که اوسني حکومت د انجونو په زده کړو باندي خپل مټکور بنديز ته هرڅومره دوام ورکړي، هيواد، ولس او د حاکمې ډلې په ګډون د ديني عالمانو قشر به يې بيه ورکوي. راتلونکې نسلونه او د تاريخ محکمه به هغوى له علم پوهې او د هېواد له نيمايي نفوس سره د دښمني په تور محکوم وګرزوي او خپل بچيان به د هغوى په مټکورو کړنو باندي شرميږي. راتلونکي نسلونه به پر زده کړو بندیز ته د یوه ظالمانه عمل او غیر اسلامي تګلارې په سترګه وګوري. يقيناً هغه خلک د فيل په غوږ کې ويده دي چې وايي د انجونو په زده کړو باندي د ناروا بنديز ختمول د امريکا او غرب غوښتنه ده. په زغرده وايم چې په انجونو باندې زده کړو ته اجازه ورکول د اسلام د سپيڅلي دين او افغان ولس غوښتنه ده.د معلوماتي تکنالوژي په برخه کې د رامنځته شويو اسانتیاو او په تيزي سره د ساينسي پرمختګونو په مخکې د خنډونو اچولو امکانات د هيڅ برابر دي، موږ يې نه د پرمختګ مخه نيولاى شو او نه هم ورڅخه ځانونه پټولای شو. بیشتر بخوانید »