

که څه هم د څو لسیزو را په دی خوا دافغانستان برخلیک دافغانانو لخوا نه بلکه د نړیوال ښکیلاک اواستعمار له لوری ټاکل کیږی خوددی ترڅنګ مهمه داده چی یواولس څومره دلاس ته ورغلیو فرصتونو څخه په ګټه هغه فرصتونه چی د لومو په څیر د وطن د دښمنانو اود هغوی د لاس پوڅو په وسیله له خاورو سره خاوری کیږی په خپله جغرافیا کی د میشتو وګړو دشیرازۍ آو سوکالې په خاطر ګټه پورته کولای شی ؟ شهید مولوی نصرالله منصور (رح) چی یومخور بی بدیله عالم اود افغانستان د سپیڅلی جهاد له هغه په ګوته شمیر مشرانو څخه بلل کیده چی د هیواد ددښمنانو پر ټولو دسیسو پوره خبر او غوښتل یی چی د دښمنو کمونیستو لخوا افغان مجاهدینو ته د واک له انتقال څخه په ګټه په ګران هیواد افغانستان کی د اولس په خوښه یو داسی حکومت رامینځ ته کړی چی افغانان د څه دپاسه یوی لسیزی جګړی وروسته د هیواد په ګرمه غیږه کی د آرامۍ ساه ؤباسی .

د همدی فرصتونو څخه په ګټه پورته کولو یی که څه هم دغه نامتو عالم ته د مجاهدینو په نوم اداره کی د قاضی القضات ، دکورنیو چارو وزارت او نوری راز ، راز دندی میسری وی خو هغه د هغه بنسټیز لید له مخی چی داسلام د مقدس دین څخه یی درلود د پکتیا ولایت د مقام دنده غوره ؤبلله . او د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان په استازیتوب یی نور کسان د وزارتونو دندی ته ور ؤپیژندل .کیدای شی د ځینو کسانواوآن دهغه شهید د کورنی د ځینو اعضاؤ په ګډون داپوښتنه راپورته شی چی په اوسنی د قدرت او سرمایی په خونړی نړې کی ثروت ، قدرت او شهرت ته ورشاکول یو لیونتوب دی خو هغه عالی مقامه شهید دځان په هکله دنړیوالو په ځانګړی توګه د اولس او خپلو نږدی خپلوانو قضاوت او ارزونه منلی او د الله ج د احکامو سره په انطباق یی عمل خپل کړی ؤ .
لکه چی ومو ویل هغه د افغانستان د جهاد مظلوم شهید ددی پر ځای چی وزارتونه او په افغانستان دولت کی لومړی او دوهمه درجه مقام ترلاسه کړی یوازی هغه مهال چی دهغه شهید د تقاضا له مخی د پکتیا د ولایت د والی په حیث دنده چی د هغه خدای بښلی شهید د زیږیدو ټاټوبی هم بلل کیده ورته وسپارل شوه نو لزومأ به یی هره ؤنی د کابل پکتیا لاره د موټر په وسیله تګ او راتګ کاوه . یوه ورځ چی کابل ته د ځینو ضروری کارونود اجرأ په موخه راغلی ؤ اوغوښتل یی چی د پکتیا ولایت ګردیز ته د څو بار موټرو کمپلو او خوراکی توکو سره یوځای ګردیز د پکتیا ولایت مرکز ته ولاړشی د کابل په څوکیلومتریی کی د ګلبدین حکمتیار په مشری د حزب اسلامی د ملیشو او ټوپکوالو لخوا ودرول شول .چی دادی څو لسیزی وروسته د هغه په خپله ژبه ددغه خونړۍ واقعی د ؤقوع عوامل او څرنګوالی بیانوی چی دادی ستاسو درنو لوستونکو او اوریدونکو ته د رادیو افغانستان سره دهغه مظلوم شهید مرکه وړاندی کوو .