احساساتي او سليقوي چلن زموږ له تمدن او د معاصر سياست له معيارونو او پرنسيپونو سره نه يوازي سمون نه خوري بلکې په افغاني کلتور کې هم ځاى نه لري. بله دا چې د نورو خلکو په تګلارو کې د سمون او بدلون راوستلو په پرتله په خپلو ځانونو فکرونو کړنو او ذهنيتونو کې بدلون او سمون رامنځته کول اسانه کار دى. ويښ ولسونه او پياوړي مشران پرديو ته د پړې ګوتې نيولو پرځاى په خپلو نيمګړتياو باندي تم کيږي او مخالف اړخ ته په خپل ولس او هيواد کې د لاس وهنې لپاره شته نيمګړتياوې او فرصتونو له منځه وړي. د ګاونډيانو ترمنځ هر وخت شخړې او يو بل ته بدرد ويل شهامت نه دى بلکې د ګاونډيانو ترمنځ د د متقابل درنښت، مدنيت او سالم رقابت په چوکاټ کې تعامل شهامت دى بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














