گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امیرخان دقلقلا خان په رول کی؟
امیرخان دقلقلا خان په رول کی؟

امیرخان دقلقلا خان په رول کی؟

هیڅوګ نه پوهیږی چی ۲۰۲۱ کال د آګست په ۱۵ مه د طالبانو په نوم جنګیالیو چی دتش په نامه د افغانستان اسلامی جمهوریت د واکمنی ستنی یی را چپه کړی څوک او له کومه ځایه راغلی ؤ ؟ خو یوڅوګ چی د روسی یرغل ګرانو په وړاندی د جهاد او مقابلی  یوه جهادی مشرارواښاد  مولوی محمد نبی محمدی د سر ساتونکی دنده درلوده او په خټه د جنوبی ولایت د زرمت سیمی پښتون د هلمند ولایت استوګن او دپاکستان د کوټي ښار د کور جوړولو د یوه لوی ساختمانی شرکت Riaz Construction Co  ریاض  کانسترکشن او د پاکستان  د پنجاب د جنګ په سیمه کی دسلګونو هکتارو ځمکو خاوند چی په پاکستان کی یی د کډوالی پرمهال د پاکستانی قانون له مخی تر لاسه کړی دی همدا راز یی د خپل ورور احمد الله متقی چی په ظاهری بڼه  طالبانو د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتورچاری پر مخ بیوی  خو دهمدی فرهنګی کار تر چتر لاندی له ترکستان او ایران سره د تیلو په میلیون ډالری قراردادونو یو لوی شریک بللی شی . عجیبه خو داده  پخوا له دی چی پر  افغانستان د یرغل په توره ورځ چی له شک پرته د جنوب غربی ولایتونو لکه هرات او هلمند کی یی د بهرنیو جنګیالیو په منظم کولو کی لوی لاس درلود او د طالبانو په اصطلاح د«  فتحی » په لومړنیو ورځوکی یی دیادو ولایتونو په رانسکوریدو کی لوی لاس درلود ونمانځی له BBC سره په مرکه کی ځینی اوتی بوتی ویلی وی خو کله چی د آګست پنځلسمه نیټه راورسیده نو په تیر شل کلن مزل کی د دلوی جرګی په نوم د جوړی شوی خیمی په تالار کی یی یوه قلقله خانی وینا واوروله چی ټول اوریدونکی یی هک حیران کړل .

  امیر خان یا دطالبانو قلقله خان  د خپلی دغه  قلقلا خانی وینا په ترځ کی وویل چی : په افغانستان کی که جهادونه شوی دی که مبارزی شوی دی هغه په ډیرو مقدسو شعارونو ،عقیدو او نظریو باندی ترسره شوی دی !هغه داشغال دآزادې لپاره اواسلامی نظام د حاکمیت لپاره شوی دی . دا چی دغسی څو« لوچګان » را ولاړیږی او دیوه اسلامی نظام پر خلاف غږ پورته کوی دی په تاریخ کی نه نتیجه ورکړی ده اونه به یی ورکړی دی ته دی څوګ زړه نه ښه کوی !
لکه څنګه چی تاسو د پښتو کمیډی هغه ډرامی یوه کوچنې ټوټه ولیده  چی قلقله خان نومیږی او د امیر خان عرف متقی له اوتو بوتو سره سمون خوری .لکه څنګه چی تاسو د پښتو کمیډی هغه ډرامی یوه کوچنې ټوټه برخه ولیده  چی قلقله خان نومیږی او د امیر خان عرف متقی له اوتو بوتو سره سمون خوری . نو په زغرده ویلای شو چی تاسو او انصاف امیر خان عرف متقی  دطالبانو قلقله خان نه دی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا