبت يې د تعبد او تسلیم حالت درلود او د هغه «امامت» او دیني او سیاسي ولایت، پالنې او روزنې ته يې غاړه ایښې وه. د «اله» معنا همدا ده چې انسان د یو څیز په نسبت عاشق او زړه بایلودی وي.«وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنْصَـرُونَ» [قصص۴۱(۲۸:۴۱)]  او هغوی [فرعونیان] مو سرلاري وګرځول چې [خپل پلیونان يې د نېمکرغۍ پر ځای] د اور لور ته بلل او د قیامت پر ورځ به مرسته ورسره ونشـي.  لکه څنګه چې قرآن د اشخاصو لپاره له خپل ځانه راضي والی او د نفس له هوا څخه پلیوني «د نفس نمانځنه» او اله ګرځونه نومولې ده:  «أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَى عِلْمٍ …» [جاثیه۲۳(۴۵:۲۳)] [له سرلیک سره د عمل اړیکي ته له پاملرنې سره] آیا هغوی ته دې پاملرنه کړې چې د خپل نفس هوا یې خپل معبود نېولی دی او خدای هم هغه، له علم سره [سره چې لري]، لارورکۍ ته سپارلي.حضـرت یعقوب(ع) د مرګ پر مهال لـه خپلو زامنو پوښتنه کوي چې لـه ما وروسته به د څه څیز عبادت کوئ؟ [ما تعبدون من بعدی]، له هاغه شناخت او انتظاره چې د داسې پیغمبر له کهولـه شونی دی ولرل شي، داسې نه بریښي چې د هاغه حضـرت اندېښنه دې د عام شوو بتانو د عبادت په نسبت وي، بلکې ډېری هماغه د عبادت حقیقي معنا يې تر نظر لاندې ده چې غالباً پر الله له اعتقاد سره مل، بېلو شریکانو پورې اړه نیسـي. او ددوی سپېڅلو روزل شوو زامنو ځواب هم له دې پرته نه وو چې:  «…ستا خدای او ستا د پلرونو، ابراهیم او اسماعیل او اسحاق، واحد خدای نمانځو او هغه ته تسلیم یو:«…نَعْبُدُ إِلَهَكَ وَإِلَـهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ» [بقره۱۳۳(۲:۱۳۳)] خو ډیری د خدای بندګان، له «الله» پرته نور کسان الهه نیسـي. نه دا چې په رښتیا پر هغوې عاشقان او زړه بایلودي وي، بلکې د همدې لپاره چې تکیه ځای او ملاتړ او د یو عزت لاسوند يې موندلی وي: «وَاتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لِيَكُونُوا لَهُمْ عِزًّا. كَلَّا سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدًّا» [مریم۸۱(۱۹:۸۱) او ۸۲]. او [منکرانو] د الله پر ځای، معبودان ونیول چې د عزت لامل يې وي [= د روزګار په پېښو کې يې ملاتړ وي]. هېڅكله [داسې نه ده]! ډېر ژر به [په قیامت کې د هاغو معبودانو] د نمانځنې [له اغېزمنوالي] هغوی منکر شي او ددوی پر ضدّ به شي.دادی ددې لپـاره چې په دریو موضوعګانو: ربوبیت، ملوکیت او الوهیت کې په بهتره توګه د انسان د انحراف پر ډوګرونو پوه شو، د قرآن هدایت ته زړه سپارو او سربېره پر هاغه څه چې د فرعون په اړه ویل شوي، نور آیتونه هم تر پاملرنې لاندې نیسو:هاغه څه چې فرعون انکار ترې کاوه، د خدای شتون نه بلکې، د هغه ربوبیت او تدبیر د خلکو د اختیار د خاوند او سرور په عنوان وو له همدې لامله يې هم له موسی او هارون (علیهما السلام) څخه پوښتنه کوله: «ستاسو رب څوک دی؟» «قال فمن ربکما یا موسی» [طه۴۹(۲۰:۴۹)] او اصلاً د عالمیانو پالونکی څښتن څه څیز دی؟ «و قال فرعون و ما رب العالمین» او د موسی(ع) ځواب هم عمدتاً د هماغه خدای د ربوبیت نقش وو چې هغه يې د خالق او پنځګر په توګه پېژانده.د اسلام پیغمبر هم د هاغو مشرکینو په مقابل کې چې پر الله له اعتقاد سره، د هغه له ربوبیته منکرېدل، فرمايي: « قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ …» [انعام۱۶۴(۶:۱۶۴)]. «ووایه: آیا له «الله» پرته بل «رب» [= خپل خاوند، سرور او ارباب] اختیار کړم، حال دا چې هغه د ټولو څیزونو «ربّ» [=داختیار خاوند او چلوونکی] دی….»انسانان سره له دې چې په دنیا کې ډول ډول اربابانو ته پناهنده کېږي، خو د قیامت په ورځ به له همغوی سره جګړه او دښمني کوي، چې هغوی يې په ربوبیت کې له خدای تعالی سره برابر ګرځولي ول:«قَالُوا وَهُمْ فِيهَا يَخْتَصِمُونَ. تَاللَّهِ إِنْ كُنَّا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ. إِذْ نُسَوِّيكُمْ بِرَبِّ الْعَالَمِينَ. وَمَا أَضَلَّنَا إِلَّا الْمُجْرِمُونَ.» [شعراء۹۶(۲۶:۹۶) تر ۹۹].هلته، په داسې حال کې چې یو بل مقصّـر ګڼي، وايي: په خدای سوګند چې په څرګندې بیلارۍ کې ولو. هغه مهال چې تاسو [د زر او زور او تزویر اربابان] مو [عملاً] له رب العالمین سره برابر ګڼلئ،  موږ له مجرمانو [= له خدای او خلکو بېل شوي/ باطلو اربابانو] پرته بل چا بېلارې نه کړو [= زموږ د بدمرغۍ لامل هغوی ول، نه موږ پخپله].هاغه موردونه چې بني آدم د «رب» په نېولو کې په لارورکۍ اخته کېږي په لاندې توګه يې په لنډ ډول ذکر کوو:–  ښايي [په انحرافي حالت کې] د «رب» د اطلاق تر ټولو ډېر موردونه پادشاهـانو او امراء او ملوک ته اړوند وي چې تر واکمنۍ او حکومت لاندې خلکو او پرګنو، د اختیار خاونـدان، سروران او اربابـان ګڼل کېدل. د یوسف سورة له دې لیده ډېرې زیاتې نغوتې لري: «يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ» [یوسف۳۹ (۱۲:۳۹)] . ای دوه زنداني ملګرو! آيا خپاره واره [او ګڼ شمېر دنیائي پالونکي او] اربابان غوره دي يا [په ټوله هستۍ برلاسی] يو زورور [اوځواکمن] “الله” ؟!«يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا …» [یوسف۴۱(۱۲:۴۱)]. «[دادی] ای زما د زندان دوو ملګرو! یو به له تاسې  [آزاد او] او د خپل څښتن [= فرعون] د شرابو ساقي به شي….».«وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِنْهُمَا اذْكُرْنِي عِنْدَ رَبِّكَ فَأَنْسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ…» [یوسف۴۲(۱۲:۴۲)]. «يوسف له هغو دوو يوه ته، چې د خوشې كېدو ګومان پرې وو، وويل:  خپل خاوند [= فرعون] ته دې زما [د بې دلیله زندانې توب] يادونه وكړه. خو[د دربار د بزم او شراب خوړلو مجلسونو کې د بوختیا له امله] شيطان دغه يادول ترې هېر كړل…».«وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِـهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ…» [یوسف۵۰(۱۲:۵۰)]. «او پاچا [د خوب د تأویل له اوریدلو وروسته] وويل : ما ته یې راولئ ! خو کوم مهال چې[دیوسف خوا ته د پاچا] استازى ورغى، [يوسف ورته] وويل: خپل ارباب ته دې ورستون شه….». هیروونکي بشـر نه یوازې ځواکمن واکمنان، بلکې د دین او مذهب متولیان او چارسمبالي يې هم د خدای پر ځای ارباب نېولي دي: «قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ … وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِـنْ دُونِ اللَّهِ…» [آل عمران۶۴(۳:۶۴)].ووایه: ای کتابوالو … او ځېنې له موږ [آدمیانو] ځېنې نور د خدای پر ځای ارباب [= د اختیار خاوند] و نه نیسو….».«اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ …» [توبه۳۱(۹:۳۱)]. «هغوی خپل دیني عالمان او راهبان د الله پر ځای [لکه] د [داسې] اربابانو په توګه [چې د مطلقه ولایت لرونکي دي] ونېول….».«وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَنْ تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا…» [آل عمران۸۰(۳:۸۰)]. «خدای تاسو ته [هیڅکله] د پرښتو او پیغمبرانو د ارباب نېولو فرمان نه درکوي….»همدا راز د یوسف په سورة کې لکه څنګه چې د «رب» نوم په ډېرو ځایونو کې د مصـر پاچا ته، د هاغې اوېجې او هیواد د اختیار د څښتن او ستر په عنوان دلالت کوي. نور نومونه لکه سید، عزیز او مَلِک چې خدای تعالی ته ځانګړي دي هم هغه ته يې اړیکه نېولی ده، همدا راز په ۵۵ آیة کې د حفیظ او علیم نومونه د حضرت یوسف په اړه او په ۹۳ او ۹۶ د «بصیر» نوم د حضرت یعقوب په اړه کارول شوی دی.    په داسې ډول چې له ۱۱ موردونو څخه چې د ملک لفظ په قرآن کې کارول شوی ۵ مورده يې په همدې [د یوسف سورة] کې ځای لري. او حتا په یو آیت کې د مَلِک او ربّ هر دواړه کلیمې یو ځای په همدې معنا کارول شوي دي: «وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِـهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ…» [یوسف۵۰(۱۲:۵۰)]. «او پاچا [د خوب د تأویل له اوریدلو وروسته] وويل : ما ته یې راولئ ! خو کوم مهال چې[دیوسف لور ته د پاچا] استازى ورغى، [يوسف ورته] وويل: خپل ارباب ته دې ورستون شه….».په قرآن کریم کې د مَلِک عنوان هم د خدای تعالی لپاره کارول شوی هم د انسانانو لپاره، له دې توپیر سره چې د خدای تعالی په اړه له یوه داسې صفت لکه «ملک الحق» یا «ملک القدوس» سره مل شوی دی ددې لپاره چې هغه يې له دنیايي ملوک له ناپاکۍ او بطلان څخه بېل، خپلواک، سپېڅلی، بري او بې عیب معرفي کړی وي.حقیقت دادی چې هيڅ کوم ملوکیت د الله له ملوکیت پرته شتون نلري او آسمانونه او ځمکه د هغه دي. خو د حکیمانه مشیت او ارادې پر بنا د انسانانو د ابتلا او ازمېښت له کبله داسې امکان موقتاً ځېنو کسانو ته ورکوي یا له هغوی يې اخلي: «قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ…» [آل عمران۲۶(۳:۲۶)]. «ووایه: ای خدایا، ای د هستۍ واکمنه! مُلک [= واکمني او حکومت] چې هر چاته وغواړې [= د مقدر کړو نظامونو پر بنسټ] ورکوې او له هر چا چې وغواړې بېرته اخلې ….».کېدی شي ځېنو انبیائو لکه داؤد او سلیمان ته داسې یو ملک عنایت کړي، یا ستمګرو جبارانو ته چې پر دنیاپالو بېلارو او لارورکو خلکو واکمني کوي.[د حضـرت یوسف په اړه‎ چې وايي؛] «رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ…» [یوسف۱۰۱(۱۲:۱۰۱)]. «[پالونكيه] ربه ! تا ماته له واكمنۍ [یوه برخه] راكړه…» ـ[د حضـرت داؤد په اړه:] « قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ مِنْ بَعْدِي….»[ص۳۵(۳۸:۳۵)]. «ويې ويل : پالونكيه څښتنه! ما وبښه او داسې واکمني ما ته بخشش کړه چې له ما وروسته يې هيڅوک وړ نه وي…» «وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ» [ص۲۰(۳۸:۲۰)]. او د هغه واکمنۍ ته مو هم ټېکاو [= د ځواک دوام] ورکړ او هغه ته مو حکمت او [دخلکو په اختلاف کې] د نېاو په اړه مو د غوڅو پرېکړو هنر ورکړ. ـ[د بني اسرائيل په اړه] «… إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا …» [مائده۲۰(۵:۲۰)]. «…چې ستاسو په منځ کې يې [ستاسو د لارښوونې لپاره] پیغمبران وګومارل او تاسو يې [د اسارت او ذلت له دوران وروسته، د خپل هیواد او سرلیک حاکمان او] واکمنان وګومارلئ…» ـ[د آل ابراهیم په اړه] «…فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُمْ مُلْكًا عَظِيمًا» [نساء۵۴(۴:۵۴)]. په تحقیق موږ د ابراهیم آل [= هر دواړو د اسماعیل او اسحاق نسل]  ته کتاب او حکمت او [همدا راز] ستره واکمني ورکړه [او د اسلام پیغمبر هم له آل ابراهیم څخه دی].له «اله» څخه مقصد هاغه څیز دی چې انسان د هغه پر جلال او جمال عاشق شي، مین شي او د هغه د عظمت او ستروالي، برم او عزم په نسبت د زړه ورکونې او ځان بایلنې احساس کوي. لکه څنګه چې ډېری انسانان د ربوبیت او ملوکیت په ډګر او زمینه کې په «نسیان» [او هیرونې] اخته کېږي او د دنیوي اربابانو او ملکانو په کندو او ښویندځایونو کې غورځېږي، د الوهیت په زمینه او اړوند کې هم لکه د قدرت او ثروت د اربابانو د برم او جلال او جبروت په مقابل کې خپل ځان بایلي. سره له دې چې له خدایه انکار نکوي، خو عملاً بل «اله» ته بنده ګي کوي.کېدی شي دا «اله» فرعون وي یا پرښته او پیغمبران او یا د نفس هوا  «وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ…» [انبیاء۲۹(۲۱:۲۹)]. «او [که] څوک له هغوی ووايي [= ادعا وکړي] زه [هم] غیر له خدایه یو معبود یم….».   «لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ…» [مائده۷۳(۵:۷۳)] بې له شکه هاغو کسانو [هم] چې يې وویل: اللّه له درې ګونیتوب څخه درېیم دی، کفر کړی. او له یو خدای پرته هيڅ معبود نشته، «أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ …» [فرقان۴۳(۲۵:۴۳)] آیا هاغو کسانو ته دې، چې د خپل نفس هوا يې خپل خدای نېولی [= چلن يې د ځان پالنې او د نفس له لېوالتیا د پلیونۍ پر بنسټ دی] پاملرنه کړې؟  په هر حال کې توپیر نکوي، که قرار پر دې وي چې «اللّه» یوازې یوه مقدسه کلیمه او لفظ وي او الوهیت عملاً او پخپله واقعي معنا او مفهوم باطلو اربابانو ته اړیکه ونیسي، نشي کېدی د شرک په ډولونو کې کوم توپیر قائل شو بلکې د هغې ټول ډولونه، که څه هم لکه تثلیث ته د قائلینو په څېر د ښه نیت له مخې وي، باطله او ورکه لار ده.او په دې توګه د توحیدي امت آخرینو پلیونانو او پیروانو که غوښتي وي، د الهي هدایت د کتاب له ختمولو وروسته، له دا راز کندو او ښویندځایونو څخه خوندي او مصئون وي، باید د «رب الناس»، «ملک الناس»، او «اله الناس» دُرشل ته پناه وړونکي شي.نو د پورتنیو تشریحاتو د لنډیز په توګه ویلی شو چې؛ د قدرت له نظره کېدی شي انسان، لـه خدای پرته، نورو قدرتونو ته هم تړاو ولري او د هغوی پر وړاندې د تعظیم سر ټيټ کړي. دا شرک دی او له خدایه لېرې کېدل.  همدا راز د ثروت په اړخ کې هم کېدی شي انسان خپل رزق او روزي او د ژوند تېرونې وسیلې او توکي د بل چا یا د نورو کسانو په لاس کې وویني. نه دا چې خدای نه مني، او لـه خدایه انکار وکړي، نه، خو د امېد سترګې د بل کس یا نورو کسانو د ورکړې لاس ته وګنډي؛ د ژوند او رزق په اړه هم هغه یا هغوی ته سترګې ولري، او لاس يې ورته نېولی وي. او دا د انحراف او کږېدنې بله پایه او کږلېچ دی. خو له قلبي جنبې او د هغه له اړیکو هم، چې عشق او فرهنګ او هنر او ددې په څېر څیزونه رانغاړي، له دې اړخه هم کېدی شي د انسان قلبي اړیکه د غیر له خدای سره وي.هر یو له درې واړو چې پورته مو وویل، کېدی شي د انحراف لامل وي. د قرآن په ګواهۍ، فرعون د هر دریو ادعا کوله. دا چې ویل يې: «…أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى» [نازعات۲۴(۷۹:۲۴)] «…زه ستاسو لوړ ربّ او تر ټولو اوچت خدای یم». د هغه مطلب له دې چې «ستاسو رب یم» دا نه وو چې ما تاسو خلق کړي او پنځولي یاست بلکې ویل يې زه ستاسو یوازینی ارباب یم او تاسو فقط باید زما خبره ومنئ او زما خبرې ته غوږ نېولي اوسئ؛ ستاسو د ټولنې ارباب زه یم. نو، فرعون د ربوبیت ادعا کوله. د هغه دویمه ادعا «ملوکیت» وو. «مَلِک» یعنې پادشاه او د مُلک خاوند. او مُلک یعنې سلطنت او د واکمنۍ اويجه او قلمرو. نو د فرعون دویمه ادعا دا وه چې ویل يې مُلک هم زما دی. ویل يې: «…قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْـرَ…» مګر د مصـر مُلک، د مصـر ځمکه، زما نه ده؟ «…وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي…» [زخرف۵۱(۴۳:۵۱)] مګر نباید د نیل رود او څانګې يې زما په فرمان وويشل شي؟ یعنې ددې اویجې او سبمې  اوبه کول او خړوبول زما په فرمان دي او زه امر او دستور ورکوم چې کوم ځای ته دې اوبه ورکړل شي او کوم ځای ته دې ورنکړل شي. نو هم يې د ملوکیت او هم يې د الوهیت ادعا درلوده، چې ومو ویل د خالقیت په معنا نه دی.یا هغه مهال چې د فرعون ساحرانو ایمان راوړ، وايي: «قَالَ لَئِنِ اتَّخَذْتَ إِلَهًا غَيْرِي لَأَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُونِينَ» [شعراء۲۹(۲۶:۲۹)]. که له ما پرته مو کوم «رب» او «اله» اختیار کړ، تاسو به بندیان کړم او سخته جزا به درکړم. نو، فرعون غوښتل هاغه درېواړه ساحې په خپل کنټرول او موټي کې ولري. او دا یې انګېرله او ویل یې: امر زما امر دی؛ ټول خلک باید زما د هوډ، ارادو او پتېیل شوو څخه پلیونې او پیروان اوسي. یوازې زه یم چې فرمان ورکوم. مالکیت زما دی او یوازې هاغه څوک چې تاسو ټول باید ورسره مینه ولرئ، زه یم. کله چې هغوی پر موسی ایمان راوړي، هغوی ته وايي: «…آمَنْتُمْ بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ…» [اعراف۱۲۳(۷:۱۲۳)] مخکې له دې چې زه اجازه درکړم پر هغه ایمان راوړئ؟! یعنې حتا ایمان، چې قلبي او د زړه چار دی، د هغه په اجازې پورې اړوند او تړلی وو! یعنې حتا ستاسو زړه هم ستاسو په خپل اختیار کې نه دی. په هر حال کې د انحراف او کږېدنې دا درې خطرونـه تل د انسان لپاره شتون لري. اوس، چې د قرآن په دې آخري سورة کې مو دا آګاهي پیدا کړې او غواړو خدای په آماني ورسره وکړو، خدای تعالی فرمايي د هغه دغو دریو ستایننومونو ته باید پناه یوسئ:لومړی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ. ووایه هغه زما ارباب دی او زه هغه ته پناه وړم. د ناس ارباب یعنې د ټولو انسانانو ارباب او د عالم د ټولو اندیالو ارباب. «انسان»، یعنې هغه موجود چې د اند خاوند دی، باید اند وکړي چې د هغه ارباب دا دنیايي اربابان نه دي او نشـي کېدلی اوسي.حضرت یوسف خپلو دوو زنـداني ملګرو ته وویل: «آیا مختلف اربابان بهتر دي یا پر ټولو مسلط او برلاسی یو خدای؟» «… أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ…»آیا خپاره او مختلف اربابان بهتر دي «…أَمِ اللّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ». یا هغه اللّه چې واحد دی او د هستۍ پر جهان برلاسی دی؟ [یوسف ۳۹ (۱۲:۳۹)] په دنیا کې تل له خدای تعالی پرته نور اربابان هم پیدا کېږي. دا اربابان هم کېدی شي قدرتمندان او سلاطین وي او هم روحانیون. دا سمه ده چې ربوبیت [ارباب او د اختیار خاوند توب] د ځواک او قدرت له درې ګونو څوکو څخه یوه ده، خو انسانانو عمدتاً د نورو دوو څوکو نماینده ګان هم د خپل «اربـاب» په توګه نېولي دي؛ قرآن د یهودیانو او مسیحیانو په اړه راوړي دي چې «خپل احبار او رهبان يې د خدای پر ځای «ارباب» نیولي دي»  قرآن د مسیحیانو په اړه فرمايي: «اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ…». [توبه۳۱(۹:۳۱)]. دوی د یو واحد خدای پر ځای، د خپل دین عالمان ارباب نېولي دي. څه ډول يې هغوی خپل اربابان نېولي دي؟ دا ډول چې؛ هغوی چې هر څه وايي؛ دوی يې دربست ټول مني د هغوی تقلید کوي، مقلدین ېي دي. د هغوی عالمانو د خدای حلال، حرام او د خدای حرام يې حلال کړي دي او دوی منلي دي او هر څه چې هغوی ویلي دي دوی سر ته رسولي دي. همدې ته «ربّ» وايي، یعنې د هغوی په خدايي نېول او اختیارول دي. یعنې هر څه چې هغه وویل دوی يې مني، چون ارباب يې دی. نو کېدی شي د دین عالمان هم په ربّ مبدل شي؛ لکه څنګه چې سلاطین د انسان ربّ شي. هر څیز کېدی شي د انسان ربّ وي. دا هماغه ستر انحراف دی چې انسان ددې پر ځای چې اللّه خپل «ربّ» ونیسـي، له هغه پرته نور په ربوبیت پیژني.هغه خبره چې حضـرت عیسی به تل ویله دا وه چې: «إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ…» [زخرف۶۴(۴۳:۶۴)]. یوازې هغه اللّه زما ارباب او ستاسو ارباب دی. «…فَاعْبُدُوهُ…» د هغه عبادت وکړئ «…هَذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ». [آلعمران۵۱(۳:۵۱)] دا لار نیغه او سمه ده. فرمایل يې؛ ولې ما پسې راغلي یاست؟ زه څه کاره یم؟ هر څه چې دی هغه دی. ستاسو ارباب او زموږ د ټولو ارباب هغه دی. که زه بیمارانو ته شفا ورکوم او مړي ژوندي کوم، دا داسې کار نه دی چې زما له لاسه وشي، یوازې هغه دی چې دا قدرت او ځواک ورکوي؛ او ماته يې هم دا ځواک راکړی دی، زما هر څه چې دي له هغه دي. إِنَّ اللَّهَ هُوَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ هغه الله چې قطعاً او یقیناً هم زما رب دی او هم ستاسو ربّ دی.  او داسې توجه په غیر له خدایه بل هر چا ته تر ټولو ستر انحراف دی چې د بشـر په تاریخ کې پېښ شوی دی.د حضـرت موسی په داستان کې هم وینو چې له فرعون سره د هغه ټول بحث د ربوبیت پر سر دی، نه الوهیت. تاسو وینئ پرله پسې فرعون ته وايي زه د «ربّ العالمین» له لور راغلی یم. او د هغه په ځواب کې چې پوښتي «ربّ العالمین» څوک دی، وايي ستا ربّ او ستا د پلرونو ربّ او ستا د نیکونو ربّ او زموږ د ټولو ربّ. او بیا فرعون وايي دا خبرې او مزخرفات څه دي چې وايي، موسی وايي؛ هغه د آسمانونو او ځمکې «ربّ» دی. بیا فرعون خپلو درباریانو ته وايي چې ووینئ دا سړی لګیا دی څه څیزونه وايي، موسی ورته وايي چې اللّه د مشـرق او مغرب ربّ دی. او هغه دی چې ټول څیزونه د هغه په اراده او مشیّت څرخي او عالم د هغه په اراده ولاړ دی؛ هر څیز د هغه له مشیته پیدا کېږي دا هماغه یو حالت دی چې څوک له اللّه سره واوسې او له هغه سره ژوند وکړې.کله چې موږ د چا په استخدام کې اوسو او رئیس ولرو، خپل ځان مکلف ګڼو چې ګهیځ د وخته کار ته حاضر شو او ناوخته نکړو ولې؟ چون ډارېږو تنخواه مو کمه نکړي یا له کاره مو ونباسي. ټول حواس مو هغه ته دي چې څه امر کوي او موږ څه کار باید وکړو؛ ښه، څه ډول دی حې موږ خپل رئیس او د دنیا ارباب ته، چې مثلاً په اداره یا کارخانه کې يې کار کوو، په بشپړه توګه پاملرنه لرو او مراقب یو چې په هر حال کې د هغه رضایت جلب کړو او تل توجه لرو چې د هغه په استخدام کې یو او هغه کولی شي هره شیبه چې وغواړي له کاره مو وباسي، یا موږ ته امتیاز راکړي، درجه مې ټیټه کړي، یا پورته مې یوسي؛ دا ټول د هغه په لاس کې دي. خو د جهان لپاره په کوم ارباب قائل نه یو؟ موږ له هر سیستم سره چې ژوند وکړو، بالاخره مافوق او یو رئیس منو او د هغه له غوښتنو سره سم عمل کوو، خو کله چې نوبت جهان ته رسېږي هغه له رئیس پرته ګڼو؟ البته همداسې او  په ژبه يې منو، خو عملاً داسې چلن کوو چې ګواکې هغه شتون نه لري. «رب الناس» یعنې همدا، یعنې بـاور ولرو چې انسانان یو رب لري او باید هغه ته پناه یوسي.د خدای تعالی په فرمان کې د اسلام پیغمبر ته هم د اهل کتاب سره د وحدت لپاره یو له دریو وړاندیز شوو شرطونو همدا، یو د بل ارباب نـه نېول دي [آل عمران۶۴(۳:۶۴)]. هیڅ یو مؤحّد مجاز نه دی پیغمبران او پرښتې خپل ارباب ونیسـي [آل عمران۸۰(۳:۸۰)]. «ربّیون»ـو [یا ربانیّونـو]  خدای تعالی د خپل واقعي ارباب په توګه پېژاند [مائده۴۴(۵:۴۴) او ۶۳(۵:۶۳)]، او پیغمبرانو خپلو پلیونانو او پیروانو ته ویل: تاسو پخپله د آسماني کتاب لـه تعلیم او تدریس سره ربّ پېژندی شئ [آل عمران۷۹(۳:۷۹)]. ومو ویل چې؛ له فرعون سره د موسی(ع) ټولې محاورې د ربوبیت پر سر وې، نه الوهیت [شعراء۲۳(۲۶:۲۳) تر ۲۸].همدا راز له ابراهیم(ع) سره د نمرود ټوله دښمني او دلیل راوړنه د ربوبیّت په اړه ول «أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ» [بقره۲۵۸(۲:۲۵۸)]. آیا [د] هاغه چا [ماجرا] ته دې پاملرنه کړې چې [د تکبَر او ځواک له دریځه] له ابراهیم سره يې د هغه د  پالونکي څښتن په انکار کې محاجّه [او استدلال] وکړ؟ سره له دې چې هغه ته واکمني خدای ورکړې وه! هغه مهال چې ابراهیم وویل: زما پالونکی څښتن هاغه څوک دی چې [پرله پسې] ژوند بښي او [د زوړتیا د قانون مطابق] مړه کوي يې. [نمرود] وویل: زه یم چې ژوندي کوم او مړه کوم! ابراهیم وویل: نو [چې داسې ده] خدای تعالی لمر له ختیزه راخېژوي، نو [که ته د هستۍ چلوونکی او واکمن يې] ته هغه له لوېدیزه راوخېژوه! نو [له دې استدلال سره] هغه چې انکار يې کړی وو [مات او] هک پک شو. او خدای ستمګر خلک [د نېمکرغۍ او بریالیتوب] موخې ته نه رسوي.  د شمېر له لیده د «ربّ» نوم د «الله» له نوم وروسته په یوازې توګه په قرآن کې د خدای تعالی د کارول شوو ټولو نومونو سره [پرته له الله] برابر دی؛ د «ربّ» نوم د رَبَبَ له رېښې [د اختیار خاوند او د اداره کوونکي ارباب په معنا]  ۹۸۰ ځلې، او د رَبَوَ له رېښې [د روزونکي، وده ورکوونکي او اوچتوونکي په معنا] ۲۰ځلې، په ټوله کې ۱۰۰۰ ځلې په قرآن کې تکرار شوی دی، په زړه پورې دا چې د «اللّه» نوم هيڅکله له ضمیر سره نه دی راغلی، خو د ربّ نوم [په ۹۷۰ موردونو کې چې خدای ته نسبت ورکول شوی] په ټوله کې له ضمیر سره یا د مضاف په بڼه راغلی دی. [لکه: رَبِّکُم، رَبِّ السَّمَواتِ وَالْاَرْض] او یوازې دوه ځلې له نورو صفتونو سره په ترکیب کې ذکر شوی دی [ربّ غفور، ربّ رحیم].