زموږ حکومتي مشران کله کله د اقتصاد محورو سياستونو اصطلاح کاروي، خو د دغې اصطلاح په پيچلتياو او ځانګړتیاو باندي فکر نه کوي. داڅنګه اقتصاد محوره پاليسي ده چې بيکاري د افغانانو وينه زبېښي، ډير ولس مو د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي. ځوانان مو د کار موندلو لپاره د مرګ خولې ته ځانونه اچوي، بنديزونه مو هډوکي ورسوي. له نړيوالو سره د تقابل حالت لرو او متاسفانه موږ يوازې په ردولو او غندلو باندي بسنه کوو. موږ اوس هم د نړي ماتولو او څو لسيزې نور د جګړو لپاره د امکاناتو، هوډ او حوصلې درلودلو شعارونه ورکوو، خو هير مو وي چې د جګړو احتمال هم د اقتصادې پرمختګ مخه نیسي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








