د نواندیشی د څیړنو او پلټنو میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مونږ د حقائقو په هنداره کې خپلو ستونځو ته له کتلو او ژور تحلیل څخه وروسته باید ومنو چې حکومت او طالبان دواړه لوری عینی واقعیتونه دی. دریزونه لرى، تګلارې لری، غوښتنې لری، مشروع او غیر مشروع اړخونه او کړنې لری. که څوک د کوم اړخ اغیزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوی او یا هم د کوم اړخ د محوه کولو، یا بی اهمیته کولو هڅه کوی، زمونږ په آند سهوه کوی او لمر په ګوتو پټوی. داهم منو چې دواړه خواوې اړتیاوې لری، ستونځې، تشې او نیمګړتیاوې لری. پردی محسنان او مرستندویان لری. هغوى یې اړتیاوې پوره کوی او تشې یې د ضعف د نقاطو په توګه کاروی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








