د نواندیشی د خبر او تحلیل میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په سیاست کې مو د پوخوالی څرک ولې نه لګېږی؟ زمونږ چارواکی له نړیوالو سره د سیالی کولو پرځاى د مرستو په بدل کې په مکرر ډول د سمون ژمنې ولې کوو او له خپلو خلکو سره مو په څه جګړه ده؟نه پوهېږم چې لاملونه به د پوهنې ښکته ګراف، طبعی پیدایشى ځانګړتیا، جینیټیکی اړخونه او که بل څه وی، خو عموماً په معتقداتو، سیاستونو، تعلقاتو او تعاملاتو کې احساساتی چلن کوو او د افراطیت خوا نیسو. دغه احساساتی چلن او افراطی اړخ نړیوالو ته زمونږ د ټولنې په هکله عیبجن انځور وړاندې کوی.ارزښتونو ته د ژمنتیا کچه مو یوازې دومره ده چې که څوک په سیاسی تقابل کې راسره قرار ولری او په تاوتریخوالی ولاړ ذهنیت مو وننګوی نو ددغو ارزښتونو د دښمن په تور یې تورنوو او ګواښولو ته یې مشروعیت پیدا کوو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








