گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کـــــه مــجبــــوریت هــم وی جګـړه د ویـــاړ ارزښـــت نــــلـری!
کـــــه مــجبــــوریت هــم وی جګـړه د ویـــاړ ارزښـــت نــــلـری!

کـــــه مــجبــــوریت هــم وی جګـړه د ویـــاړ ارزښـــت نــــلـری!

اوس ساینسی دور دى. پیاوړى اقتصاد د نړیوال پیوستون او د ملتونو د سوکالی لپاره د اغیزمنو تګلارو جوړول د لوړ تمدن نښې ګڼل کېږی. په جګړو کې ګټلی ویاړونه اوس د تاریخ برخه ده. جرمنیان له هتلر څخه کرکه کوی او په چاپان باندی د اتوم بم غورځوونکی الوتکې پیلوټ د ناهیلی او پښیمانی ژوند تېراوه. په عمومی ډول په اوسنی عصر کې د جګړو له لارې د اشغال شومه پدیده  د انسان د وحشی غریزو نښه او له تمدن څخه لرې پخوانۍ ناکامه تګلاره ګڼل کېږی. د ساینس او تیکنالوژی په برخه کې پرمختللیو هېوادونه ازاد خپلواک او ولسونه یې ښه ارام پرمختللى او د مادی اړتیاو په تله برابر ژوند لری.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دائمی غړیو کې یونیم ملیارد اسلامی امت برخه نلری. د اسلامی کانفرانس د مشرانو غونډې د ناندریو ډګر وی او نړیوالو مسائلو کې هیڅ اغیزه نلری. اسلامی امت د اختلافاتو ښکار او په خپلمنځی جګړو کې نښتى فقر او غربت ځپلى ولس یې له ستونځو او کړاوونو سره لاس او ګریوان دى.دا د امت د چارواکو لپاره د شرم لامل دى چې د ډیرو اقتصادی سرچینو جیوپولیتیک موقعیتونو او پراخو بشری منابعو له درلودلو سره سره، د هغوى ځوانان د جګړو له امله او یا هم د ښه ژوند لپاره غربی هېوادونو ته په غیر قانونی ډول تښتی او د هغوى په پنا ځایونو کې د ذلت وخت تیروی. له افغانستان څخه یې ونیسه عراق لیبیا سوریه صومالیه او داسې نور چې د خپلمنځی جګړو له امله یی نه ژوند د عزت دى او نه یې هم مرګ د افتخار دى. په داسې حال کې چې مسلمانان په خپلو منځو کې د یو بل وینه تویوی مونږ څنګه دعوه کولاى شو چې مسلمانان سولې خوښی او متمدن امت دى؟
که دوه درې سوه کاله شاته لاړ شو او د تاریخ پاڼې واړوو نو د افغانانو د شهامت او اتلولی کیسې د هغوى په جنګی اړخ کې د خاصو ځانګړتیاو، ویاړونو، سرو کرښو او نورومونو د شتون له امله وو. هغوى به هیوادونه لاندی کول. د ځینو نیمګړتیاو سره سره یې په جګړه کې مظلومان او بیګناه خلک نه ځورول. د ښکرورو ښکرونه یې ماتول د فرعونانو غرور یې له پښو لاندې کاوه مظلومان یې د جابرانو له ظلم څخه ژغورل، خو یوازې وسلوال او د جګړو ډګر ته راوتلى دښمن سره یې جګړه کوله. د هغوى په کلتور کې ښځو ماشومانو او سپین ږیرو سپکاوى وژل او یا ځورول د بى ننګی او بى غیرتی نښې بلل کیدې.متأسفانه مونږ په افغانستان کې اوس د داسې جګړو شاهدان یو چې. نه ارزښتونه، ولسی اوغوښتنې په پام کې نیول کیږی او نه هم پخوانیو دودیزو  سرو کرښو ته درناوى کیږې. هره ورځ افغانان له دین او  له هیواد څخه د دفاع په نومونو وژل کېږی. د خبرو اترو او سولې چانسونه شتون لری، خو مونږ بیا هم جګړو ته زور ورکړى دى.اوس زمونږ ولس اسلامی امت او نړیوال ټول پوهیږی چې اوس مو نه دین او نه هیواد ته داسې ګواښ شتون لری چې مونږ د هغو ګواښونو د مخنیوی لپاره یو بل سره ووژنو. نه حکومت په ابرومندانه توګه د سولې د ستر هدف ترلاسه کولو په شرط د یوه جوړ شوی پلان له مخې د واک پریښودو ته تیار دى او نه هم د طالبانو اړخ د عمل په ډګر کې داسې نوښت کوى چې سولې ته د هغوى  ژمنتیا څرګنده کړی.دواړه اړخونو ته وایو چې د هغوى د پلمو او بانو له امله مو د سولې ډیر فرصتونه له لاسه ووتل. د دواړو غاړو لخوا تر اوسه پورې د سولی په موخه په عینی واقعیتونو ولاړ د ولسی هیلو سره سم د عمل او منلو وړ طرحه نه ده وړاندې شوې. د جګړو په لیکو کې د طالبانو اوسنی پرمختګونه نه یوازې به هیڅ ډول د هغوى د بریا ضمانت نکوی بلکې له نیولو وروسته د نړولو ماتولو او بل هیواد ته د ځینو وسائطو د اړولو پېښو د ولس په ذهنونو کې د طالبانو په تړاو خراب انځور ترسیم کړى دى.

