
سریزه: د «نور» سورة مدني دی چې (۶۴) آیتونه (۹) رکوع لري، په تلاوت کې (۲۴) او په نزول کې (۱۰۲) سورة دی د «حشـر» له سورة څخه وروسته نازل شوی دی. ددې سورة ډېری آیتونه په مدینه کې له هجرت وروسته نازل شوي دي، یوازې څو آیتونه [۴۷ـ ۵۶] چې د وګړپېژندنې په اړه دي په «مکه» کې د «بعثت» په لسم کال کې نازل شوي دي. چې د دې سورة د نزول په اړه به د نزول د کال تر عنوان لاندې په بشپړه توګه په تفصیل ورته توضیح ورکړل شي. ددې سورة نوم «نور» دی چې د هغه له «۳۵» آیة څخه اخېستل شوی دی؛ «اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ»، چې په تفصیل به ورته په راتلونکو مخونو کې نغوته وشي.
د «نور» سورة اصلي چورلیځ او بنسټیزه موضوع «کور او د کورنۍ» حریم دی چې د مختلفو ګوټونو او اړخونو له پلوه یې څېړلی دی. دا مطلب یې نیغ په نېغه او په څرګنده بڼه د سورة په لومړۍ نیمایي کې [له۶۴ آیتونو څخه په۳۲ آیتونه کې] او په وروستیو اوږدو آیتونو [په ۴ آیتونو ۵۸ تر۶۱] کې بیان شوی دی. په داسې ډول چې د «بیوت» کلیمې ته په دې ټولګه کې په لواړه او څرګنده توګه پاملرنه شوې ده. او یوازې په (یو شپېتم) یو آیة کې چې په دې سورة کې د کورنۍ د برخې د آیتونو پای ده. ۱۰ ځلې دا کلیمه تکرار شوی ده. [په عمومي توګه په دې سورة کې د «بیوت» کلیمه له ۴۱ ځلو تکرار سره د قرآن له نورو ټولو سورتونو څخه ډېره کارول شوې ده او په نسبي توګه په ټوله کې په قرآن کې ددې کلېمې ۳۰% د «نور سورة» ته ځانګړې شوې ده].د «کورنۍ» مسئله د لومړني او ساده ترین ټولنیز مرکز په توګه، او «کور» چې ددې مرکز د ځای پر ځای کېدو او ګومارنې ځای او ستون ،له مختلفو اړخونو څخه په دې سورة کې تر څېړنې لاندې نېول شوی دی.چې له هغې ډلې: د ناموس د غلو او د هغوی د زهرجنو تبلیغاتو او تورونو د غشو پر وړاندې له هغوی څخه ساتنه او حراست کول، د حجاب او د محارمو د برید او سرحد رعایت کول، د سترګو بچ کول او کنټرولول او نورو ته په بده سترګه له کتلو، له سترګو ټومبلو او سترګکونو څخه ځان ساتنه، د خپل عورت او پت ساتنه، د خلکو د حرمت، پت او ابرو د ساتنې او له فحشاء څخه د مخنېوي لپاره د زنا په شهادت کې سختي کول او ټینګ نېول، یو تر بله، یو د بل په اړه د ښه لید لرلو او د منافقانو پر بې بنسټه تورونو او «تا ویلو ما ویلو» د نه باور کولو لپاره مؤمنینو ته جدی او مکرر ګواښ او ویښېارتیا، د بې مړوخو ښځو د نکاح موضوع، د مریانو او وینځو، د تجرد پر مهال د هغوی د عفت رعایت کول، د هاغو اسیرانو د آزادۍ لپاره د لیکلي تړون تنظیم چې په مسلمانو کورنیو کې تر ښوونې او روزنې لاندې نېول شوي دي. د دنیايي ګټو لپاره، کچنیتوب او روسپيګرۍ ته د سپېڅلو او پاکو وینځو او تر لاس لاندې کسانو له مجبورولو څخه ځان ساتنه او ډډه کول، د خلکو کورونو ته بې خبره، ناببره او پرته له اجازې نه ننوتل، او د نورو پر حریم له تجاوزه ځان ساتنه او ډډه کول. همدا راز په هاغو څلورو آیتونو کې چې د سورة په پای کې د «کور» په اړه راغلي، «کور» چې د کورنۍ مکان او ددې ټولنیزې هستې ځای او اډه ده په هغه پورې اړوندو مقرراتو او ضابطو ته، پاملرنه کوي او د لاندینیو مسئلو