د نواندیشی د خبر او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چی دپاکستان صدراعظم عمران خان وروسته له ځنډه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پرهغه بدلونونودهوکړی لاسلیک کړی دی چی څه موده وړاندی یی پرته د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان سره له سلا مشوری پرته یی د پاکستان په پوځ کی ترسره کړی ؤ . چی دهغی له مخی ډګرجنرال فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس له دندی ګوښه کړی او پر ځای یی تورن جنرال ندیم احمد انجم د ډګر جنرالی رتبی ټه پر ارتقأ د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس په توګه ټاکلی ؤ په اسلام آباد کی د لومړی وزیر عمران خان ددفتر څخه په یوه خپره شوی اعلامیه کی ویل شوی دی چی د قانون د PA-27007 مواد و د حکم له مخی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان تورن جنرال ندیم احمد انجم د پوځی استخباراتو ISI د عمومی رئیس په توګه ټاکلی دی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














