گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ثبت است برجریده عالم دوام ما.
ثبت است برجریده عالم دوام ما.

ثبت است برجریده عالم دوام ما.

استاد میرویس باوري، د شهید استاد آزاد خان باوري زوی، په ۱۳۳۹هـ . ش کال د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د نکردک په کلي کې زېږیدلی دی.لومړنۍ زده کړې یې له خپل شهید پلار او د قره باغ ولسوالي د موشکي کلي په ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې يې د پکتیکا ولایت د کټواز د سیمې د سلیمان بابا په لېسه کې سرته ورسولې. وروسته د قره باغ ولسوالي د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې شامل او په ۱۳۵۷ هـ . ش کال د همدې لېسې له دولسم ټولګي څخه په اعلی درجه فارغ شو. د همدې کال د کانکور په آزموینه کې یې ګډون وکړ او د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو، خو د کمونستانو پر وړاندې د جهاد په پيل سره د نوموړي تحصيلي سفر نيمګړی پاتې شو.کله چې په ۱۳۵۷ کال کمونستانو کودتا وکړه، څه موده وروسته يې د نوموړي پلار شهيد استاد آزاد خان باوري بندي کړ او تر نن ورځې لا نادرکه دی. د ۱۳۵۷ کال د دلو په مياشت کې کمونستانو د استاد ميرويس باوري پر کور چاپه ووهله او نوموړی يې هم د غزني په مرکزي زندان کې بندي کړ، چې وروسته د الله تعالی په فضل سره له زندان څخه آزاد او د کمونستي رژيم پر وړاندې يې د جهاد او مبارزې ګرمو سنګرونو ته ودانګل. نوموړي د مجاهدينو په هغو سترو عملياتو کې فعاله ونډه درلوده چې په ۱۳۵۸ کال د ثور د مياشتې په ۱۹ نېټه د هيواد په زياترو ولايتونو کې د کمونستي رژيم پر نظامي مرکزونو تر سره شول، وروسته د غزني ولايت د ترګان د غره جهادي جبهې ته لاړ، هلته يې د ياد ولايت د لومړني جهادي آمر مرحوم مولوي حيات الله( ملا کاکا) تر مشري لاندې جهادي فعاليتونه شروع کړل، څه موده وروسته د مرحوم ملا کاکا په لارښوونه دارالهجرت( پيښور) ته لاړ، هلته يې د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان تنظيم په فرهنګي څانګه کې خدمت پيل کړ، جهادي خپرونو( د هدايت الاسلام او ضمير ورځپاڼو او د خدام الفرقان او بشارت مجلو) ته يې ليکنې کولې.وخت په وخت به د هيواد داخل ته هم د جهادي خدمت لپاره راتلو، چې د خپلو جهادي خدمتونو په لړ کې یو ځل د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د مجاهدينو د چريکي ګروپ آمر هم وټاکل شو. په جهادي دفترونو کې له خدمت سره په څنګ کې یې د مجاهدينو برياليتوب ته په نږدې وختونو کې په دارالهجرت «پیښور» کې ځیني لنډ مهاله طبي کورسونه هم ولوستل. په ۱۳۷۱ هـ ش کال د مجاهدینو تر بریالیتوب وروسته چې داخلي جګړې شروع شوې، نوموړي تر دولتي دندې شخصي مصروفیت ته ترجیح ورکړه. د قره باغ ولسوالي په بازار کې یې  درملتون پرانیست، ورسره په څنګ کې يې د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د سنايي ورځپاڼې ته ليکنې هم کولې.کله چې په ۱۳۷۳ هـ . ش کال کې د طالبانو اسلامي تحریک را پاڅېد، نوموړی ورسره له لومړۍ ورځې ملګری شو.د یاد تحریک په چوکاټ کې یې په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼې د مسئول چلوونکي په توګه څه موده دنده ترسره کړه، وروسته په هم مهاله ډول د قره باغ ولسوالي د پوهنې د آمر او سلطان محمود غزنوي لېسې د مدیر په توګه وټاکل شو، څه موده وروسته د اندړو ولسوالي د سلطان شهاب الدین غوري لېسې د مدیر په توګه وګمارل شو.په ۱۳۸۰ هـ . ش کال د بهرنیو چارو وزارت د دفتر ریاست د سرپرست په توګه وګمارل شو.په ۱۳۸۱هـ . ش کال کې يې د قره باغ ولسوالي د موشکي په لېسه کې د ښوونکي په توګه خدمت پیل کړ. د ۱۳۸۲ هـ . ش کال په لومړنیو ورځو کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره د همکاري په تور د کابل ادارې د نظامي ارګانونو له لورې بندي کړای شو. تر څه موده بند تیرولو وروسته د الله تعالی په فضل سره له زندان څخه آزاد او بیا د امنیتي ملحوظاتو له امله ایران هیواد ته مهاجر شو. تر يو کال زياته موده په ايران کې پاتې شو. وروسته پیښور ته لاړ. هلته په لیکنو او مطالعه بوخت وو او په همدې موده کې یې د حضرت یوسف «عليه السلام» قرآني کېسه د کتاب په بڼه د  « که زه خبر وای چې بیلتون دی» ترسر لیک لاندې چاپ کړه.