ډيرى هغه خلک چې تاسو ورته د امریکا د پاتې شونو په سترګو ګورئ ستاسو دښمنان نه دي او نه هم له تاسو سره د مخالفت په مورد کې فکر کوي. د هغوى اکثريت د خپل لوړ علمي استعداد پر مټ ستاسو ذهنيت لوستلاى، ستاسو تشې حس کولاى او ستاسو نيمګړتياوې درک کولاى شي. هغوى پوهيږي چې ستاسو د موجوده مات ګوډ حکومت نسکورېدل هم هغوى ته زيان رسوي. خداى مکړه که ستاسو حکومت نسکوريږي، لکه د مخکني نظام د چارواکو په شان به ستاسو توغل به هم په ولس باندې تيرېږي او بيه به يې هم ولسونه ورکوي.په پوره ډاډ سره درته وايم چې عامو ښار مېشتو افغانانو په لمړي سر کې ستاسو راتلو ته محتاطانه خوښي څرګنده کړه. هغه ځکه چې د پخواني نظام له نيمګړتياو فساد او جګړو څخه تر ستوني پورې رسيدلي وو. مګر دغه خلک اوس پوه شول چې د معاصرو علومو په برخه کې ستاسو کړنې ورته د رڼا لارې بندوي او له هرډول نقلي او عقلي معيارونو سره په ټکر کې دي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














