که څه هم دانسانی ژوند په اوږدوکی چی له بل چا سره د اړیکو په نه درلودلو او هغه هم دیوه ځانګړی استکباری آند پر بنسټ چی په اوسنی پیړې کی یو ناروا عمل شمیرلای شی کله نا کله پر کورنی او خپل خصوصی چاپیریال د استبداد د ساتلو او ټینګولو په موخه دغه شانی خوبونه لیدل یومعمولی عمل بللی شی خو کله چی د یوه ټولنیز اصلاحی غورځنګ خبره کیږی نو بیا پکارده چی په ټولنه کی معمول دعلم او پرمختګ معیارونه له پامه نه یوازی چی ونه غورځول شی باید د داسی اصلاحی غورځنګونو مشران پر یوه ځانګړی علمی بنسټ ولاړ فکر د ټولنی ستونزی حل کړای شی بیا نو دخوبونو لیدل او ځان پرنورو مشرجوړول ځای نه لری . داچی تاسو ویلی او لیکلی مودی چی تاریخی واقیعتونه د خوبونو دلیدلو په بڼه له وړاندی ښودل کیږی که څه هم د ټولنی پرمختګ یوازی د زده کړی او پوهی په وسیله ترسره کیدای شی او په دی لاره کی نور هرڅه د اسلام د حقیقی روح سره ډډه نه لګوی او د اسلام په مقدس دین او د ژوند په نورو برخوکی خرافات ګڼلای شی خو هیڅکله هم خرافات او نور شرک آلود مستندات دیوه ټولنیز فکری او ټولنیز غورځنګ په جوړیدو کی ځای نلری نو ځکه خو تاسو محترم چی خپل د څوکالو وړاندی لیدلی خوب د څوکالو وروسته په یوه بل چاپیریال یعنی پاکستان کی چی زموږ د سپیڅلی جهاد اود روسی یرغلګرو په وړاندی د هجرت ټاټوبی ؤدخپل مشرتابه زیرې بولی چی ګنی تاسو هم له پخوا څخه دیوه روحانی پیشوا او مرشد په توګه د الله ج له لوری دنورو اولوالعزمه پیغمبرانو په څیر د الله ج له لوری غوره شوی یاستی !! بیشتر بخوانید »