دنواندیشی یادونه : دغه لاندی مطلب چی لولې د نواندیشی تربیون دروند او پیاوړی فرهنګی همکار ښاغلی سید خان پادشاه روحانی لخوا غوره شوی او تر موږه رارسیدلی دی چی دادی له هغه څخه په مننی سره یی تر تاسو هم در رسوؤ .په ژوند چي په څومره زړونو کي خوږ وۍ،شهادت دي ترهغه ډیر زړونه وتخنول، ستا په شهادت د باطل،وحشت ،جبر او زور په وړاندي ډیر قلمونه وخوځیدل او ډیر احساسات را وپاریدل.
ستا تلل راتلل خو به زما دلاس په ښکلولو او زما په لڼډه دعا وو. خو، دا وروستي تلل دي له زندانه دغرو په لاره وو، زما لاسونه خو دي و نه نیول او نه ما د روغتون له انګړ څخه، ستا په وروستنۍ وداعیه – دجنازي لمونځ او فاتحه – کښۍ ستا لیدنه وکړه
د سرطاني لومړني تومور دبیماري د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي،نژدي یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم.کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و.مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله.دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، د حمل دمیاشتي اتمه ڼیټه- مازدیګريي دایمان او توکل په رڼا کښي،په لوڅو او لنډو تورو راته وویل: د تقدیرخبره ده، بشیرشهید سوی دی …
دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو.له ځان سره مي وویل :که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و.یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي او…هرچا چي دشهید دجسد په راوړلو،دجنازي په لمانځه ،تدفین ،فاتحه او دعا کښي برخه اخستي یايي ما او زما کورنۍ ته په ژبني ،لیکلي یا بریښنايي وسیله تسلاء راکړي ده ، الله تعالی دي په ټول ژوند کي له مصیبتونو او معیصتونو خوندي ولري .

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید