دنواندیشی د خبراو تحلیل میز: ____________________________________________________________________________________________________________________________ د خیال نیلى مى زین او د هوا په اوږه والوتم. د خپل هېواد د ښکلا ننداره مى وکړه. ښکلې هوا زړه راښکونکی سیندونه. زرخېزه ځمکو ته خوشحاله شوم، خو خلکو بیا هم ویل چې وچکالی ده. ولسونو د فقر له کرښې لاندې ژوند کاوه. په هره سیمه، هر کلی او هر ښار کې حالت ماتمی وو. ژړاګانې فریادونه او واویلا وه. هلته یو اوږده مجهوله مرموزه او پیچلی نیابتی جګړه څو لسیزې وړاندې پیل شوې او لاهم روانه وه. ځوانانو سوله نه پیژانده له خندا سره یې بلدیت نه درلود. په دښتو کې میلې نه وې، د چنارو لاندې بانډارونه نه وو. ګودرونه او په ګودر کې د پیغلوټو د منګوټو کتارونه نه وو. خندا نه وه او سندرې نه وی.د غره په لمن کې د کوچیانو کیږدئ نه وې، غټې رمې او شپانه نه وو. هغه پخوانى له ستورو ډک تک شین اسمان نه وو. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








