مشروعیت او پیژندنه لا هم د طالبانو د رژیم په وړاندې چې د نړیوال منل شوي حکومت په توګه فعالیت وکړي او په نړیوال سیسټم کې خپل مسؤلیتونه سر ته ورسوي، د لویو او ستونځمنو فکتورونو په توګه دوام لري. د نړۍ لخوا د یو هیواد په رسمیت پیژندل د ډیپلوماتانو په توګه د هغوى د استازو منلو ته لاره هواروي، له نورو هېوادونو سره ورته د تړونونو وړتیا برابروي د مرستو او پراختیايي پروژو ترلاسه کولو اهليت وربښي او په بهر کې خپلو شتمنیو ته د لاسرسي مشروعیت ورکوي.طالبان پوهېږي چې له مشروعیت او پېژندګلوۍ پرته به په اغېزمنه توګه خپل حکومتي مسئوليتونه سرته ونشي رسولاى. نه د افغانانو له ملاتړه برخمن کيداى شي او نه هم د شته مهمو مالي، سیاسي او امنیتي ستونزو د هواري لپاره له نورو هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې پراته خنډونه لرې کولاى شي، خو له بده مرغه هغوى د خپل محدود او مټکور ذهنیت تګلاره په کلکه تعقیبوي، په ځانګړي ډول لاهم ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو د تګ مخه نیسي بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








