افغانانو له دوه مليونه څخه د زياتو شهادتونو په وړاندې کولو شوروي يرغلګر وشړل، په ملي کچه يې د شجاعت او شهامت څلي ودرول، خو متاسفانه هغوى بيا هم د خپلمينځي جګړو او اختلافاتو له امله بشپړه خپلواکي ته نه دي رسيدلى، لاهم له خپلو سره د جګړو هوډونه او له پرديو سره ناسته پاسته او تړونونه وياړ ګڼي او لاهم نه پوهېږي چې دغه لاره مکې ته نه، بلکه ترکستان ته تللې ده.د ازادي او خپلواکي لپاره په مبارزه کې زمونږ د ولسونو په پياوړې ايمانی اراده او متين عزم کی هيڅ ډول تزلزل، تذبذب او ويره ځاى نه لري. د يرغلګرو په وړاندې مو د جهاد ډګر ته د فکر او عقيدې په اساس وردانګلي دى، برياوې مو تر لاسه کړی دي, خو پايلې مو نه دي ترلاسه کړي. دښمن مو مات کړئ وه، خو متأسفانه د کمزوری مشرتابه او دپرديو دبی شرمه لاس وهنو له امله زمونږ د سرښندنو ګټه مونږ نه بلکې پرديو ترلاسه کړې ده.دشوروی يرغلګرو ځواکونو تېښته او له هغه وروسته د نجيب دحکومت نسکوريدل مجاهدينو دمکملې بريا زيرۍ باله، خو داسی ونشو. بیشتر بخوانید »