د نواندیشی د تحلیل او خبر میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کابل کې یو شمېر دینی عالمانو افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته ....بل لورته دحرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د ګوند مشرمولوی عبدالحکیم منیب هم وویل : په داسی حال کی چی د افغانستان دولت ځان اسلامی نظام بولی او په اساسی قانون کی یی هم په صراحت سره داسی وړاند وینه شوی ده چی په افغانستان کی هیڅ یو قانون دسلام د مقدس دین سره په ټکر کی نه شی نافذیدای دا ټول ددغه نظام په وړانی جګړه ناروا بولی او کومه جګړه چی د افغانانو ترمینځ دوام مومی د توجیه وړنده ،همدا شان د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان د سیاسی چارو رئیس او افغان څیړونکی عبدالوحید وحید هم د آریانا تلویزیون د خبریال دپوښتنی په باب وویل چی په افغانستان کی اوسنۍ جګړه د واک جګړه ده او دواک په آخیستلو یا ورکولو باندی تمرکز کوی او د اسلامی نړۍ د نامتو دینی عالمانو او روڼاندو له نظره دغه جګړه نه یوازی د اسلام له مقدس دین سره هیڅ شانی تړاؤ نلری بلکه د هر آسمانی دین لمن تری پاکه ده بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