زمونږ ولس اوس د معلوماتی تیکنالوژی په مرسته د دواړو اړخونو کړنې او څرګندونې څاری او د قضاوت کولو لپاره یې د وړتیا کچه هم لوړه ده. د حکومت لخوا د خورا لوړې کچې بحرانی وضعیت له شتوالی او له داخلی اختلافاتو سره سره متزلزلې او متذبذبې څرګندونې ګواښونه د هیڅ ډول منطقی حل لارې لیدلورى نه وړاندې کوی.اوس هم وخت شته چې پردیو ته د پړې ګوته نیولو او د جګړې په ډګر کې د خپل هېواد د ملی ودانیو او وسائطو نیولو نړولو کباړ کولو بمباردولو او تصفیه کولو پرځاى په خپلو منځو کې د خبرو له لارې خپلو شخړو ته د پاى ټکى کیښودل شی.طالبان په ځینو هیوادونو کې د څرګندونو په مهال وایی چې هغوى د خپلو کړو وړو لپاره دقیق پلان لری او د ګډوډی د مخنیوی لپاره یې اړین ګامونو پورته کول په پام کې شته خو په بادى النظر داسې ښکاری چې په سقوط شویو مرکزونو کې له ودانیو امکاناتو وسائطو او وسائلو سره د طالبانو چلن د پلان له مخې نه بلکې د مشرانو د خپلې سلیقې پربنسټ دى. په ځینو سیمو کې له ولس امکاناتو حتى له پخوانیو چارواکو سره د طالبانو د ښه چلن ستاینه کیږی خو په ځینو نورو سیمو کې بیا کیسه معکوسه ده.د وروری مشوره مو ورته داده چې له امریکا سره د ځینو افغان ډلو د ملتیا په نتیجه کې ستاسو د نظام نړول نه یوازې د ویاړ ارزښت نه درلوده، بلکې د شرم خجالت او عیب خبره وه. امریکا به دښمن وو د هغوى خبره نه کوم خو ستاسو د نظام د نسکوریدو وروسته د هغه مهال د حکومتی چارواکو لخوا ستاسو د مشرانو نیول په امریکا باندی د څو دالرو په وړاندی پلورل د هغوى په تندی هغه تور کرغیړن داغ لا هم پاتې دى چې پاکول به یې پیړۍ وغواړی. دا د هغوى غلطې محاسبې پردى پلان او د واک شیطانی حرص وو چې نن امریکا هم پریښودل او تاسو  ته هم د سر پورته کولو همت نلری. تاسو باید پوه شئ چې د هغوى غلطو تګلارو تاسو ته د نننى بریا لاره پرانستله خو تاسو د هغوى په څېر غلطیانې مکوئ.نیول شوی مرکزونه له ټولو وسائطو او وسائلو سره د بشپړ مسئولیت په منلو وساتئ. د خپل ملت مال، خپلې ملی ودانۍ او خپل ولسی وسائط یې وګڼئ. له پردیو څخه نه بلکې له خپلو هیوادوالو څخه مو ونیول. که سیاسی هوکړه مو کړى واى او د سوله ایزې لارې د لټون هڅه مو کړې واى، یقیناً به مو د موجوده چارواکو د زیاتو نیمګړتیاو له امله له جګړې پرته د ټول افغانستان اداره او کنترول تر لاسه کړى واى. داسې فکر وکړئ چې که سبا له مشروع لارو څخه ستاسو حکومت راځی نو بیا به تاسو په کنډوالو کې ناست یاست او په تشو لاسونو به حکومت کوئ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا