د پاکستان د نوی ټاکل شوی لومړی وزیر شهباز شریف په مشری د ددغه هیواد د ملی امنیت شوری غونډه کړی او د هغه دیپلوماتیک محرمانه لیک څیړنه یی کړی ده چی پخوانی لومړی وزیر عمران خان هغه مهال ددغه لیک متن رابرسیره کړ کله چی هغه د لومړی وزارت پر څوکی د عدم اعتماد له غورځنګ سره مخامخ شو . هغه دادعوی کړی وه چی ګنی په امریکا کی د پاکستان پخوانی سفیر اسد مجید د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو داسی لیک را لیږلی دی چی په هغه کی د پاکستان پر وړاندی د یوی لوی توطیئ څرګندونه کوی او غواړی د عمران خان په مشری منتخب حکومت د ولسی جرګی له لاری رانسکور کړی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














