که څه هم د پکتیکا اود خوست میړنی اولسونه د الهی آفت زلزلی په ټکانونو خپل زخمونه او پرهارونه ټکوروی او د فقر او بی وسی په سره سیلاب کی د ماشومانو او لویانو پر جنازو دغم اوښکی تویوی خو بل لوری ته د حالاتو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو له شرکه ډک د پیرانو په جامه کی د طریقت داړه ماران ډله ډله د خپلو تاریخی مریدانو لیدو ته ورغلل چی له سلګونو کالو راپه دی خوا یی په کورونو کی د پیرانو لپاره د تبرک څاروی ساتل او د پیرانو لاسونه به یی ور ښکولول . په همدی لړۍ کی د ابراهیم ګیلانی په نوم یو بغدادی پیرچی خپله شجره په افغانستان کی د ګیلانی له کورنی سره تړی د زلزلی له ټکانونو څخه یوه ورځ پخوا د افغانستان جنوب پکتیکا ولایت مرکزشرنی ته سفروکړ خو هلته ونیول شو ... خو هیڅوګ د طالبانو د انلائین ویاند ذبیح الله خان مجاهد په داسی منترواواړیکو پوه نه شول چی څنګه یی دومره ژر یی اثر وکړ ؟ خو موږ ته یوی منبع چی له نوم آخیستو یی په صوفیانه اصولو ډډه کوو وویل چی لیری دی له مخی ذبیح الله خان هم له همدغه مریدانو له ډلی شمیرل کیږی کنه نو د فساد او غلو د راغوښتو زنځیر خو شته . بیشتر بخوانید »