ربوبیّت، لکه مدیریت، معلمي او مربي ګري دوه اړخیر چار دی او پر یو ډول دوه اړخیزي اړیکې او تبادلې دلالـت کوي، له دې کبله «ربّ» هيڅکله په خپلواکه بڼه له ضمیر یا مضاف پرته په قرآن کې نه دی راغلی. مشـرکین ددې مستقیمې او نېغې اړیکې له نفې کولو سره، واسطو او نورو عواملو ته متوسل کېدل او هغوی يې د خدای په نزد خپل شفیعان ګڼل.دویم: مَلِکِ النّاسِ. مَلِک هم د پادشاه په معنا دی او هم د مالِک په معنا. په واقعیت کې د دغو دوو معناو ټولګه ده. دا جهان د اختیار او واک یو خاوند لري؛ یو پادشاه لري؛ د هستۍ داسې پادشاه چې په هغې کې یوازې د هغه حکم او فرمان جاري او ساري دی. ټولو انسانانو، د خپل ژوند په دوران کې، د خپلې زمانې د پادشاه فرمان ته سترګې درلودې او لري. البته په هر ځای کې اړین نه دی نوم يې پادشاه وي؟ په هر نوم يې چې وبولي، موخه يې هغه څوک دی چې واکمن وي، ځواکمن وي، فعلاً سپور دی، پلی نه دی. ټول انسانان هغه ته ګوري چې څه فرمان هغوی ته ورکوي. خو خدای تعالی فرمايي فرمان د خدای فرمان دی؛ هغه د هستۍ پادشاه دی؛ یوازې هغه ته باید پناه یوړل شي، نه دغو دنیايي «مَلِک»ـانو ته.نو ملوکیت د توحید د مثلث له دریو ګوټونو څخه یو ګوټ دی. ددې کلیمې مشتقونه لکه: مَلِک [پادشاه، ټولواک]، مِلک، مُلک، مالک، ملائکه، او…  په ټوله کې ۲۰۶ ځلې په قرآن کې تکرار شوي دي چې د پام وړ شمېر دی، چې د خدای «مالک»ـوالی، د هستۍ د جهان په تصـرف، واکمنۍ او حکم چلَونه کې د هغه ځواک او قدرت څرګندوي. دا جملې چې د آسمانونو او ځمکې مُلک منحصـراً خدای ته اړوند دي [وَ لِلَّهِ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْاَرْضِ – لَهُ مُلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْاَرْضِ] ۲۲ ځلې په قرآن کې راغلي دي. همدا راز ټینګارونه لکه: بِیَدِهِ الْمُلک [ملک د هغه د قدرت په لاس کې دی]، وَلَمْ یَکُنْ لَهُ شَرِیکٌ فِی الْمُلْکِ [د هغه لپاره په مُلک کې شریک نشته] په دې توګه مطلقه توانايي او ځواکمني بیانوي. که هم یو چا له ملک څخه کومه برخه او سهم وړی وي او له هغه پر یوې برخې تصـرف او لاسرسی ولري، یو بخشش او لورونه ده چې خدای تعالی موقتاً په لنډمهالې توګه په اختیار کې ورکړې ده: «وَاللَّهُ یُؤْتِی مُلْکَهُ مَنْ یَشَاءُ» [او الله خپل ملک هر چا ته چې وغواړي – «د یو لړ نظامونو مطابق» – ورکوي]. دلته د مُلک معنا همدا واکمني، بولندويي او حکم چلونه ده.په قرآن کې خدای تعالی مَلِک هم نومول شوی دی، چې «د هستۍ د جهان د پادشاه یا ټولواک» مفهوم لري. هغه هم بې نهایت مقتدر مطلق پادشاه [مَلِیکٍ مُقْتَدِر]. خو له کومې چې د تاریخ په اوږدو کې معمولاً پادشاهان په ناحقه واک ته رسېدلي دي، هغه «مَلِکُ الحَقّ» نومول شـوی دی او له کومې چې ډیری وخت سلطانـان او واکمنان له واکه په نـاسمې ګټې اخېستو سره تورن، ناپاک او فاسد ول، خدای تعالی «مَلِکُ القُدُّوس» [بې نهایت پاک او سپېڅلی پادشاه] معرفي شوی دی. نو بې جهته نه دی چې د قرآن آخرین سورة داسې یو پادشاه ته له پناه وړلو سره نېکه پای او حُسن اختتام ومومي.هغه یوازې ملک الناس [د خلکو پادشاه او ټولواک] په دنیا کې نه دی، د جزا ورځ هم د هغه پر حکم او فرمان چلېږي او هغه «مالک یوم الدین» [د جزا د ورځې حکم کوونکی او نیاومن] دی. که په دنیا کې يې په لنډمهالي توګه په انتخاب کې، اختیار او اراده موږ ته عنایت کړې او بښلې ده، مطلقه ملوکیت يې په آخرت کې څرګندېږي. «لمن الملک الیوم لله الواحد القهار» [د نن ورځې مالکیت د چا دی؟ د برلاسي واحد خدای]. که څوک د ټولو څیزونو مطلق مالکیت د خدای په انحصار کې وګڼي او د قدرت او ثروت د اربابانو او دنیا پالو پانګوالو د اعتباري مالکیت لپاره اصالت قائل نه وي، د توحیدي مثلث په پېژندنه کې يې مهم ګام اوچت کړی دی.   دریم: إِلَهِ النَّاسِ. «إِلَه» هاغه څه چې انسان پرې مین او له ځانه پرې تېر شي. یعنې تر دې بریده له هغه سره مینه او محبت ولري. دا نه د قدرت د کچې پر بنسټ دی او نه د ثروت او پانګې پر بنیاد. دا د انسان د زړه قصه ده، د الله تر نامه لاندې. تر لاندې ټولګه يې هنر دی او علم دی او په ټولیزه توګه ټول هاغه څیزونه چې زموږ له روح سره اړیکه لري؛ ټول هغه څیزونه چې موږ يې نمانځنه او پالنه کوو او د هغه نمانځونکي یو.قرآن ددې شرکونو په ستاینه کې ذکر کړی دی او وايي: «ځېنې له خلکو د خدای پر ځای ورسره شریکان، ساري او مل نیسـي او هغوی لکه د خدای په څیر خوښوي او مینه ورسره کوي! خو هاغو کسانو چې [رښتینی] ایمان راوړی دی تر ټولو زیاته دوستي له خدای سره لري»وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللّهِ أَندَاداً  او له خلکو ځېنې کسان له الله پرته نور کسان بولي  يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ  او داسې محبت له هغوی سره کوي لکه څنګه چې باید له الله سره محبت وکړل شي. وروسته وايي وَالَّذِينَ آمَنُواْ أَشَدُّ حُبًّا لِّلّهِ [بقره۱۶۵(۲:۱۶۵)] او هاغه کسان چې مؤمنین دي له الله سره په شدت مینه کوي، نو واقعي مؤمن د الله په نسبت تر هر څه شدید عشق لري، مؤمن نشـي کولی له الله پرته په بل چا کې تم شي، دا که هر څوک وي؛ پیر وي، میر وي، امام وي یا امام زوی، یا که بل هر څوک وي یا هر څیز وي؛ مؤمن یوازې له خدای سره هاغه قلبي او احساسي تنګاتنګه اړیکه لري. نو، دا مورد هم یو له هاغو موردونو څخه دی چې شونی دی انسان منحرف او بېلارې شي.نو «اِلَه» یو لغت دی چې د هر هغه څه لپاره چې انسان يې د معبود په توګه نیسـي، که هغه حق وي یا باطل وي، استعمالېږي. خو «الله»، له معرفه الف او لام سره «الـه» [معبود]، له واحد خالق څخه یو تعریف دی چې د نمانځنې لپاره یوازینی وړ معبود ګڼل کېږي. د ټولو پیغمبرانو بلنه او د «شرک او توحید» په مبارزه کې اصلي مسئله د «ډېرو خدایانو» په مقابل کې «د یو خدای» تبلیغ دی. په الوهیت کې بله مهمه نکته، جامعیت او له هغه څخه د انحراف ډول ډول والی دی؛ د ځان پالو الهه د هغوی د خپل نفس هوا ده [فرقان۴۳(۲۵:۴۳) او جاثیه۲۳(۴۵:۲۳)]، د یو شمېر کسانو لپاره: خوسکی [طه۸۸(۲۰:۸۸)]، بُت [انبیاء۳۶ (۲۱:۳۶)]، پیغمبران [نحل۵۱(۱۶:۵۱) او مائده۷۳(۵:۷۳)] او نور مختلف ډولـه الهه ګانې وې او دي چې کولی شي د هنر، علم، ورزش په نومیالیو کې او هر هغه څه چې د انسان دزړه څښتن شي او هغه پر ځان مین کړي، څرګند شي.بشـري ټولنې هيڅکله له نمانځنې او پالنې خالي نه دي، اصلي ستونزه، په نمانځنه کې شراکت او له توحیده انحراف دی. داسې برېښي چې په خدای پیژندنې، اسلام پېژندنې یا قرآن پېژندنې کې هر راز څېړنه او تحقیق ددې مثلث لـه دقیقې او له ځیرنې پېژندنې پرته شونی نه دی او هيڅ یو ایمان به ددې مفهومونو معنايي اوېجې ته له تسلیم مخکې د قبلېدو وړ واقع نه شي. مخکې مو وویل؛ یوازې ددې منل چې جهان یو خدای لري او یا موږ یو خدای لرو، چې ټول جهان يې خلق کړی، موږ يې خلق کړي یو، دا دینداري او توحید نه دی. مهم لـه خدای سره ژوند کول دي؛ له خدای سره تنفس کول دي. هغه خپل ربّ او هم مَلِک او هم اله ګڼل دي، هغه هم د ژوند په ټولو شېبو کې، زموږ ټول څیزونه له هغه دي او د هغه دي. که یوه شیبه د هغه عنایت او لورونه نه وي، موږ هیڅ څیز نه یو. نو دا جوته ده چې هره شېبه یوه تازه پنځونه ده، یوه لحظه، یوه شېبه که په موږ کې د وینې جریان قطع شي، یا تنفس مو بند شي او ساه وانخلو ، په موږ کې هیڅ نه پاتې کېږي. د ژوند هره لحظه په واقعیت کې خلق کېدنه پنځېدنه او معجزه ده. نو داسې خدای ته، چې په هر درېواړو اړخونو کې زموږ خاوند دی پناه وړو. خو له څه؟  «مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ. الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ. مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ.»؛ مخکې مو ویلي ول چې د شرونو یو ډول دنننی دی؛ د هغه دنننی وسواس او دنننۍ وسوسه ګري ده. یعنې هاغه څیز چې انسان ته لمسون او وسوسه کوي. د انسان نفس دی چې هغه وسوسه کوي؛ هم پخپله خپل ځان وسوسه کوي، هم شیطان يې په وسوسه کې اچوي. آدم د دوو ځواکونو په منځ کې په کشمکش کې دی: عقل او احساس [یاغریزې]. د سړي عقل وايي چې مثلاً مکوه، سم چار نه دی، درست نه دی، ستا حق نه دی، خو نفس پرله پسې انسان ته وسوسه کوي او هغه تحریکوي چې هاغه څه چې عقل يې منع کوي سر ته ورسوي. او شیطان هم لمسونه کوي، نو انسان تل د دنننیو او بیروني وسوسو په نښه کې دی.دلته چې د «وَسْوَاسِ الْخَنَّاس» لفظونه استعمال شوي دي؛ د وسواس معنا ده په بېا بېا په ځلونو وسوسه اچووونکی، او د وسوسې معنا ده پرله پسې له داسې طریقې یا طریقو د چا په زړه کې کومه بده خبره اچول دي، چې د هغه چا په زړه کې چې هغه خبره اچول شوې وي دا محسوس نکړي چې وسوسه اچوونکي دده په زړه کې کومه بده کومه بده خبره اچولې ده. د وسواس [وسوسې] په لفظ کې پخپله د تکرار مفهوم نغښتی دی، لکه څنګه چې په زلزال [زلزله] کې د حرکت د تکرار مفهوم نغښتی دی. دا څرګنده ده چې انسان په یو ځل لمسونه نه غولېږي د هغه د غولولو لپاره پرله پسې کوښښ کول اړين دی، له همدې لامله دا ډول کوښښ ته وسوسه او کوښښ کوونکي ته وسواس ویل کېږي.د «خناس» لفظ له خنوس څخه دی چې معنا يې ده له ښکاره کېدو وروسته پټېدونکی یا له راتګ وروسته بېرته شا ته تلونکی، او چون خناس د مبالغې صیغه ده نو ځکه معنا يې ده؛ دا فعل په کثرت کوونکی، له دې څخه دا خبره څرګندېږي چې وسوسه اچووونکی د وسوسې اچولو لپاره په ځلونو ځلونو سړي ته راځي، او له دې سره چون خناس هم ورته ویل شوی نو دا مفهوم رسوي چې وسوسه اچوونکی په ځلونو پرله پسې وسوسه اچوي او شا ته ځي او بېا بېرته پرله پسې د وسوسې اچولو لپاره راستنېږي. په بله وینا یو ځل چې د وسوسې اچولو کوښښ يې ناکامېږي ځي او بېا بل ځل د همدې کوښښ لپاره دوه ځلي، درې ځلي او بیا بیا ځلې ځي راځي.  نو «خنّاس» هم هاغه څیز دی چې مخ ښکاره کوي او پټېږي، او دا کار په تکرار کوي. لیدلي به مو وي چې، د شپې په پیل کې، چې ستوري راوځي، هی سترګک وهي؛ ښکاره شي او پټ شي او بیا ښکاره شي او پټ شي او دا کار پرله پسې تکراروي، سړی ویني تل شته او نشته، شته او نشته. وسوسې هم همدا راز دي. تل شته او نشته. سړی نه پرېږدي، آرام او راحت يې نه پرېږدي. پرله پسې ځي او بېرته ستنېږي، افسـرده او ځپلي انسانان دا راز دي. یو لړ څیزونه چې خیال کوي ویني او هغه تل په وسوسو اخته وي. حالت دائمي او تلپاتې نه دی، خو مزمن دی.  د «خَنّاس» کلیمې د پوهېدو لپاره په قرآن کې له یوازیني بل مورده، چې دا کلیمه په [تکویر۱۵(۸۱:۱۵)] سورة کې راغلې ده، کېدی شي مرسته واخېستل شي: «فَلَا أُقْسِمُ بِالْخُنَّسِ. الْجَوَارِ الْكُنَّسِ.». د «جوار» کلیمه پر جریان او حرکت درلودلو، او د «کُنَّس» کلیمه پر پوښل شوي او پټ شوي دلالت کوي. ګواکې خنّاس د شیطان له تلپاتې وسوسه ګریو څخه وي چې منشأ او سرچینه يې ناڅرګنده ده او لکه د اعتیاد او روږدیتوب په څېر ځي او راځي او لاس نه اخلي [واللّه اعلم]. د هاغو کسانو حالت چې یو څیز ته وسواس او حساسیت ولري کېدی شي د شیطاني وسوسو د پوهېدو لپاره یو مثال وي.فرض کړئ یو چا له موږ سره تُندي او تیزي کړې ده، داسې خبره يې کړې ده چې پر موږ بده لګېدلې، خو موږ هوډ کړی غبرګون څرګند نکړو، خو آیا موږ همداسې پاتې کېږو، آیا وسوسې  مو پرېږدي. د شپې سړي ته خوب نه ورځي چې دا خبره مې اورېده ولې مې په همغه وخت کې ځواب نه دی ورکړی؛ هر څنګه چې کېږي باید ځواب يې ورکړم او باید غوږونه خلاص کړم او ښه په ادب يې کړم، چې بېا داسې جرئت ونکړي. ګهیځ یو ساعت مخکې سړی ویښېږي؛ تر ګهيځه سم خوب نه ورځي. ټول همدا يې په ذهن کې ګرځي. نه يې پرېږدي. همدې ته د «خنّاس» وسوسې وايي.د وسوسې فعل سربېره پر دې سورة، په دوو نورو سورتونو کې شیطان ته «فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ…» [اعراف۲۰(۷:۲۰)] او «فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ…» [طه۱۲۰(۲۰:۱۲۰)]، او د «ق» په سورة کې د انسان نفس ته نسبت ورکړل شوی دی «وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ…» [ق۱۶(۵۰:۱۶)]، چې البته دا هم د شیطان القاء ده نو کېدی شي وسوسه هم د انسان په نفس کې د شیطان سینګارونې او لمسونې او غولوونکې وعدې وګڼل شي چې هغه له توحیدي [مثلث: ربوبیّت، ملوکیّت، او الوهیّت] پناهځای څخه د دنیايي معبودانو، اربابانو او مالکانو لور ته سوق کوي.د «وسواس الخناس» د مطلب تر پوهېدو وروسته اوس په دې خبره غور کول اړين دي چې له دې شره د پناه غوښتلو مطلب څه دی؟ له دې څخه خو یو مطلب دادی چې د پناه غوښتلو والا پخپله ددې له شره د خدای دُرشل کې پناه غواړي، یعنې له دې شره چې هغه کله هم پخپل زړه کې وسوسه وانچوی. دویم مطلب دادی چې د الله په لار کې د بلنې او دعوت کوونکي پرخلاف که کوم څوک د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي او دا يې خپله دنده ګرځولي وي، د حق بلونکی د هغه له شره خدای ته پناه وړي، او د حق بلونکي ته نه ښايي چې هر وسوسه ګر پسې وګرځي او د خپلې بلنې دفاع وکړي بلکې دا بسنه کوي چې د وسوسه ګر د وسوسو له شره خدای ته پناه یوسې او خپله بلنه وغځوي او ادامه ورته ورکړي. په قرآن کې حق  ته د بلونکي په اړه راغلي دي «وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ» [اعراف۲۰۰(۷:۲۰۰) او فصلت۳۶(۴۱:۳۶)]   او هر مهال چې [له جاهلانو سره په مقابله کې] شیطاني لمسونه [د ورته مقابلې په توګه] پر تا غلبه وکړي، نو الله ته پناه یوسه چې بېشکه هغه پوه اورېدونکی دی. همدا راز ووینئ قرآن متقي انسانان څه ډول ستايي: «إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَواْ إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ…» پرهېزګاران هغه مهال چې وسوسه يې له سره ګردچاپېره طواف کوي مثلاً یو شیطاني تصمیم او ویلاړ يې په سر کې راګرځي، «…تَذَكَّرُواْ…» خدای ته پناه وړي او هغه یادوي او یو ذکر يې وايي او خدای ته پاملرنه کوي «…فَإِذَا هُم مُّبْصِـرُونَ.» [اعراف۲۰۱(۷:۲۰۱)] هاغه مهال ناببره بینا کېږي. وايي کله چې پرهېزګار مؤمن پسې وسوسه راځې، تل خپل ځان ته تلقین کوي او یوه خدایی، اخلاقي او دیني مسئله ځان ته رایادوي چې وسوسه يې له سره لاس واخلي. موږ د هاغه څیز له شره چې زمینه يې زموږ په دننه کې ده، خو بیروني عامل لري، چې هغه شیطان دی او تحریک کوي، لمسونه کوي؛ یعنې بیروني عامل چې وسوسه کوي او ناڅرګند دی، خنّاس دی او معلوم او ځانګړی نه دی، په څه ډول باید ترې خلاص شو. دا وسوسه ګر خارجي وجود نلري چې هغه ووینم او ووایم له ما لاس واخله او د خدای لپاره ما پرېږده. ناڅرګند دی؛ دنننی دی؛ پيچيده دی؛ ناببره څرګندېږي او د انسان زړه کې وسوسه اچوي:  الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ. هغه عامل چې د خلکو په سینو کې دی او هغوی ته وسوسه کوې.