نيمګړتياوې ستونځې او عيبونه په هره حاکمه ډله کې شتون لري, خو له تېر يو کال راپدېخوا په افغانستان کې د انجونو د ښونځيو بند پاتې کيدل د اوسني حکومت هغه ځانګړې نيمګړتيا ده چې په ديني او ملي کچه زموږ ټولو لپاره د ارزښتونو د بدنامي او د حاکمې ډلې لپاره د غاړې طوق ګڼل کېږي. امارتي مشران په دغه هکله هيڅ ډول دريز نه لري او د ښوونځيو تړل د نظام پر تندي تور داغ جوړ شوى چې پاکول به يې لسګونه کاله وخت وغواړي. د ښونځيو د بندښت په هکله د حکومتي چارواکو توجيهات، چې کله کلتوري ستونځه خنډ ګڼي، کله اقتصادي تشه يادوي کله د نصاب نيمګړتياو ته ګوته نیسي او کله هم نورې بابولالې غږوي، نه يوازې خپل ولس، اسلامي امت او نړيوالو ته د منلو نه بلکې په اوږدمهاله توګه زموږ د ټولنيز ژوند په هر ډګر کې زموږ د ناکامي لامل ګرزي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














