له پېړيو راهيسې په افغانستان کې ديني علماو نور افغانان د رعيت په شکل نه، بلکې د مقتديانو او د خطبې د اوريدونکو په توګه چوپ چاپ ليدلي وو او ولس هم ديني علما د حاکم په توګه نه، بلکې د مسجد د امام او په منبر باندې د ناست خطيب په ډول د سپيڅلو انسانانو په څېر پيژندل، خو اوس د دواړو خواوو موقفونه، ادرسونه، حقونه او حيثيتونه بل ډول دي. علما حاکمان او ولس رعيت دى. دواړه اړخونه باید له يو بل څخه په خپلو هيلو غوښتنو، قضاوتونو او د يو بل په وړاندې د مسئولیتونو په تړاو په خپل چلن کې بدلون راوړي.افغاني علما اوس د يوه هيواد د جغرافيايي پولو ساتلو، سالم مديريت، د يو ملت د هوساينې، امنيت، روغتیا، زده کړو او د کاري فرصتونو برابرولو دروند مسئوليت په اوږو لري. د معاصر وخت حکومتولي په سخته خبره کولو، امرانه لهجه کارولو او استبداديت په چلولو نه کيږي، بلکې پراخ بصيرت، تدبير او سياسي ځيرکتيا ته اړينه ده. ايماني فراست، سياسي نبوغ او ښه مديريت اړين ده. بیشتر بخوانید »