د صدر یا صدور اصطلاح، په ټولو۴۴ موردونو کې چې [مستقل یا له ضمیرونو سره] په قرآن کې راغلې ده، مجازي معنا لري او نشـي کېدی د هغه نسبت د سینې قفسې ته ورکړل شي. د انسان صدر، د هغه همدا روحي ظرفیت دی چې د قرآن په تعبیر، [ضیق صدر یا سِعه صدر] تنګ لیدی یا د پراخ لید لرونکی کېږي «أَلَمْ نَشْـرَحْ لَكَ صَدْرَكَ» [انشـراح۱(۹۴:۱)]، «وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ» [حجر۹۷(۱۵:۹۷)] او داسې نور موردونه، شفا مومي «…وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ» [توبه۱۴(۹:۱۴)]، «…وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ…» [یونس۵۷(۱۰:۵۷)]، او مرضونه لکه: ویره «لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِمْ مِنَ اللَّهِ…» [حشـر۱۳(۵۹:۱۳)]، کِبر «…أَتَاهُمْ إِنْ فِي صُدُورِهِمْ إِلَّا كِبْرٌ…»‌ [غافر۵۶(۴۰:۵۶)]، نیاز «…وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً…» [حشـر۹(۵۹:۹)]، پټچاري «وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُورُهُمْ وَمَا يُعْلِنُونَ» [نمل۷۴ (۲۷:۷۴)]، «يَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْيُنِ وَمَا تُخْفِي الصُّدُورُ» [غافر۱۹(۴۰:۱۹)] او داسې نور..، دښمني«وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ…» [اعراف۴۳(۷:۴۳)]، او شيطان پکې ننوځي «الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ» [ناس۵(۱۱۴:۵)]، خدای تعالی سینې ازمايي «…وَلِيَبْتَلِيَ اللَّهُ مَا فِي صُدُورِ…» [آل عمران۱۵۴(۳:۱۵۴)] او خپل آیتونه په هغې کې ننباسي «بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ …» [عنکبوت ۴۹ (۲۹:۴۹)] او …. په دې ترڅ کې ۱۲ ځلې په قرآن کې د سینو پر ذات د خدای پر علیم والي ټینګار شوی دی «…وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ». دا وسوسه څه ډول ده؟ کوم کسان وسوسه ګر دي؟  مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ. د جن او ناس له ډلې ګڼل کېږي. د آدمیانو اصلي نوم «ناس» دی، چې یوازې همدا د هغه د نورو نومونو [بنی آدم، بشـر، بریّه، انس او انسان] له مجموعې څخه کابو دوه برابره په قرآن کې تکرار شوی دی [کابو ۲۴۳ ځله]، ناس عام عنوان دی، لکه «مردم» په فارسي ژبه کې، یا «قوم» په عربي ژبه کې، یا «خلک او ولس» په پښتو ژبه کې. په قرآن کې ۱۹ ځلې د «یَا أیُّهَا النَّاس» خطاب راغلی دی. یعنې ای خلکو، چې په مجموع کې عرب، عجم، ترک او فارس، افغان او هندي او شرقي او غربي …. ټول رانغاړي. «ناس» له «انسان» [او انس] سره توپیر لري؛ ناس د «نَوَسَ» له رېښې او انسان د «اَنَسَ» له رېښې دی. د نَوَسَ په کلیمه کې نوسان یعنې تحرک او پویايې او خوځښت او غورځنک نغښتی او پټ دی؛ دې موجود له ډېر پخوا [له زرګونو کلونو] راهیسې، غرونه او دښتې او سیندونه او دریابونه وهلي دي او توانېدلي دي، ټولو لویو وچو ته لېږدېدنه او مهاجرت وکړي او له همدې ځیرنې، څېړنې، لټې او هڅې په توسه د ځمکې له اتموسفېره خارج شوی او افلاک ته يې سر رسېدلی دی!خو د انسان [او اِنس] کلیمه له اُنس نېولو سره له یوې کورنۍ ده، اُنس او الفت، احساسات او عواطف او آشنايي ته لېوالتېا او ټولنیز ژوند او پخپلو کې د یو بل شاوخوا ته راټولېدل او خبرې اترې او وینا کول د انسان له ځانګړتېاو دي «…وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانْتَشِـرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ…» [احزاب۵۳(۳۳:۵۳)] «بلکې هر مهال چې و غوښتل شوئ ورننوځئ او کله مو چې غذا وخوړله خپاره شئ او په خبرو اترو مه بوختېږئ؛ چې [ستاسو دا چلن] پیغمبر ځوروي»، «…لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا…» [نور۲۷(۲۴:۲۷)]، [هيڅ] کورته بې له خپله کوره [ناببره] مه ننوځئ، مګر دا چې پیژندنه ورکړئ [ترڅو ښه راغلاست درته ووايي] او د کور اهل ته سلام وکړئ. د ناس په کلیمه کې، د آدمي ټولنیز هویت او ځانګړتېا او د انسان په کليمه کې، د هغه جسمي او روحي جوړښت او خپلواک فردي شخصیت، مثبت یا منفي، تر نظر لاندې دی. ناس او انسان متقابلې کلیمې لري؛ «ناس» تل د «جِنّه» او انسان تل د «جانّ» په مقابل کې راغلی دی. لکه: «خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ. وَخَلَقَ الْجَانَّ مِنْ مَارِجٍ مِنْ نَارٍ.» [رحمن۱۴(۵۵:۱۴) او ۱۵]. انسان يې [په کوزه ګرۍ او خاورین لوښو جوړونه کې کارېدونکي] کودړي په څېر له وچې خټې څخه وپنځوه،  او جن يې د اور له ګډولې [او ترکیب] [= خالصه انرژي – بې لوګي اور].ویل کېږي جانّ د جن جمع دی چې پر یو ډول ناپېژاندۍ، پردېوالي او نامـأنوسوالي دلالت کوي، په زړه پورې دا چې په قرآن کې يې مار او اژدها (ښامار) هم [د موسی د عصا په بدلېدو کې] «جانّ» نومولی چې د هغه له پټ، ناغوښتي او ډاروونکي شتون څخه یو انځور دی. [نمل۱۰(۲۷:۱۰)، قصص۳۱(۲۸:۳۱)]. پوهېږو د جن په اړه له پخوانیو زمانو ویل کېږي پټ موجودات دي چې په سترګو نه لیدل کېږي. نه پوهېږم آیا تر اوسه مو داسې کوم څیز تجربه کړی دی چې کوم جن تاسو وسوسه او تحریک کړي؟ کوم جن موږ وسوسه کوي؟ څه ډول جن؟ د ناس نمونې او ډولونه مو ډېر لیدلي دي، خو جن څنګه؟ په دې لفظونو «جن» او «ناس» کې باید د هغوی لغوي معنا ته پاملرنه وکړو نه د هغوی مصداق ته، «جن» په قرآن کې د هر څیز نوم دی چې پټ او مخفي او ناپېژندلی وي.ساری يې دا دی چې قرآن وايي تاسو ټول د خپلو مېندو په ګېډه کې جن واست: «… وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ …» [نجم۳۲(۵۳:۳۲)] تاسو ټول بنيآدمان د خپلو مېندو په ګېډو کې اجنه واست. یعنې څه؟ موږ جن ولو؟ جن یعنې مخفي، او پټ، پنهان او ناڅرګند. آیا هغه موجود ته چې د مور په رحم کې دی «جنین» نه ویل کېږي؟ «جنین» یعنې هر پټ او ناڅرګند څیز. موږ ټول د خپلو مېندو په رحم کې اجنه ولو، پټ ولو. قرآن وايي کله چې شپه کېږي، هر څیز جن کوي. شپه هر څیز جن کوي. یعنې څه؟ «فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ…» [انعام۷۶(۶:۷۶)] کله چې شپې ټول څيزونه پر ابراهیم جِن کړل، هغه یو ستوری ولید. باغ ته «جنت» وايي، ولې؟ چون د خاورې مخ له چمن او شنېلي سره پوښل شوی دی. لیوني ته «مجنون» وايي، چون عقل يې پوښل شوی دی. ډال [سپر] ته «جُنَة» وايي، ددې لپاره چې سپاهي د هغه تر شا پټېږي. ددې کلیمې مشتقات چې ووینو، یو ډول په هغوی کې د پټېدنې او نا څرګندېدنې معنا نغښتې ده.په دنیا کې ډېری له څیزونو زموږ لپاره پټ دي او له دې لیده جن ګڼل کېږي. قرآن په ځلونو پردیو او نابلدو انسانانو ته جن ویلی دی. عربانو ته وايي چې تاسو دا قرآن چې پیغمبر يې تاسو ته وايي نه منئ او باور پرې نه کوئ، خو یوه ډله له جن راغلل او قرآن يې واورېده او خپل قوم ته يې وویل چې وروسته له توراته یو کتاب راغلی او موږ پرې ایمان راوړی:« وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَـرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَى قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ… يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ…» [احقاف۲۹(۴۶:۲۹) تر۳۱]. «او [در یاد کړه] هغه مهال چې څو تنه له جنّیانو [=نا پېژاندي خلک] مو تاته متوجه کړل چې قرآن واوري! نو چون د هغه [د خدای د رسول او د قرآن د تلاوت]  په وړاندې حاضر شول، [یو بل ته يې] وویل: چوپ اوسئ [=سکوت!] نو چون [د قرآن تلاوت] پای ته ورسېد، د خپل قوم لور ته له آګاهۍ ورکولو [هوډ او انګېزو] سره ستانه شول.. ويې ویل: ای زموږ قومه [= وطندارانو]، موږ یو کتاب ته غوږ ونیو چې له موسی وروسته نازل شوی او د مخکینیو کتابونو تصدیق کوونکی [=ادامه ورکوونکی] دی …. ای زموږ قومه، [تاسو هم] د خدای [پر لور] د بلونکي [بلنه] ومنئ، او پر هغه ایمان راوړئ چې [خدای] ستاسو له ګناهو تېر شي [= اغېزې او پایلې يې لېرې کړي] ….». او همدا راز «قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا. يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا. وَأَنَّهُ تَعَالَى جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا.» [جن۱(۷۲:۱)تر۳]. [ای پیغامبره] ووایه: ماته وحی شوې ده چې [په رښتیا، نه خیالي] څو کسانو [د عربو له ژبې او فرهنګ سره] له پردیو څخه [د قرآن خبرو ته] غوږ کېښود او هاغه مهال يې [خپل قوم ته] وویل: موږ هېښونکې لوستونی [وینا او مطلب] اورېدلی دی، چې د ودې [= پرمختګ او کمال] پر لور رهبري کوي، چې پر هغه مو ایمان راوړ او هیڅکله کوم څوک د خپل پالونکي څښتن سره شریک نه نیسو. او [موږ موندلې ده چې] په جوته توګه زموږ د پالونکي څښتن برم او شان له دې ډېر ستر دی [او] څوک يې مېرمن او زوی نه دی نېولی. دا کوم جنیان ول؟ چې وايي خپل قوم ته ولاړل او داسې يې وویل. «قوم» یعنې خلک، انسانان؛ د تورات کتاب او قرآن خو د غیر انسانانو کتاب نه دی.په قرآن کریم کې په ځلونو د مخالفینو له قوله راغلي دي چې ولې خدای د انسان پر ځای کومه پرښته زموږ د هدایت لپاره نه ده رالېږلې؟ او ځواب ورکوي چې که د ځمکې پر مخ پرښتو ژوند کولی، دوی ته به له پرښتو او د  هغوی له جنسه پیغمبر لېږل کېده.«قُلْ لَوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَسُولًا» [اسراء۹۵(۱۷:۹۵)]. «ووایه: که په ځمکه کې پرښتې وای چې [لکه د آدمیانو په څېر يې] هوسا او ډاډه ګرځېدنه – اوسېدنه کوله [= عادي ژوند يې درلودی]، هرومرو به مو هغوی ته کومه پرښته له آسمانه [د استازي په توګه] لېږله.»؛ دا کتاب د انسانانو لپاره دی؛ په هغه کې احکام دي؛ د جهاد احکام دي، د عبادت حکمونه دي، د غسل او تیمم په څېر یو لړ حکمونـه په هغه کې راغلي دي، نو تیمم او غسل خو د جنیانو [پیریانو] په درد نه لګي. دا کتاب د انسانانو کتاب دی، نه د غیر مادي او ناڅرګندو موجوداتو.نو، څرګندېږي چې جن باید وصف وګڼل شي نه موصوف. جن لکه د ښکلا او کرغېړنتوب په څېر صفت دی؛ پخپله ښکلا یا کرغېړنتوب خو نفساً خارجي وجود نلري، بلکې ښکلي او کرغېړن دي چې شتون لري. ډېر څیزونه کېدی شي ښکلي وي؛ ګل ښکلی دی، یا مثلاً یوه منظره ښکلې ده، یو کور ښکلی دی، سړی ښکلی دی؟ د ښکلي مصادیق او موصوفات مختلف دي او وجود لري، خو ښکلا په غیر د هغه له مصادیقو شتون نلري. «جنّ» هم وصف دی. ډېر څیزونه کېدی شي له موږ څخه پټ وي. مثلاً هر څیز چې موږ پر هغه علم نلرو له موږ پټ دی، مثلاً میکروب زموږ د پخوانیو لپاره جن وو. پرښتې زموږ لپاره جن دي. ډېری له موجوداتو، چې ښايی په نورو کُرّو کې وي پر موږ جن دي. له پیغمبر(ص) پوښتي؛ جن څه ډول دي، وايي هغوی درې طایفې دي؛ لومړی لکه د بادونو په څېر. چون باد يې نشو کولی وویني. او په هاغه مهال کې خو يې انرژي او د جاذبې ځواک او نور ځواکونه نه پېژندل. پیغمبر په ټولیزه توګه وفرمایل «جن»ـونه درې ډلې دي. یوه ډله لکه د بادونو په څېر، دویمه ډله لکه حشاشات الأرض هاغه موجودات چې د ځمکې لاندې دي؛ د ځمکې په ژورو او کندو کې دي او هغوی نه وینئ.موسی چې خپله امسا [عصا] اچوي، قرآن وايي لکه د جن په څېر وه:  «..كَأَنَّهَا جَانٌّ..» [نمل۱۰(۲۷:۱۰)] د حضـرت موسی د امسا په اړه فرمايي؛ جن شوه. څنګه یو جن؟ یعنې د مار په څېر شو. لکه ددې په څېر چې ګواکې د موسی په امسا کې مار پټ شوی دی. دریم هاغه خلک دي چې تاسو يې نه پېژنئ، تاسو ورسره نابلد یاست د هاغو «جنیان»ـو په اړه، چې قرآن يې واورېد، هم ترې همدا مقصد دی چې هغوی لکه د ځان په څېر وګڼئ. هغوی هم په ژوند کې حساب او کتاب لري، شریعت لري، یعنې هم ستاسو په څېر انسانان دي خو ستاسو لپاره پردي دي او تاسو هغوی نه پېژنئ. هغوی ستاسو لپاره جن دي. په هاغه زمانه کې دوی له خپل ښار او ټاټوبي خبر درلود او پر دې دوی نه پوهېدل چې نور ځایونه هم لکه آمریکا او استرالیا او اروپا او داسې نور هم شتون لري او انسانان هم هلته شته او ژوند کوي. دا ټول د هغوی لپاره جن ول.«انسان» د آدمي د نوع پر ذاتي ځانګړتیاو او «اِنس» د هغه پر فرد دلالت کوي او په قرآن کې د «اِنس» کلیمه ۱۴ ځلې د «جن» [د جان مفرد] په مقابل کې راغلې ده. نـاس خلک دي او جِنّه پر پردیتوب یا ناپېژندل شوو موجوداتو او عواملو دلالت کوي. د پیغمبرانو منکرانو هغوی ساحر، کاهن او مجنون، او د اسلام د پیغمبر هم مهالو مشـرکینو هم هغه جن وهلی او مجنون نوماوه، مقصد يې دا وو چې خبرې يې د خلکو د خبرو له جنسه نه دي، بلکې دیو او دَد او پیری او ناپېژاندو موجوداتو يې په روح کې حلول کړی دی. [مؤمنون۲۵ (۲۳:۲۵) او ۷۰(۲۳:۷۰)، سبا۸ (۳۴:۸)]. خو خدای تعالی ورته ځواب ورکوي: آیا اند نه کوي چې د هغوی په هم کلام ملګري کې هيڅ ګډوډي او بې سدي نشته او هغه له څرګند خبرداروونکي پرته نه دی [اعراف۱۸۴(۷:۱۸۴) او سبا۴۶(۳۴:۴۶)] – «أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِهِمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ».په «جِنّه» کلیمه کې د وهمونو او خیالونو پر بنسټ عقېدې او باورونه هم شاملېږي؛ مشرکینو له همدغو بې بنسټو عقیدو او باورونو سره د خدای او د هاغو تر منځ چې نمانځل يې [له بتانو نېولي تر طاغوتان او فرعونان]، یو نسبت ټینګوه او هغوی يې د خدای سېوری، د خدای واسطه، د خدای زوی او ….ګڼل: – «وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَـرُونَ».[صافات۱۵۸(۳۷:۱۵۸)]. « او هغوی د خدای او جنیانو [=د عالم ناپېژندل شوو څیزونو، پرښتو] تر منځ د کومې خپلوۍ [او نسب په اړیکو] قایل شوي، په داسې حال کې چې جنیان ښه پوه دي چې [په قیامت کې] احضار به شي.». په لنډه توګه ویلی شو: «ناس» د «جنّه» په وړاندې، «انس» د «جن» په وړاندې او «انسان» د «جانّ» په مقابل کې دی.البته د جن په اړه مفصل بحث اړین دی چې د قرآن په آیتونو کې له تحقیق او څېړنې څرګندېدی شي، چې البته په خپل ځای کې ورته نغوته شوې، د اوس لپاره په همدې بسنه کوو.په هر صورت کې، موږ خدای ته پناه وړو د هاغو وسوسو له شره چې دوه ډلې دي چې ځېنې يې له موږ پټې او ناڅرګندې دي او عاملونه او لاملونه يې نه پېژنو او ځېنې يې پېژنو. په پخوا مهال کې نه پوهېدل د ساري په توګه که کوم وګړی به په غم، خپګان، اندېښنو او اروايي کړاو اخته کېده، ویل يې مالیخولیا يې پیدا کړې یا «جنّي» [پیریانی] شوی دی او په همدې ډول هغه ته به يې ځېنې نسبتونه ورکول. یا که مثلاً کومه میندواره ښځه به د حمل د وضع کولو پر موقع، او په اصطلاح د لنګون پر مهال، مړه کېده، ویل يې: «آل» چې د ډاروونکې ښځې په بڼه یو دیو دی، هغه وژلې ده. د چار په واقعیت نه پوهېدل چې څه پېښه شوې ده، یو لړ څیزونه يې په خپل خیال جوړول. نو، تل یو لړ څیزونه دي چې موږ ته ناڅرګند او پټ دي؛ نه پوهېږو له کوم ځایه دي او لامل يې څه څيز دی. د ساري په توګه ولې پلانکی سړی تر دې کچې عصبي حالتونه لري؛ ولې عقده يې دی، ولې دا پېچلتېاوې لري. نه پوهېږو ریښه يې څه څیز دی او څه ډول ده. ځېنې يې چې البته څرګند او ځانګړي دي پېژنو. «ناس» هم د هاغو څیزونو په ګڼه او ردیف کې راځي چئ مأنوس دي او زموږ لپاره روښانه دي او موږ له هغه آګاه یو؛ د هغه بر لامل پوهېږو او هغه پېژنو؛ لکه میکروب چې پرې پوهېږو څه څیز دی؛ لکه څنګه چې طبیب او درملګر هم د هغه د له منځه وړلو لار او د بیمارۍ په درمل پوهېږي، که هغه جسمي بېماري وي، او که روحي وي.قرآن له داسې دوو سورتونو سره پای رسېږي او ختمېږي چې له موږ څخه بیروني شرونو او هاغه شرونه چې په موږ کې دننه دي او زمینه يې په خپل ځان کې لرو. په هر دواړو سورتونو کې يې هم زموږ پناه ورکوونکی د رب په نوم یاد کړی دی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ. او  قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ.انشاءالله خدای تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې دهغه د«ربوبیت» او «ملوکیت» او«الوهیت» په پناه کې وکولی شو په خالصانه توګه بنده ګي وکړو.لویه خدایه! موږ ددغو وسوسه ګرانو او د ټولو «وسواس الخناس» له شره وساته!پالونکی څښتنه! د دښمنانو دامونه سخت او پېچلي دي، او دښمن ويښ دی، او نقشې يې پټې او ناڅرګندې دي، او ستا له لطف پرته نجات ناشونی دی.  ۱ ــ  نظم قرآن  ــ   د عبدالعلي بازرګان  لېکنه