په اړه کړنلارې وړاندې کوي: د پلار او مور کوټې ته د داخلېدو لپاره د کوچنیو بچو او وینځو لخوا په دریو مختلفو مهالونو کې د اجازې اخېستل، د پلار او مور کوټې ته د ننوتلو لپاره په هر مهال کې د بالغو بچو په توسه د اجازې اخېستلو اړینتیا، د حجاب مشروط کشف جواز د ګوښه شوو [یائسه او بوډیو] ښځو لپاره، په خپل کور یا د خپلوانو او دوستانو کورونو کې په فردي یا ډله ییزه توګه د غذا خوړلو جواز، کور ته د ننوتلو پر مهال د کور اهل ته سلام کول او … [کور ته د ننوتلو موضوع، د سورة په لومړۍ نیمايي کې هم، چې په «کورنۍ» پورې اړه لري، او هم د سورة په وروستیو آیتونو کې، چې د «کور» په مقرراتو پورې اړه لري، مطرح شوې؛ له دې توپیر سره چې په لومړۍ برخه کې کور ته ننوتل، د زنا او نامشـروعو اړیکو یا د شخصـي اسرارو د بربنډولو لپاره کشف دی چې «کورنۍ» پورې اړه لري. خو په ورپسې بر خه کې د «کور» اهل ته د «سلام» موضوع مطرح شوې چې بله جنبه لري].د سورة په بله برخه کې هم چې په ظاهري توګه موضوع عوض شوې ده او تکویني آیتونه وړاندې کوي او له «نور» او مشکاة او مصباح څخه خبره کوي، بیا هم کور او کورنۍ ته راستنېږي او د هدایت د «نور» څرک په هاغو «کور»ـونو کې ورکوي چې د خدای د نوم یادونه په کې کېږي او ګهیځ او بیګاه د هغه تسبیح کوي:
په ورپسې آیت کې زیاتوي چې؛ په داسې کورونو او کورنیو کې داسې سړي یا وګړي دي [یا روزل کېږي] چې د هغوی د بیع، ورکړې راکړې او تجارت بوختیا هغوی د خدای له یاده نه غافلوي او نمونځ ولاړوي او زکات ورکوي او د قیامت له ورځې ډار لري، چې په هغې ورځ کې به زړونه او سترګې [له ډېره هیبته] په بل مخ اوړي:
ورپسې هم د سورة په دریمه برخه کې چې لید ته له پورتنیو دوو برخو [د کورنۍ موضوع او تکویني آیتونو] څخه جلا، بېل او بې اړیکې برېښې، او د «وګړ پېژندنې» موضوع او د ځېنو مسلمانانو د نفاق او سست ایمانۍ موضوع مطرح کوي، له مسلمانانو څخه نور «رجال» [وګړي] معرفي کېږي؛ چې ګواکې د ودې او د کورنۍ روزنې د نه شتون او د الهي انوارو څخه د محرومیت له لامله، [د هاغو مؤمنو وکړو پر عکس چې فکر او ذکر یې خدای دی، او په تجارت او بیع بوخت کېدل يې نه غافلوي.] دوی چې په منافقانه توګه او د ناچارۍ او نندارې او ریا له مخې، د مسلمانانو ډلې ته شامل شوې دي؛ د دوی د ژوندانه ټول حواس خپل ژوند او فردي ګټو ته دي. او په داسې حال کې چې په ظاهري بڼه اظهار کوي، چې په خدای او رسول یې ایمان راوړی او ورته مطیع دي، خو په عمل او واقعیت کې په ټوله کې ورته شا کوي، او ترې مخ اړوي. [۴۷ ـ۵۰ آیتونه]. او په دنیا او د هغې په ګټو [تجارت او بیع] پورې د تړون او دې موضوع ته د هغوی د فکر د تلپاتې بوختیا له کبله، کوم مهال هم چې د یو ټولنیز کار او د ټول ګټې چارې لپاره، له نورو مسلمانانو سره د رسول اکرم خوا ته راټولېږې، نو له هر فرصته په ګټې اخېستو سره په پټه توګه پرته له دې چې څوک متوجه شي، په غلي او کښنده توګه تښتي او د خپل کار پر لور ځي. [۶۲ او ۶۳ آیتونه]. که د تکویني آیتونو په برخه کې له هاغو وګړو یادونه کوي چې نمونځ ولاړوي او زکوة ورکوي [رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ…]، په دې برخه کې د مسلمینو د ټولنې له ودې ناموندو وګړو څخه، چې د نفاق رنګ لري یادونه کوي، بیا هم د نمونځ او زکوة دستور ورکوي:
دا انطباق جوتوي چې د سورة مختلفې برخې له دې سره، چې په ظاهري توګه متفاوتې بڼې لري او داسې انګېرل کېږي چې یو له بله ښايي خپلواکې او مستقلې وي، خو یو تر بله یو ظریف او بشپړوونکی تړاو لري.نو په لنډه توګه کېدی شي وویل شي؛ د «نور» سورة د منځپانګې اومضمون له لیده، له درېو ډلو خپلواکواو مستقلوآیتونو څخه په لاندېنۍ شرح تشکیل شوی چې؛ سره له دې چې په عین خپلواکۍ کې یوتربله مختلفه او بېله ظاهري بڼه لري، په خپلو کې له ژورځیر،ظریف انسجام او اړیکو، او له نژدې تړون او تړاوه برخمن دي:
لکه څنګه چې کتل کېږي، پورتني درې ډلې آیتونه په پنځو مختلفو برخو کې ځای پر ځای دي، او د لومړۍ او درېمې ډلې آیتونه له دې سره سره چې هر یو د آیتونو په دوو لړیو کې شامل دې یو بل ته مل شوي نه دي د نزول د کال، مکي والي او مدني والي له لامله او د ډېر زیات تفصیل له کبله چې په تدریج حاصل شوی، مخلوط شوي دي.د نزول کال: د «سیر تحول قرآن» په کتاب کې د سورتونو د نزول د کال جدول [لومړی ټوک ۱۵ جدول] چې په ټوله کې په دې اړه زموږ د استفادې بنسټ دی، دا سورة یې د نزول دکال پر حساب په ۴ ډلو ویشلی دی، چې په اتفاقي توګه له هاغې وېشنې سره چې پورته مو تشریح کړه تر ډېره بریده انطباق مومي.
دا سورة، د کورني حریم پورې اړوندو آیتونو سره چې د ټول سورة کابو نیمایی برخه نغاړي (او د هجرت په ۵ کال کې نازل شوي) پیل کېږي. دا آیتونه، تشریعي آیتونه دي چې له ۳۴ آیة [وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ…] سره پای ته رسېږي. د سورة دویمه برخه چې تکویني آیتونه ګڼل کېږي او له نور او ظلمات(تیاره) او د موجوداتو له عمومي تسبیح او باد او باران او شپې او ورځې او د موجوداتو له تکاملي خلقت او پنځېدنې خبره کوي، له ۴۶ آیة [لَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ…] سره پای ته رسېږي. او دا ټولګه د مخکینۍ ټولګې د تفصیل او تبین او د طبیعت له ګوټه، د بل راز لید په عنوان، په ۱۰ لېږدیز کې (۵ کاله وروسته) نازله شوې ده.د سورة دریمه ډله آیتونه چې د وګړپېژندنې آیتونو پورې اړه لري، د بعثت په ۱۰ کال کې په مکه کې نازله شوې دي او د ایمان د سستوالي او سطحي والي نښې او اغېز چې د کورنۍ له روزنې سره اړوند ځای پر ځای شوي دي، هم څرګندوي. د آیتونو دا ډله که څه هم د سورة له نورو آیتونو څخه مخکې نازل شوې، خو په دویمه نیمايي کې یې ځای نېولی دی.په څلورمه ډله کې (د نزول د کال له لیده) بیا هم د کورنۍ او وګړپېژندنې په اړه آیتونو سره مخامخ کېږو چې بېا هم د کورنۍ روزنې اړیکه په ټولنه کې د وګړو له کړنو سره څرګندوي. د آیتونو دا لړۍ هم په تفصیلي توګه او د سورة د خلاصې او ټولبندۍ په عنوان په ۱۰ لېږدیز کال [د پیغمبر د ژوند وروستي کال] کې نازل شوي دي.
د «نور» سورة یوازېنی سورة دی چې په ځانګړي توګه په قرآن کې «سورة» نومول شوی دی او په لومړني آیة کې لومړنۍ کلیمه يې «سورة» ده.

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید