ویجاړونکې جګړه، اوږدمهاله بې وزلي او د اقليمي بدلونونو په پايله کې د طبیعي ناورینونو له امله رامنځته شوې ناخوالې په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لپاره د بدمرغیو یو وژونکی ترکیب دی. له همدې امله نړيواله ټولنه نه شي کولى له افغانستان څخه په شا شي او افغانان د پورته يادو شويو توپانونو له امله بې ياره او مددګاره پريږدي .په افغانستان کې بشري ناورین پیچلی اړخونه لري. د بهرنیو مرستو د کمولو يا هم د بندولو او یا د طالبانو د حکومت د پياوړي کيدو د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه د وتلو منطق د بریالیتوب په لور اغیزمنه لاره نه ښکاري، ځکه چې دا په حقیقت کې افغانانو ته د سزا کولو لامل کیږي. موږ داسې ډېرې بيلګي لرو چې سخت دریځي رژیمونه حتی د سیاسي بې ثباتۍ، تيت او پاشلي ناامنۍ او مات شوي اقتصاد سره د ډيرو کلونو لپاره پاتې شوي دي. د لويديځ بنديزونه او انزوا به يوازې د افغان ولس ناوړه کړاوونه لا پسې خراب کړي.زموږ په هېواد کې د سياسي مخالفو ډلو تر منځ دایمي بې اتفاقي هم د افغانستان راتلونکي ته ننګونې راپیدا کوي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