۲ ــ  آشنايي با قرآن  ــ   د مرتضی مطهري  ليکنه

۳ ــ في ظلال القرآن ــ   د   سيد قطب  لېکنه

۴ ــ  تفهیم القرآن  ــ   د مولانا سید ابوالاعلی مودودي ليکنه

۵ ــ تدبر قرآن ــ د مولانا امین احسن اصلاحي لیکنه

۶ ــ قرآن حکیم [ترجمه و توضیحات فارسي]  ــ عبدالعلي بازرګان

۷ ــ المیزان في تفسيرالقرآن ــ  د سید محمدحسين طباطبائي ليکنه

۸ ــ کابلي تفسير [قرآن کريم ترجمه او تفسير ــ مولانا محمود الحسن ديوبندي او علامه شبیراحمد عثماني ] پښتو کوونکي : د عالمانو يوه ډله

۹ ــ پرتوی از قرآن ــ د سید محمود طالقاني ليکنه

۱۰ ــ تفسير نمونه ــ د آیت الله مکارم شيرازي او د ورسره علماو د پلاوي ليکنه

۱۱ ــ  تفسير نور ــ د مصطفی خرمدل ليکنه

۱۲ ــ تابشې از قرآن ــ د  سید ابوالفضل ابن الرضا برقعي قمي ليکنه

۱۳ ــ تفسير باران ــ د دوکتور مهدي خُدّاميان آراني ليکنه

۱۴ ــ ترجمه تفسير طبري ــ د حبيب یغمائی په اهتمام او تصحيح 

۱۵ ــ تفسير ابن کثير ــ [حافظ عمادالدین ابوالفدا اسمعیل بن عمر ابن کثير الدمشقي]  اردو ته ژباړه : مولا محمد جوناګړهي

۱۶ ــ معارف القرآن ـــ  د مولانا مفتي محمد شفیع ليکنه

۱۷ ــ تفسير مصباحين (اردو) ترجمه و شرح تفسیر جلالين ــ ليکونکي : جلال الدين محلي او     جلال الدين سيوطي ــ اردو ته ژباړه او شرح: محمد لیاقت علي رضوي

۱۸ ــ تفسير کمالین د جلالین تفسیر اردو شرح د : مولانا محمد نعیم دیوبندی

۱۹ ــ د قرآن عظیم الشان پښتو ژباړه ــ مولوي قیام الدين کشاف

۲۰ ــ عزيزالتفاسير ــ د قرآن کريم پښتو ترجمه او تفسير ــ مولوي سلطان عزيز (عزيز)

۲۱ ــ صفوةالتفاسير ــ د محمدعلي الصابوني ليکنه ــ ژباړونکی: مولوي شمس الله کمال زاده

۲۲ ــ د قرآن پلوشې ــ د ګلب الدين حکمتیار لېکنه

۲۳ ــ تفسير دېوبندي ــ  د مولوي عبدالحنان لېکنه

۲۴ ــ حکمة القرآن ــ د مولوي امين الله پېښاوری لېکنه

۲۵ ــ تفسير ایوبي حنفي ــ د مولانا محمد عبیدالله ایوبي لېکنه  

۲۶ ــ تفسير احسن الکلام ــ د مولوي عبدالسلام رستمي ليکنه

۲۷ ــ قرآن کريم په پښتو ــ د اجرالدين اقبال ژباړه

۲۸ـ شرحې بر سوره های قرآن ـ عبدالعلي بازرګان ـ د عبدالعلي بازرګان وېب پاڼه [[bazargan.com

۲۹ ــ تفسیر روح القرآن ــ مؤلف ډاکتر مولانا محمد اسلم صدیقي.

۳۰ ــ د قرآن ټکی په ټکی او روانه ترجمه ــ مولوي جانباز سرفراز.

۳۱ ـ روح المعاني فی تفسیرالقرآن العظيم والسبع المثانی ـ العلامه ابی الفضل  شهاب الدین محمودالالوسی البغدادي.

۳۲ ــ تفسیر جواهرالقرآن ــ مولانا حسین علي.

۳۳ ــ تفسیر روح البیان ــ شيخ اسماعیل حقی البروسوی.

۳۴ ـ «کنزالایمان او تفسیر نورالعرفان»ترجمه احمد رضاخان بریلوي، تفسیر احمد یارخان نعيمي.

۳۵ ــ کشف الاسرار و عُدة الابرار ــ [د قرآنکریم ادبي او عرفاني تفسير] خواجه عبدالله انصاري.

۳۶ ــ د قرآن رڼا [د قرآن پښتو معنا او لنډ تفسیر] مولوی محمد ظاهر اسدالله مکي.

۳۷ ــ تفسیر الفخرالرّازی المشهور بالتفسیرالکبیر و مفاتیح الغیب، امام محمد الرازی فخرالدین.

۳۸ ــ التّفسیرالمبین ــ  دوکتور عبد الرحمن بن حسن النّفیسه.

۳۹ ــ تفسیر قرطبی ــ محمد بن احمد بن ابوبکر قرطبي، ترجمه اردو: پیرمحمد کرم شاه.

۴۰ ــ  المفصل في تفسیرالقرآن الکریم ـ المشهور بتفسیرالجلالین ـ للامام جلال الدّین المحلّيّ والامَام جلال الدِّین السّیُوطيّ.

۴۱ ـ «سیر تحوّل قرآن» ــ مهندس مهدي بازرګان.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا