اوسنۍ حاکمه ډله ديني، ملي اواخلاقي مکلفیت لري چې د هيواد او ولس د ښې راتلونکې په موخه د واک له انحصارڅخه راووزي، حکومت ته ملي بڼه ورکړي. ځان مقدس مخلوق ګڼل يقيناً سخته غلطي ده. يو بل ته د درنښت کلتوررامینځته کولو ځانګړتيا داده چې موږ د نوروخلکو انساني کرامت پیژنو،حتی که دهغوى نظرونه یا ارزښتونه له موږ څخه توپیرهم ولري. يعنې هرڅوک موږ ته د را زده کولو لپاره یوڅه لري که موږ زده کولو ته لیوالتیا ولرو.دغه نوښت به يقيناً په هېواد کې د پاتې علمي اومسلکي کادرونو اود ځوان نسل د وتلو د توپاني بهیرپه مخنیوي کې مرسته وکړي. که د ریفورمونو تسلسل ته ژمنتيااوکلک هوډ نه وي، نوبيا وايم چې نه يواځې دا وړۍ نه شړۍ کيږي اودغه نظام نه چليږي، بلکې د داسې توپانونود راتلو شونتیا اټکل کوم چې پکې ټول لاهوکيداى شو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














