کیدای شی ځینی فرهنګی او سیاسی خوشباوره کړۍ به چی په ټولنه کی داشخاصو اوسیاسی ډلو ټپلو رول او نقش یوازی د شعارونو په هنداره کی ګوری د طالبانو په ځانګړی توګه د میرمنواونجونو دزده کړو او نورو حقوقوپه هکله دهغوی دریځ ورته د منلووړدی. داسی چی دغه ساده لوحه شنونکی او فرهنګپالان اولس ملامت اودطالبانو اداره مشروع او پرحقه بولی! ښه مثال یی اولس ته دحساب ورکولو په هغه کمیډی کی چی د تیروڅوکالونو را په دی خوا له تیرمافیائی شبه جمهوری رژیم څخه را نیولی ترطالبانی تر جنیاتی واکمنې پوری د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کی د رسنیو د مرکز پر ستیژ ښودل کیږی د طالبانو د لوړو زده کړو د چارواکی وزیر ملا ندا محمد ندیم آخند ضد او نقیضو څرګندونی چی وائی : داناثود تعلیم مسأله خو تکراری ، تکراری را ځی ما یی یو اجمالی جواب وکړ چی دداسی سوال راپورته کول هم تر امر ثانی پوری معطل دی ....! بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








