که د خپل هيواد له کږليچونو څخه د ډکو ستونځو د حل په تړاو فکر کوو نو ځينې ترخه واقعيتونه منل او د سمون په هڅو باندي تمرکز کول مو حياتي اړتیا ده. په داسې بحثونو باندي وخت تيرول به مو ستونځه نوره هم پيچلې کړي چې څوک د چا ګوډاګى وو، چا د خپلو شخصي ګټو لپاره زموږ ملي ګټې ترپښو لاندې کړې او چا د چا د ګټو لپاره جګړه وکړه وروڼه يې ووژل او هيواد يې ويجاړ کړ. يوازې دومره ويل هم بسنه کوي چې په افغانانو کې داسې اړخ نشته چې لږ يا ډير د پرديو د ګټو لپاره په کار کولو باندې تورن نه وي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














