موږ ته خو لا تراوسه پورې داسې کره شواهد مخته نه راغلل چې د يولسم سيپټمبر په پېښه کې القاعده ښکېل وه که د کوم بل مرموز او مخفي اړخ دسيسه وه، طالبان ملامت وګڼل شي که اسامه بن لادن ته د پړې ګوته ونيول شي، دغه رامنځته شوې پېښه له بهر څخه تيار شوى بريد وو، که په امریکا کې مهندسې شوى پلان وو، خو دومره يقيناً پوهيږو چې د افغانستان ملت په دغه پېښه کې هيڅ ډول ککړتیا نه درلوده او په امریکا کې کنګل شوې اسعاري زېرمې د القاعده او طالبانو نه، بلکې زموږ د ملت شتمني ده.دلته د حيرانتيا خبره نشته، ځکه چې له بيوزله او په ستونځو کې له نښتو ولسونو سره د استعماري هيوادونو لخوا همدغه شان تعامل کيږي او موږ مستثنا نه يو. تيرى هم زموږ په خاوره وشو، په لسګونو زره افغانان مو هم ددغې پردۍ مرموزې جګړې قرباني شول، وطن مو هم ويجاړ شو، ډبول وهل هم موږ وخوړل، اوس لا دا چې زموږ په ملي خوندي اسعاري زېرمو باندي په اصطلاح د بشردوستانو لخوا د ناتار له امله د نا کرده ګناه په بشر دښمنه سزا هم موږ محکوم شو. بیشتر بخوانید »