د نواندیشی د تحلیل او خبر میز : _____________________________________________________________________________________________________________________________ زمونږ په هیواد کې اوسنۍ جګړه تقریبا د همدغو ډلو لخوا د امریکا تر یرغل مخکې ریښې او شالید لری. دا هغه وخت وه چې د طالبانو د اسلامی امارت او د ربانى د اسلامی دولت ترمنځ جګړه روانه وه. طالبانو د هیواد په نوی سلنه خاوره باندې تسلط درلوده. په استثنائاتو باندې خبره نه کوو، خو د نجیب د حکومت له نسکورېدو وروسته عمدتاً واک د جګړو بنسټ ګرزیدلى دى. توپیر داده چې په افغانستان باندې د امریکا د یرغل په نتیجه کې له طالبانو سره د هغه مهال حکومتی چارواکو پارونکی چلن، په ګاونډیانو او سیمې کې د امریکا د شتون په تړاو حساسیتونه او د بن غلطې پریکړې په افغانستان کې د جګړو لمبو باندې تیل وپاشل، وسلوال مقاومت ته یې د مشروعیت دلائل او امکانات پیدا کړل.طالبان د جګړې د اغیزمن اړخ په توګه په سوله کې هم د مهم رول درلودلو مستحق دی، بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














