د نوانــدیــشی د څیړنو او پلټنو میز :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه څنګه چی ګوری او موږ ټول دسر په سترګو وینو د پولی هغه خواته په پاکستان کی پرتو د پښتنو له مینځه یوځوان او پر وطن مین غورځنګ را ټوکیدلی دی چی زیاتره د پښتون قوم پر مدنی حقوقو او د پاکستان په اساسی قانون کی د ورکړی شویو حقوقو څخه د حاکم نظام په ځانګړی توګه د پاکستان پوځی کړیو لخوا په سر غړونه ولاړ دی . خو له بده مرغه په افغانستان او یا دلته په برو پښتنو کی دغه غورځنګ ته د ځینو خود غرضه کړیو له لوری داسی رنګ ورکړ شو چی ګنی دا غورځنګ هم هغه د ۱۹ می پیړې د " داپښتونستان زموږ ..."تر شعار لاندی د استقلال طلبه تحریک لړی ده ....چی ددغه نهضت د اهدافو او موخو په هکله دهغی یوه افغان خواخوږی او ملاتړی بهروز خان بورکی د یوی عالمانه او لنډی شانی لیکنی په ترځ کی بیان کړی او تر موږه یی رارسولی ده . نواندیشی په پوره باور سره د نړی او په ځانګړی توګه د افغانستان او سیمی هریوه مظلوم د اواز ستونی دی نو ځکه خو دغه لیکنه د محترم لیکوال څخه په مننه تر تاسو دررسوؤ . ................. بیشتر بخوانید »