گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اڅکزی او دسیاست نوې معما !
اڅکزی او دسیاست نوې معما !

اڅکزی او دسیاست نوې معما !

د پاکستاني سياستوال محمود خان اڅکزي وروستيو څرګندونو، چې يوه برخه يې د کوزې پښتونخوا پښتنو ته د افغانستان د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو سپارښتنه او بله يې د ځان ساتنې لپاره د لښکر جوړولو غوښتنه ده، پراخ حقوقي، سياسي او امنيتي بحثونه راپارولي دي. که څه هم دواړه څرګندونې د پښتنو د حقونو او راتلونکي په نوم مطرح شوي، خو هره يوه يې بېلابېل ابعاد او احتمالي پايلې لري چې جدي ارزونې ته اړتيا لري.د افغانستان د پېژندپاڼې د ترلاسه کولو په اړه د اڅکزي سپارښتنه تر ډېره سياسي او سمبوليک بُعد لري. نوموړی غواړي وښيي چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه ګډ تاريخي، ژبني، کلتوري او قومي هويت لري، سياسي پولې او ازغن تارونه نشي کولای دغه تاريخي تړاوونه له منځه يوسي. په همدغه دليل، د نوموړي څرګندونې د سياسي مانور په  توګه هم تعبيرېږي.

پښتانه له مودو راهیسې شکايت کوي چې د ترهګري پر ضد جګړه کې د پښتنو د سر او مال خوندیتوب ته لازم ارزښت نه دی ورکړل شوی، د هغوی سيمې عمداً د جګړو اصلي ډګر ګرزيدلې دي، په خپلو سرچینو د مالکیت او نور سياسي حقوق نه دي ورکړل شوي. د همدغو محروميتونو له امله د سياستوالو لخوا د هويت موضوع د سياسي مانور او يا هم دپښتنو د خپلمنځې جګړو کې د نښلولو لپاره د خطرناک جال په توګه مطرح کېږي.البته د افغانستان د مروجه قوانینو او طرزالعملونو له پلوه دغه وړانديز له ګڼو پيچلتياوو سره مخ دی. د افغانستان پېژندپاڼه يوازې يو هويتي سند نه، بلکې د تابعيت له مسئلې سره هم تړاو لري او د ترلاسه کولو لپاره ځانګړي قانوني شرايط لري. له همدې امله ډېری شنونکي دا طرحه د عملي تګلارې پر ځای يو سياسي پيغام، جال، مانور او يا هم سمبوليک احتجاج ګڼي.د اڅکزي د څرګندونو دوهمه برخه چې د پښتنو لپاره د ځان ساتنې په موخه د لښکر جوړولو غوښتنه ده، لا زياتې اندېښنې راپاروي.
په معاصره نړۍ کې د وګړو د امنيت او دفاع مسئوليت د قومي لښکرونو نه، بلکې د دولتونو او رسمي امنيتي بنسټونو دنده ګڼل کېږي. له همدې امله دا پوښتنه په طبيعي ډول راپورته کېږي چې که قومونه بايد د خپلو لښکرو له لارې ځانونه وساتي، نو بيا د پاکستان د شاوخوا شپږ لکه کسیزې اردو، پوليسو او نورو امنيتي ادارو شتون  څنګه توجیه کيږي؟ که دغه بنسټونه د خلکو د امنيت په تأمين کې پاتې راغلي وي، نو ستونځه د موازي وسلوالو جوړښتونو جوړولو پرځاى بايد د دولت په پاليسيو او امنيتي تګلارو کې د نيمګړتياو ته د ګوتې نيولو له ادرس څخه ولټول شي.پښتنو له پېړيو راهيسې، په ځانګړي ډول د تېرې نيمې پېړۍ په اوږدو کې، د لښکرو، مليشو او غيرمنظمو وسله‌والو ډلو له امله درانه زيانونه ليدلي دي. د قوم، تنظيم، سيمې او نورو عنوانونو لاندې جوړو شويو وسله‌والو جوړښتونو نه يوازې د بهرنيانو ته د لاسوهنو لپاره لاره هواره کړې، بلکې سياسي ثبات، اقتصادي پرمختګ، تعليمي ودې او ټولنيز انسجام ته يې هم سخت زيانونه رسولي دی. د همدغو ترخو تجربو له امله د قومي لښکرو د بيا راژوندي کولو هر ډول غوښتنه د پښتنو ترمنځ خپلمنځې وسلوالو شخړو ته وده ورکول او د امنیتي نيمګړتياو پړه د اړونده بنسټونو پرځاى په ولسونو باندې د اچولو  هڅه ده.له دې سره سره چې د نړۍ او سيمې په کچه تجربو په وار وار ښودلې چې د قومي لښکرو زياتوالی عموماً د امنيت د ټينګښت پر ځای د بې‌ثباتۍ، کورنيو شخړو او اوږدمهالو بحرانونو لامل ګرزي، خو پوښتنه دا ده چې ايا ښاغلي اڅکزي د خپلو غوښتنو ناوړه پايلو ته له کتو پرته د لاعلمي په حالت کې دغه ډول وړانديز مطرح کوي او که خداى مکړه نوموړى د پښتنو ترمنځ خپلمنځې جګړو رامنځته کولو ته ملاتړلې ده؟ که ځواب هر څه وي خو دَ نوموړي وړانديزونه په اوسني عصر کې هيڅ ډول توجیه نه لرى.په سيمه کې د روانو ستراتيژيکو بدلونونو په رڼا کې شنونکي دا احتمال هم مطرح کوي چې دا ډول څرګندونې ښايي يوازې د يوې سياسي غوښتنې تر کچې محدودې نه وي. د هغوی په اند، د قومي جوړښتونو پياوړتيا بالاخره د سيمې په کچه د لا زياتې ناامني او بې‌ثباتي لامل کېدای شي. دلته دغه مهمه پوښتنه هم راپورته کيږي چې ښاغلي اڅکزي د پښتنو لخوا د وسلوال لښکر جوړولو لپاره به دغه لښکر ته وسله، مهمات او مالي ملاتړ څوک برابروي؟ که د اڅکزي صاحب پلويان دغه پوښتنه ځواب کړي، نو ددغه وړاندېز ترشا پرتې پټې موخې او پت مخونه به هم بربنډ شي. د سيمې تېر تاريخ د دغه ډول اندېښنو راپورته کېدو ته لاره پرانيزي.  له همدې امله دا پوښتنه مطرح کېږي چې ولې يو ملتپال سياستوال د قانون د حاکميت، سياسي مشارکت، مدني مبارزې او د عصري دولتي ميکانيزمونو د پياوړتيا لپاره د مبارزې پر ځای د قومي لښکرو د جوړولو خبره کوي؟ منتقدين استدلال کوي چې د وسله‌والو قومي جوړښتونو پياوړتيا ټولنه تاوتریخوالي ته هڅوي افراطیت ته وده ورکوي او د سيمې د اوږدمهالې بې‌ثباتي لپاره ابزار برابروي.له بلې خوا، د پښتونخوا په ګڼو سيمو کې د ولس او امنيتي بنسټونو ترمنځ د بې‌باوري واټن تر دې حده زيات شوى دى چې د خلکو يوه برخه  په سيمه کې روانو نا امنيو او د نا امنيو په وړاندې جنګي عملياتو ته هم د شک په سترګه ګوري. د دغو حلقو په باور، په سيمه کې د ناامنيو دوام يوازې د افراطيت او ترهګري طبيعي پايله نه ده، بلکې په سيمه ييزه او نړيواله کچه له پراخو ستراتيژيکو او استخباراتي محاسبو سره هم تړاو لري. که څه هم د دغو ادعاوو د اثبات لپاره پراخو شواهدو ته اړتيا ده، خو د دغسې انګېرنو شتون په خپله د ولس او امنيتي بنسټونو ترمنځ د ژورې بې‌باوري څرګندونه کوي.که ليکنه رالنډه کړو نو باید ووایم چې د افغانستان د پېژندپاڼې په اړه د اڅکزي وړانديز تر ډېره سياسي او سمبوليک حيثيت لري، خو د قومي لښکرو د جوړولو غوښتنه داسي اشتباه او يا هم په شخړو کې د پښتنو د لتاړ کولو هڅه ده چې ژور امنيتي او ستراتيژيک بحثونه او پوښتنې راولاړوي. پښتانه د لښکرو د کمښت له امله نه، بلکې د جګړو، ناوړه سياسي محاسبو، امنيتي ناکاميو، د ستراتيژيکو رقابتونو، ټولنيزو بې عدالتيو او محروميتونو له امله ځپل شوي دي. له همدې امله د هغوی د حقونو او امنيت د تأمين لپاره اغېزمنه لاره د موازي وسله‌والو جوړښتونو رامنځته کول نه، بلکې ټولنيز عدالت، سياسي مشارکت، اقتصادي پراختيا، د سرچينو عادلانه وېش او د دولتي ادارو کې سمون او بدلون رامنځته کولو مبارزه ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا