
په اوسني بدلېدونکي سیمهییز چاپېریال کې هغه تګلاره چې پخوا یې اسلاماباد ته وړتیا ورکوله چې په افغانستان کې په رامنځته کيدونکو پرمختګونو باندې اغېز ولري، نور هغه پایلې نشي رامنځته کولای چې د ترلاسه کولو لپاره یې دغه تګلاره جوړه شوي وه. رامنځته شوي بدلونونه د افغانستان د کورنیو تحولاتو، د پاکستان خپلو ګڼ اړخيزو ستونځو، د ورځ تربلې زياتيدونکي رقابتي سیمهییز نظم د رامنځته کېدو او د نفوذ د وسیلې په توګه د نیابتي تګلارو د اغېز د کمېدو له امله په تدریجي ډول رامنځته شوی دی. اسلاماباد له څو لسيزو راپدېخوا له جغرافیایي نږدېوالي، استخباراتي شبکو، له ځینو افغان ډلو سره له اړیکو، په سوداګریزو او ترانزیټي لارو باندې کنټرول، په دغه هېواد کې د میلیونونو افغان کډوالو له شتون او له مهمو نړیوالو هېوادونو سره له همغږي څخه د نفوذ د وسیلو په توګه ګټه پورته کړې ده. د پاکستان دغه برلاسى په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي، خو په اغېزمنتیا کې يې د پام وړ کموالى راغلى دى.
هوايي بریدونه، د ډیورنډ په کرښه باندي د دروازو تړل ، د سوداګري ګډوډول او د زور له لارې د افغان کډوالو را ايستلو په افغانستان باندې د پام وړ اقتصادي او بشري فشارونه رامنځته کړي دي، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د بهرني فشار پر وړاندې د مقاومت کچه لوړه کړې، د بدیلو لارو د لټون اړتیا یې پیاوړې کړې او افغانستان یې هڅولی چې خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې متنوعې کړي. اوس يقيناً ويلاى شو؛ هغه تګلاره چې پاکستان لخوا د نفوذ د زیاتولو لپاره تعقیبوله، په ډېرو مواردو کې یې معکوسې پايلې درلودلې دي او د پاکستان دودیز نفوذ يې هم تقريباً لهمنځه وړى دى. افغانستان خپلې سوداګریزې او ترانزیټي لارې متنوعې کړې او په پاکستان لارو باندې یې د خپلو اړتیاوو پوره کولو تکيه راکمه کړې ده، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سوداګري په برخه کې تکراري ځنډونو او محدودیتونو پاکستاني سوداګرو او د سیمې ولسونو ته هم د پام وړ اقتصادي زیانونه اړولي دي. اوس داسې ښکاري چې پاکستان به اوس يا هم څه وخت وروسته مجبور وي چې د ياد هیواد لخوا د تړل شويو لارو د پرانستلو په موخه له افغانستان سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کي هوکړې ته ورسېږي.له دې څخه ورهاخوا سیمهییز چاپېریال هم بدل شوی دی. چین، روسیه، ایران، د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، د خلیج هېوادونه او هند، هر یو د خپلو ځانګړو ستراتیژیکو موخو او ګټو له مخې، له افغانستان سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي دي. دغه حالت په رقابتي توګه داسې سیمهییز چاپېریال رامنځته کړی چې افغانستان ته یې د خپلو بهرنیو اړیکو د متنوع کولو پراخ فرصتونه برابر کړي دي. له همدې امله، د پاکستان په ګډون هېڅ ګاونډی هېواد اوس نشي کولای چې د افغانستان پر ستراتیژیکو پرېکړو باندي دومره اغېز ولري لکه په تېرو وختونو کې چې یې درلوده.د پاکستان کورنيو ستونځو هم د دغه هېواد د بهرنۍ ستراتیژي د دوام وړتیا ننګوى.
سیاسي بېثباتي، اقتصادي ترينګلتياوې او اوږدمهالې امنیتي ستونځې، په ځانګړې توګه د TTP او بلوڅو له وسلهوالو خوځښتونو سره تړلی تاوتریخوالی، په زیاتېدونکي ډول مالي لګښتونه لوړوي او اقتصادي ستونځه زياتوي. دغه ستونځې په سيمه کې د پاکستان نفوذ له منځه نه وړي، خو ددغه هېواد ستراتیژیک انعطاف ګواښي او له افغانستان سره اوږدمهاله تقابل ورته ګران تماموي.شک نشته چې جغرافیه، متقابل اقتصادي تړاو، ټولنیزې اړیکې، کلتوري مشترکات او امنیتي اندېښنې به افغانستان او پاکستان په راتلونکي کې هم د یو بل په ستراتیژیک چاپېریال باندي اغېز ولري. البته اساسي پوښتنه دا ده چې هغه دودیزې لارې په ځانګړي ډول نيابتي جګړه چې اسلاماباد پرې په افغانستان کې د نفوذ د اعمال هڅه کوله، په اوسنیو شرایطو کې اغېزمنې دي؟ تاريخ، سيمه ييز حالات او معاصر سياستونه له دواړو هېوادونو څخه د تقابل پرځاى د سيالو او خپلواکو ګاونډيانو په توګه نيغ په نيغه خبرې اترې، متقابلې ژمنې ، د کډوالو د راستنولو منظم مدیریت، پراخه اقتصادي همکاری، سیمهییز اتصال او اوږدمهاله دیپلوماتیک تعامل غوښتنه کوي. اوږدمهاله ثبات به هغه مهال رامنځته کېږي چې پکې تعامل د تقابل په سياست باندې ګټور وګڼل شي
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید