دنواندیشی د تحلیل او خبر میز :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــموږ په وار وار ویلی دی تر څوچی د جګړی د جغرافیا اصلی پولی او سرحدونه د عقل له مرهمه پر ډکو پټیو ونه تړل شی او ددی هیواد بچوړی په آزاده توګه په خپله خاوره کی ځای پر ځای نه شی تل به یوازی ناستوته دبین الافغانی په نوم ورکولوتروریزم او دهشتگری ته د مشروعیت له سنده بل څه نه شی تعبیریدلای !....ددی لپاره چی یوملت او دیوی ټولنی وګړی وکولای شی د نورو په وړاندی له زور او قدرت څخه روا او مشروعه ګټه پورته کړی نو ترهرڅه لومړی پکارده چی په ټولنه کی د وګړو ترمینځ د اعتماد او باور پر بحران برۍ وموندل شی او دا کار هله ممکن دی چی له هر ډول عقیدی ، مذهب ، قوم او نژاد اوچت یوازی د انسانی ورور ګلوۍ له مخی د نور آندو یا دخپلو فکری مخالفینو درناوۍ په رسمیت ؤپیژندل شی او تردی چی ددرناوی دغه معیار په ټولنیز اوملی وجدان بدل کړای شی .
بیشتر بخوانید »