د تيرو پنځو لسيزو ناورينونو، د نظامونو د نسکوريدو غميزو په ځانګړي ډول د تير نظام د بنسټ ايښودو پرمهال د ناکامو پريکړو، ناانډوله وېش او د هېواد اوسني ترينګلي سياسي اقتصادي او امنیتي حالت ته په کتو يقيناً په افغانستان کې د ثبات پرمختګ او ټولنيزې هوساينې په موخه د يوه منل شوي ميکانېزم رامنځته کيدو ته سخته اړتیا ليدل کېږي. داسې ميکانيزم چې بنسټ يې د قومونو ژبو، ډلو، سمتونو او توکميزو جوړښتونو پربنسټ نه، بلکې زموږ په هېواد کې قومي کلتوري مذهبي او سمتي تنوع په نظر کې نیولو سره سره د د هېواد نظرياتي، کلتوري او جغرافيايي پولو ته د ژمنتیا او ولسي استازيتوب پربنسټ وي. څه د پاسه دوه لسيزې وړاندې د لويديځ په نوښت او لګښت د طالبانو د دښمنانو ترمنځ د واک د ناانډوله نامتجانسه وېش په پايله کې څاربه شوي د غصب او فساد مخکښان اوس بيا هڅه کوي چې د واک د وېش په هغو ناکامو فورمولونو بيا د امتیازاتو د چور مارکیټ پرانيزي او ځينې بهرني اړخونه يې هم د خپلو استخباراتي موخو لپاره ملاتړ کوي، خو تيرو ناخوالو او د هغوى د غصب فساد، جنګي شاليد او اوسنيوحالاتو ته په کتو به انشاالله د افغانستان ولسونه به د ازمويل شويو شرمښانو د بيا واکمن کيدو خوبونه شنډ کړي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








