گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنجونو دتعلیم په هکله دملادلاورعُـرف مـلاډالرتوجیـه!
دنجونو دتعلیم په هکله دملادلاورعُـرف مـلاډالرتوجیـه!

دنجونو دتعلیم په هکله دملادلاورعُـرف مـلاډالرتوجیـه!

لکه چی تاسو ټولودرنو لوستونکو ته څرګنده او جوته ده دافغانستان د تیر اسلامی جمهوری دولت د سقوط  او راپرځیدو عوامل د هغه نظام په دننه کی موجود ؤاود افغانستان د طالبانو په نوم ډله د امریکا او ناتو پر وړاندی  د  سیمی هیوادونو په ځانګړی توګه د پاکستان د هغه وخت د لومړی وزیر عمران خان چی ددوحی له مذاکراتو یی  له هم هغه لومړی کرکه اونفرت درلود په مستقیمه  مرسته په داسی حال کی واک ته ورسول شوه چی د جمهوریت او ؤلس واکۍ د غښتل کیدو ترنامه لاندی ټول افغان غیرتی ؤلس بی وسلی کړای شوی ؤاویوازی  د افغانی طالبانو په نوم جنګیالی  چی زیاتره یی دالقاعده Al-Qaeda  تحریک طالبان پاکستان TTP دخراسان داعش یا ISKP/ISIS-Kدشرقی ترکستان اسلامی غورځنګ ETIM/TIP چی د چین هیواد پرایغوریانو شهرت لری .دازبکستان اسلامی غورځنګ IMU د تاجکستان هیواد جماعت انصار الله Jamaat Ansarullah  او د ایران داسلامی جمهوریت مخالف غورځنګ جیش العدل Jaish al Adl همداشان انصار الفرقان Ansar al -Furqan  دایران ضد وسله واله ډله چی له  جیش العدل Jaish al Adl سره اړیکی لری ، جندالله Junallah  او داسی نوری لوی او کوچنی ډلی ټپلی پر افغانی خاوره ور شیوه کړې ، اساسی قانون یی چی په یوه ټولنه کی د څراغ حیثیت لری لغو اعلان کړ او د یوه مجهول الهویه امیر المؤمنین پر فرمانونو یی افغانی  ټولنه د خپل واک او چتر لاندی راوسته . همداشان یی د اسلام له مقدس دین څخه د دداعشی او سلفی قرئت په درلودو له شپږم ټولګی پورته د نجونو اومیرمنو پر ښوونه او روزنه بندیز ولګاؤ د خواشینۍ خبره داده چی همدغه استخباراتی پروژه د ځینو طالب پلوه ملایانو چی د روسانو پر وړاندی آزادی غوښتونکی جهاد کی یی هم ونډه درلوده او وروسته ددغه  استخباراتی لوبی ښکار شول او ددغه پروژی د توجیه ډنډوره یی وغږوله چی ددغه شمیر استخباراتی ملایانو څخه یوهم  ملا شهاب الدین دلاور دی چی د طالبانو د واکمنې څه موده یی د معادنواو پترولیم وزارت چاری پر مخ بیوی او وروسته د افغانی سری میاشتی د “ریأ ” ست پر ګدی کینول شو
چی  د افغانستان په ځانګړی توګه د پښتوادب نامتو شاعر او لیکوال عصمت قانع د طالبانو د ددغه  لوړپوړی چارواکی ملا شهاب الدین دلاور له طلوع تلویزیون سره یوه اوږده مرکه تر سره کړی چی موږ یی  هغه برخه چی په افغانی ټولنه کی د ښخو د تعلیم او زده کړو سره اړه لری له تکړه لیکوال او ټولنیز شخصیت محترم عصمت قانع څخه په مننه تر تاسو دررسوؤ
ملا شابدين(شهاب الدين) عرف شيخ ډالر وايې چې دافغاني ټولني سمه نيمايی برخه ښځي دي او زموږ ملت دشلو مليونو ښځو دحقوقو غاصب دی ځکه دخپلې خوښي دنکاح واک نه ورکويوه ملا ګله نکاح سنت ده او تعليم فرض ته خو دخدای فرض پرځای کړه او دسنتو اخلال ګر هم ته يې ولس نه دی دغه ملت خو تا وږی کړی دی بيا دې را څملولی دی او بيا تنکۍ تنکۍ لوڼي په لوړو ولورونو دخپل ياغي او باغي شهوت زندان ته ترې اچوي په دې پنځو کالو کې کوم ملا دوهم، دريم اوڅلورم واده نه دی کړی او کوم ملا منکوحه ښځه په خوښه او رضايت را واده کړي ده خو دمدرسې داعاشي روپۍ غلاکوي واده پرې کوي دولسوالۍ دحرامي ماليې روپۍ  لوټوي او واده پرې کوي په محکمه کې قاضي وي او ددعوو ، دوسيو او جنجالونو پر سر رشوت اخلي او واده پرې کوي  تو خدای دبادرنګ اخندزاده پر دغه شلنډه خېټه نو پنځلس کلنه پيغله مينيږي؟د رب روی دی دملاغرتک اخند پر دا وازه او درازه غرره نو ناوکۍ  سپيلنۍ کيږي چې په شنه شال کې ور واده شي په تېرو پنځو کالو کې تاسي يو مليون ودونه کړي دي   هره نکاح مو په جبر کړي ده او جبري نکاح زناده دخدای په قهراو غضب اخته ياست او ژر به رب العالمين انتقام درشکه واخلي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا