د «سٌور» لغوي معنا کوټ (حصار) او ایساروونکې دایره ده. له همدې لامله د ښار ګردچاپېره دیوال سٌور نوموي. [د حدید سورة ۱۳ آیة پر دې معنا دلالت کوي. (فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ …. د هغوی تر منځ یو حصار وهل شوی دی چې هغوی ته یوه دروازه ده ….)]. او لاسبند یا د لاس کړۍ چې د دایرې په بڼه یو سېنګار دی سوار بولي [چې جمع یې آساوِرْ او آسْوِرَه ده]. او په همدې ترتیب د هاغو مطلبونو او بیانونو مجموعې ته چې د یوې موضوع اړوند دي او یو حقیقت له مختلفو ګوټونو څخه څېړي او د قرآن په اصطلاح کې ورته «سورة» وايي. پر رسول اکرم نازل شوی کتاب له ۱۱۴ سورتونو څخه تر مختلفو عنوانونو او نومونو لاندې تشکیل شوی دی چې ځېنې له هغوی پخپله د وړو سورتونو ټولګه ده [د هم غږو او هم سیاقو برخو په معنا]. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














