د نواندیشی د خبر او نظر میز : ____________________________________________________________________________________________________________________________ جګړه کابل ته راورسیده او په ښار کې د ګڼی ګوڼې له امله جنګ لوړ تلفات درلودلاى شی، ګډوډی چور، چپاول، د نظام د نسکوریدو او د سترې فاجعې د رامنځ ته کیدو لامل ګرزیداى شی. د حکومت لپاره د فکر او غور ځاى دى چې ملی ګټې په جګړه کې نه، بلکې مخالف اړخ ته د ډیر امتیاز په ورکولو او یوازی د افغانستان د اهمو ګټو په نظر کې نیولو سره خوندی کیږی.طالبان شدیدا نړیوال ملاتړ، په ځانګړی ډول د غرب مالی مرستو ته اړتیا لری. د خپل وران ویجاړ هیواد رغولو ته اړتیا لری. اوس هم وخت شته چې د هیواد ستونځه د سیاست په چوکاټ حل کړی. نظامی بریاوې یې ترلاسه کړې دی او د مذاکراتو میز ته ډیر پواینټونه لری چې د خبرو په مهال له مخالف اړخ څخه ورباندی امتیاز واخلی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








