زموږهیواد د لا د مخه د يرغلګرو هديره وو، خو له تيرو څو لسيزو راپدیخوا د نظامونو لابراتوار او نړيوالو لخوا د ترسره شويو تړونونو د ناکامي ډګر هم جوړ شوى دى. دلته هر زبرځواک خپله تيوري له ځانه سره راوړه، عيني شرائطو او د افغانانو ديني او کلتوري ځانګړتياو ته له کتو پرته يې زموږ په ټولنه باندې د تپلو، د يوې ډلې حاکمیت او د نورو اړخونو د له پامه غورځولو هڅه وکړه. متأسفانه زموږ ټول سياستوال د ملي مسئوليتونو د درک پربنسټ د څيړنو، ارزونو او له خپلو غلطيانو څخه د زده کړو کولو پرځاى لاهم ملي يووالي ته زيانونه اړوي، د هيواد د پرګنو ترمينځ حساسیتونه را پاروي او د پيوستون پرځاى بيلتون ته لاره هواروي.په 1988 زيږديز کال کې د جينوا په تړون کې د مجاهدینو لخوا د پاکستان استازيتوب د مجاهدینو داعيه او خپلواکي تر پوښتنو لاندې راوسته. د نجيب د حکومت په مهال د جلال اباد جګړه ستره او شرموونکې غلطي وه. سمه ده چې نجیب د خاد د رئیس په پوست کې يو افغان وژونکۍ شخص وو، خو د جمهور رئیس په توګه ورسره د مذاکراتو نه کول د مجاهدینو هغه ستره تېروتنه وه چې د افغان ولس قرباني يې په سيند کې لاهو کړې او افغانستان په کنډواله بدل شو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














