گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هند ته دمتقی سفراوپه کابل کی دپاکستانی طالبانو دمشروژنه!
هند ته دمتقی سفراوپه کابل کی دپاکستانی طالبانو دمشروژنه!

هند ته دمتقی سفراوپه کابل کی دپاکستانی طالبانو دمشروژنه!

لکه څنګه چی خبر یاست تیره شپه د کابل پروخت د شپی نه بجی او پنځوس دقیقۍ په کابل ښار کی دوه چاودنی وشوی چی خبریی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کی خپور کړ اوویی لیکل چی: د کابل په ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی.خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت ده، د حادثې پلټنه روانه ده، تراوسه د کوم زیان په اړه راپورنه دی ورکړل شوی. رښتیا هم خیراوخیرت دی چی د پاکستان بی پیلوټه الوتکی راځی او ستا د هیواد  په پلازمینه کی خپلی موخی په نښه کوی اوچی کله خپلو موخو ته ورسیدل نو په ډاډه زړه بیرته خپلو بارکونو ته ورګرځی . الله مو هوښیار کړه ! دا د دنیا مال په دی ارزی چی دومره غټ دروغ ووایاست ، تاسو چا ته فریب ورکوې؟ .

زموږ باوری سرچینی چه تل یی په کابل کی استخباراتی کړی تر څارنی لاندی نیولی دی خبر راکوی   چی د طالبانو د استخباراتو ریاست د پاکستانی طالبانو د تحریک TTP  دمشر نورولی محسود دوژلوخبر چی د پاکستانی بی پیلوټه الوتکو په وسیله ووژل دی تائید او کره کړی دی .دا برید په داسی حال کی تر سره کیږی چی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی هند ته چی د پاکستان یو تاریخی دښمن بللی شی په یوه پنځه ورځینی سفر بوخت دی کتونکی وایی چی دا وژنه هند ته د امیر خان متقی د سفر لومړنی څرکونه دی چی د افغانستان ګلالې خاوره یی د اسلام او محمدی شریعت په نوم د پردیو په ځانګړی توګه د پاکستان په څیر ناولی هیواد  بی بیلوټه الوتکو د ښکار ډګر جوړ کړی دی . راځی دی  زمو ږ په  خاوره کی دی انسانان رانیسی او ښکار کویی د ی !!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا