د يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ اړوند د دوو لویو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ او روغه تبدیله شوه، پدې لویه او پرتمينه راټولیدنه کې چی د یعقوبیو صبریو ولسوالۍ سربیره د زیاتو سیمو څخه علمأکرام، سپين ګیري، ځوانان او روڼا ندي راټول شوي وو، د یعقوبیو لیوانحیلو کلي د انجینر صیب عبدالقیوم ځلاند په حجره كې ترسره شوه داسې روغه جوړه وشوه او وپتیل شوه چی تردی وروسته به دواړه خواوې د ورورۍ په فضأ کې ژوند تیروي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