وروسته هیواد ته راستون شو او یو ځل بیا یې د موشکي په لېسه کې د ښوونکي په توګه خدمت پیل کړ.ورسره په څنګ کې یې مطالعه او لیکنه هم کوله. د نورالمدارس جامعې فراغت غونډې او نورې فرهنګي چارې یې هم تنظیمولې. په همدې کلونو کې یې د هیواد د ستر علمي، جهادي او روحاني شخصیت حضرت ضیاء المشایخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله تعالی ارزښتناکې ویناوې راغونډې او د کتاب په بڼه يې د ( اسلامي بلنه، دنهضت له منبر څخه) ترسر لیک لاندې چاپ کړې.د اسلامي امارت له مسئولینو او مجاهدینو سره یې هم اړیکې ساتلې او له هغوی سره یې خپلې ارزښتناکې مشورې او سپارښتنې شریکولې. په همدې کلونو کې د فیسبوک پر پاڼه هم له ځوان نسل سره په اړيکه کې وو، له هغوی سره يې وخت په وخت خپل افکار، نظريات، پيغامونه او تاثرات شريکول. وروسته یې همدغه د فیسبوک پر پاڼه نشر کړي مطالب د «ژوند او مزل» ترسرلیک لاندې په کتابي بڼه خپاره کړل.استاد باوري له امریکایي اشغال څخه د هيواد تر آزادي او د اسلامي امارت د مجاهدینو تر سترې فتحې وروسته هم د ځوان نسل د سالمې ښوونې او روزنې لپاره د ښوونکي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ. وروسته یې رسمې دنده پرېښودله او خپل وخت یې د کلي او سیمې ټولنیز خدمت، مطالعې او لیکنې ته وقف کړ.استاد ميرويس باوري يو تکړه مجاهد، ليکوال، ژورناليست، وياند او علمي شخصيت دی، د ليکنې او وينا ځانګړي مهارتونه لري، زيات کتابونه يې ليکلي دي، ځينې يې چاپ شوي او ځيني چاپ ته چمتو دي، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:استاد میرویس باوري که څه هم د ژوند زياته برخه يې په بيوزلي، مهاجرت، پرديسيو، ناخوالو او اقتصادي ستونزو کې تيره کړې ده او  د خپل عمر ۷۰ کلني ته د نږدې کېدلو په درشل کې دی، خو ماشاءالله ذهن، جسم، فکر او تخیل یې لا ځوان دي. هيڅکله د ژوند ناخوالو ته تسليم شوی نه دی، له خپل فکري مسير او اخلاقي منهج څخه يې انحراف نه دی کړی، تل د اسلامي انقلاب ارمانونو ته متعهد او د دعوت، جهاد او مبارزې پر مسير ثابت قدم پاتې شوی دی، مادي زرق او برق ته نه دی تسليم شوی، د دين او هيواد د دښمنانو تطميع او تهديد د خپل اصيل ټولنيز رسالت له ادا کولو څخه په شا کړی نه دی‌.اوس هم هره ورځ مطالعه کوي، لیکنه کوي، ټولنیز خدمتونه سرته رسوي. د کلی او سیمې په ټولنیزو محافلو او مناسبتونو کې برخه اخلي. د سپورت په نیت د خپلې کروندې د بزګري چارې سنبالوي. د قره باغ ولسوالي بازار او نورو ټولنیزو مناسبتونو ته د تګ په وخت کې خپل موټر په خپله چلوي، چې دا یې د ښې روغتیا په درلودلو دلالت کوي. د خپلو ټولو همزولو په پرتله له ښه ذهني او جسمي صحت څخه برخمند دی.له میلمنو سره په زړه پوري علمي مجلسونه کوي. د خپل ژوند خاطرې، مشورې او تجربې ورسره شریکوي. د خپل عمر په تناسب جسماً او ذهنًا ځوان معلومېږي. زامن یې ټول په لوړو زده کړو، عالي اخلاقو او دین، هیواد او ولس ته د خدمت په روحیه سنبال دي، چې بېشکه د اولادونو په سالمه ښوونه او روزنه کې د استاد باوري صاحب رول ډیر جوت او بارز دی.زما په نظر، د استاد باوري صاحب پر شخصیت، فرهنګي او علمي خدمتونو او د نوموړي د علمي افکارو په تشریح کې باید کتاب څه چې کتابونه ولیکل شي.زما دغه لنډه لیکنه هیڅکله نه شي کولای چې د استاد باوري صاحب د شخصیت او خدمتونو پر ټولو اړخونو رڼا واچوي.له لوستو، فرهنګپالو او له قلم او لیکنې سره آشنا شخصیتونو څخه مې هیله ده چې د استاد باوري صاحب او همدارنګه د هیواد د نورو دیني، علمي، جهادي او فرهنګي شخصیتونو د خدمتونو او افکارو د تشریح لپاره قلم را پورته او په دې برخه کې خپل ټولنیز رسالت اداء کړي.الله تعالی دې د محترم استاد باوري صاحب پر روغتیا، کورنۍ او اولادونو برکتونه نازل کړي. د نوموړي ټول تکلیفونه، زندان، جهاد، مبارزه او د دین، هیواد او ولس لپاره دې تر سره کړي ټول خدمتونه قبول او مقبول وګرځوي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا